فبروري 20, 2020

کندز: علي اباد کې پوسته فتحه، ټانک ویجاړ، ۱۱ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

کندز: علي اباد کې پوسته فتحه، ټانک ویجاړ، ۱۱ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

د الفتح بریمنو عملیاتو په لړ کې تېره شپه مجاهدینو د کندز ولایت، علي اباد ولسوالۍ اړوند کوچه قزاق سیمه کې د مزدورو عسکرو په پوسته چاپه ووهله، چې په ترڅ کې یې پوسته په مکمل ډول فتحه شوې، ۱ ټانک ویجاړ شوی، د قومندان په ګډون ۸ مزدور عسکر له منځه تللي او ۳ نور مرګوني ژوبل شوي دي.

تربرید وروسته سیمې ته کومکي ګوډاګیان راغلي چې د مجاهدینو له ځپونکي غبرګون سره مخ شوي، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې تر دې دمه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

دغه نښته کې یو تن مجاهد هم د شهادت لوړ ارمان ته رسیدلی. تقبله الله تعالی

‍‍‍‍2020/1/21

Related posts