اپریل 04, 2020

سپېڅلی انقلاب/ معتصم

سپېڅلی انقلاب/ معتصم

شاعر: معتصم

شاعران يو پټ رازونه در ته وايو
دښکلاوو ،ارزښتونه درته وايو

له حسد ، عناد ،اوکرکو لرو کرکه
نن د میني ثوابونه در ته وايو

يادوو چه سپین غلمان او ،سپیني حوري
دشهید د ژوند رنګونه درته وایو

پر سپیڅلي انقلاب باندي مین یو
سنګرو کې هم شعرونه درته وایو

موږ دا لوڅ سیکولري شاعران نه یو
دغزاوو داستانونه درته وایو

دپتنګ او شمعي عشق مو دی لیدلی
چه اورونو کې خوندونه درته وایو

زموږ دشعر امام ،حسان بن ثابت دی
چه د خوږ جانان یادونه درته وایو

میني داسي یو کمال ته رسولي
په خنداوو کی دردونه درته وایو

معتصم د جهاد روح تازه کوم ،چی
دقرآن بشارتونه درته وایو

Related posts