فبروري 24, 2020

بې واکه تل بې برخې وي..!

بې واکه تل بې برخې وي..!

دورځي خبره:

د اشغال پر وړاندې د اسلامي امارت د مبارزې او مقاومت نژدې دوه لسيزې وروسته اشغالګر په دې باوري شوي دي چې افغان جګړه نشي ګټلی او افغانستان د دايمې پايګاه په توګه نشي استعمالولی.

همدا لامل دی چې مغرورې امریکا اوس امارت سره د مذاکرې لار غوره کړې او د افغانستان د برخليک ټاکونکي ځواک په حيث ورسره له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو په هکله خبرې کوي.

امريکا د خپل اشغال له لومړۍ ورځې افغانستان کې خپلو موخو ته د رسېدو او افغان اولس د غولولو په پار يو بې واکه او بې کفايته نظام رامنځ ته کړ چې د دې نظام پخواني مشر حامد کرزي دا خبره څو ځله له رسنیو سره په څرګندو ټکو شریکه کړې ده.

د دې دوو لسيزو په اوږدو کې د افغانستان اړوند هره وړه او لويه قضیه کې دغه تش په نامه نظام څنډې ته ساتل شوی او اشغالګرو د خپلو ګټو لپاره يوازې د يوې آلې په توګه کارولی دی.

همدا اوس د قطر په پلازمېنه دوحه کې له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهمه قضيه د طالب استازو او امریکايي لوري ترمنځ مذاکرات يو حساس پړاو ته رسیدلي او داسې هيلې شته چې له افعانستان څخه د ټولو امريکايي عسکرو د وتلو پر توافق منتج شي.

بيا هم له دې خبرو اجير نظام ليرې ساتل شوی او لږ تر لږه د امريکايي مرکچي پلاوي مشر زلمي خليلزاد هم وروستي جزئيات ورسره نه دي شریک کړي، د کابل رژیم د سرپرست اشرف غني وياند غلام صديق صديقي رسنیو سره په خبرو کې په ډاګه کړې چې د دې خبرو له جزئیاتو دوی ليرې ساتل شوي دي.

مشهور متل دی؛ چې “بې واکه تل بې برخې وي!” همدا متل پر کابل ميشتي رژيم ښه صادقیږي، دوی چې د اشغال په ټول ۲۰ کلن دوران کې يې تل د اشغالګرو ګټې پاللي او د هغوی د خولې کړې خبرې يې بدرګه کړې؛ نن ځکه په مهمو قضیو کې د یو بې ارزښته جهت په حيث ورته کتل کيږي.

Related posts