اپریل 04, 2020

قیصاري ته د اشر ف غني ننواتې

قیصاري ته د اشر ف غني ننواتې

زخمي افغان

څه باندې یو میاشت وړاندې په مزار شریف ښار کې ټانګونه وغوریدل، څرخکې پورته شوې او عسکر تیار سئ شول. آوازه شوه، وایي د لوی جنګسالار او قاتل نظام الدین قیصاري پر کور عملیات ترسره کیږي. په فیسبوک کې د ارګ او اشرف غني د مداحانو تبلیغاتي بړبوکۍ پورته شوې. ټولو ویل چې اشرف غني د زورواکو په تابوت وروستی میخ ټک وهي. تر یو شوارزو زیات همدا هنګامه توده وه. رسنیو پرلپسې د قیصاري او اشرف غني د حکومت تر منځ د تودې جګړې خبرونه ورکول. رسنیو ویل چې د داخله وزارت ځانګړو ځواکونو قیصاري کلابند کړی دی او ډیر ژر به د ارګ مومین خان د ټوپکي ښامار سر غوڅ کړي. د ارګ تبلیغاتي اجیرانو داسې خبرې کولې لکه اشرف غني چې ټوله نړۍ فتحه کړې وي. خو دې ته یې پام نه و چې په حقیقت کې د قیصاري پر ضد عملیات د حکومت د پرتم او دبدبې مثال نه، بلکې د ارګ د واکمنۍ د حقارت یوه ژوندۍ صحنه وه، ځکه یو محلي کوچنی ټوپکمار توانیدلی و چې د ارګ حاکمیت چیلنج کړي او په وړاندې یې د بغاوت بیرغ پورته کړي.

د قیصاري پر ضد له ساعتونو ساعتونو عملیاتو وروسته اعلان وشو چې ځانګړو ځواکونو د قیصاري کور فتحه (!) کړ. خو قیصاري په کور کې نه و او په حقیقت کې د ارګ عسکرو په غلط هدف عملیات ترسره کړي وو. په دې عملیاتو کې لس تنه ووژل شول او د قیصاري د کور په شمول ګڼو نږدې عامه کورونو ته هم درانه زیانونه ورسیدل. ورپسې نظام الدین قیصاري له نامعلوم ځای څخه په خواله رسنیو را ښکاره شو، اشرف غني ته یې ښکنځلې وکړې او یو ځل بیا یې د ارګ تر غوږ ورتېره کړه چې لاس مو خلاص او توره مو آزاده، د ارګ قلمي اجیران  د دې په ځای چې په خپله ناکامۍ پوه او د خجالت احساس وکړي لا هم د اشرف غني او د هغه د تر ټولو نازولي جنرال خوشال سادات صفتونو ته اړم وو.

څو ورځې وروسته د قیصاري د موقعیت په اړه بیلابیلې خبرې کیدلې، مؤثقو منابعو ویل چې نوموړی په مزار شریف ښار کې د جرمني په قونسلګری کې غلی دی. قیصاري له همدې ځایه ارګ ته خښمیده، د ځواک نمایش یې کاوه او د ارګ بیچاره چارواکي یې په وړاندې داسې لاس تر زنې ناست و، لکه د جرمني قونسلګري چې په کوم بل هیواد کي وې او دوی ورباندې برید نه شي کولای.

له څو اونیو تیریدو وروسته د ارګ واکمنو قیصاري ته د سولې او جوړجاړي لاس ور وړاندې کړ،چې دا دی تازه په تازه یې ځینې جزیات رسنیو ته راوتلي دي. د وروستیو راپورونو له مخې هغه قیصاري چې یوه میاشت وړاندې قاتل، جنګسالار او واجب القتل ګڼل کیده اوس د اشرف غني په امضاء ورته د دوولس سوه سرحدي ځواکونو قومنده سپارل کیږي. له دې علاوه به نوموړي ته د ننواتې او عذر په ډول اشرف غني پنځه لکه ډالر هم ورکوي. ځکه قیصاري ادعاء لري چې د اشرف غني عسکرو یې کور ته پنځه میلیونه ډالر زیان اړولی دی.

د اشرف غني تر ټولو نازولی جنرال خوشال سادات چې د قیصاري پر کور د عملیاتو په وخت د داخله وزارت امنیتي معین و، د همدې معاملې له مخې له دندې منفک شوی دی. معلومه نه ده چې قیصاري به په اشرف غني د ننواتې او ناغې په نوم نور کوم شرایط منلي وي.

د اشرف غني دې تازه معاملې ته په پام سره نوموړي ته د قیصاري په کور عملیات خورا په درنه بیه تمام شوي دي. نوموړې چې فکر کاوه په دې عملیاتو به حماسه وپنځوي او د قلمي اجیرانو یې هم همدا ډنډوره غږوله، بالاخره موضوع په لویه رسوایي بدله شوه. خو د ارګ او اشرف غني مداحانو لا هم ځانونه داسې ناخبره اچولي لکه هیڅ چې نه وي پېښ شوي.

Related posts