فبروري 20, 2020

بدخشان: تګاب کې د دعوت او ارشاد کمیسیون لخوا غونډه جوړه شوه

بدخشان: تګاب کې د دعوت او ارشاد کمیسیون لخوا غونډه جوړه شوه

نن د بدخشان ولایت، تګاب ولسوالۍ اړوند اجل سیمه کې د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په زیار اصلاحي غونډه جوړه شوه. دغه غونډه کې ګڼ شمېر علماء کرامو، قومي مشرانو او د سیمې خلکو ګډون کړی و، چې پر مهال یې علماء کرامو دغونډې ګډونوالو ته د نوي نسل د روزني، امربالمعروف او نهی عن المنکر، له مدارسو سره د مرستې او د هغو د حفاظت او نورو موضوعاتو په اړه کټورې ویناګانې وکړې او د اوریدونکو د خوښې وړ وګرزېدلې.

د قران کریم په ایتونو پیل شوې دغه غونډه د وروستۍ دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

2020/1/21

Related posts