اپریل 04, 2020

د شهید ملا عبدالمنان آخند ژوند او کارنامو ته کتنه

د شهید ملا عبدالمنان آخند ژوند او کارنامو ته کتنه

لیکنه: قاري عبدالستار سعید

درنو لوستونکو!

د ۲۰۱۸ میلادي کال د ډسمبر په دوهمه شپه د هلمند ولایت جهادي مسؤل او د روان جهاد یو وتلی او منلی مشر ملا عبدالمنان آخند د شهادت لوړ مقام ته ورسید. دا دی د نوموړي شهید د لومړني تلین په مناسبت یې ژوندلیک درسره شریکوو.

ملا عبدالمنان آخند

د شهید ملا عبدالمنان آخند اصلي نوم( ملا عبدالرحیم) دی، د پلار نوم یې حاجي دین محمد په قوم اسحاقزی او په ۱۳۴۶ هجري شمسي کال کې د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په فرهاد کلي کې زیږیدلی دی.

ملا عبدالمنان لا ماشوم و چې کورنۍ یې له نوزاد څخه د هلمند د ناوې ولسوالۍ باغ رباط سیمې ته انتقال شوه. د ملا عبدالمنان آخند د ماشومتوب ډیر عمر په ناوه ولسوالۍ کې تېر شوی، په ۱۳۶۰ لمریزکال کې د دوی کورنۍ بیرته په نوزاد کې خپلې اصلي مېنې ته ستنه شوه. دغه وخت په افغانستان کې له شوروي یرغلګرو سره جهادي مقاومت په اوج کې و. د هلمند په شمالي ولسوالیو کې د جهاد تر ټولو وتلی مشر ملا محمد نسیم اخندزاده یادیده چې په جهاد فعالیتونو سربیره یې په مفتوحه سیمو کې مدرسې هم جوړې کړې وې. ملا عبدالمنان چې ابتدائي درسونه یې په خپل کور او مسجد کې لوستي وو د څوارلس کلنۍ په عمر یې د علم په طلب پسې سفر وکړ او د شهید نسیم اخندزاده په مدرسه کې یې دیني تعلم پیل کړ.

یو ذهین طالب چې د علم سفر یې نیمګړی شو

شهید ملا عبدالمنان آخند لکه څنګه چې په جهاد کې نوم ویوست، تر دې وړاندې په طالبۍ کې هم په یوه ذهین، خواریکښ او تکړه طالب العلم مشهور و. نوموړي د تعلمي دورې لومړني دوه کاله په هلمندکې د نسیم اخندازه صاحب  په مدرسه کې تېر کړل، بیا نوزاد ته راغی او د کاریز افغان په سیمه کې یې دمولوي غلام نبي صاحب په مدرسه کې درس شروع کړ. وروسته نوموړي د علم په لټه پاکستان ته سفر وکړ. هغه وخت چې په پاکستان کې میلیونونه افغان مهاجرین میشت و، دهجرت په کمپونو او ښارونو کې ګڼ شمیر افغاني مدارس هم فعال  شوي وو. ملا عبدالمنان آخند د بلوچستان ګردي ځنګل ته لاړ، هلته له څه وخت درس ویلو وروسته یې د پنجپای کمپ په مدرسه کې یو کال تېر کړ،وروسته د کويټې ښار ته لاړ هلته یې په اشرفیه مدرسه او څو نورو مدارسو کې اوږده موده سبقونه وویل. په ۱۳۶۹ لمریز کال کې نوموړی له خپلو نورو ملګرو سره د علم په سفر د خیبر پښتونخوا ایالت ته لاړ. په پیل کې یې د بنو په مرکز اسلامي مدرسه کې سبقونه وویل چې دغه وخت ورسره شهید ملا اختر محمد عثماني صاحب او صدر محمد ابراهیم صاحب هم ملګري وو. وروسته یې څه موده د بنو د سردې خېل په سیمه کې د مولوي قمر زمان صاحب په مدرسه کې درس ووایه او بیا یې په کوهاټ کې د مهاجرو د کمپ په یوه مدرسه کې درسونو ته دوام ورکړ.

ملا عبدالمنان آخند له دې وروسته په مردان، د پيښور په کچه ګړۍ او د جلوزو په کمپ کې درسونه وویل. یو کال یې په خوست کې د مولوي جلال الدین حقاني صاحب په مدرسه منبع العلوم کې هم درسونه ویلي. د نوموړي د مدرسې ملګری مولوي محمد انور صاحب وایي چې هغه وخت په خوست کې د ستر جامع مسجد د جوړولو کار جاري وو. ملا عبدالمنان آخند به نیمه ورځ په همدې مسجد کې مزدوري کوله، تر څو د خپل علمي سفر خرڅه پیدا کړه او پاته نیمه ورځ به یې درس وایه. نوموړی همتي انسان و چې د طالبۍ په وخت یې هم خپله نفقه په خپل لاس ګټله. نوموړی وایي چې ملا عبدالمنان آخند د طالبۍ په وخت له تکړه او نامتو طالبانو ګڼل کیده چې خپل ملګرو ته به یې د کتاب تکرار کاوه، هغه د خپل وخت په تکړه استادانو سبقونه وویل خو دا چې د طالبانو اسلامي تحریک پیل شو، نو د احادیثو وړه او لویه دوره یې ترسره نکړای شوې. د ملا عبد المنان آخند د استادانو له جملې، مولوي ګلزار جان صاحب، مولوي سید قریش بابا، قاضي محمد امین صاحب، مولوي اختر جان صاحب، مولوي نور محمد ثاقب صاحب، شیخ مولوي شهاب الدین دلاورصاحب، شهید شیخ نصیب خان صاحب او شیخ سمیع الله راشد صاحب د یادولو وړ دي چې دا هغه وخت د خیبر پښتونخوا په سطحه د فنونو تر ټولو وتلي مدرسین وو.

په ۱۳۷۳ لمریز کال کې ملا عبدالمنان آخند د پیښور په جلوزو کمپ کې له مرحوم سید قریش بابا او مولوي شهاب الدین دلاور صاحب سره د تکمیل درجه ویله او کتابونه یې خلاصېدو ته نږدی شوي وو چې په کندهار کې د طالبانو اسلامي تحریک پيل شو. دغه وخت ورسره شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور، ملا عبدالسلام محبور او ګڼ نور طالبان هم ملګري وو، چې خپل درسونه یې په نیمایي کې پريښودل، کندهار ته راغلل او له اسلامي تحریک سره یوځای شول.

جهادي ژوند

ملا عبدالمنان آخند هغه وخت لا  د شوروي یرغلګرو خلاف په جهادي عملیاتو کې شرکت کاوه چې په موسی کلا او نوزاد کې یې ابتدائي درسونه ویل. کله یې چې په بلوچستان کې درسونه ویل نو په رخصتیو کې به کندهار ته د جهاد لپاره تلو. هغه وخت کمونست جنرال جبار قهرمان د کندهار په میوند کې لوی مرکز درلود، د کندهار ــ  هلمند د لارې مسؤلیت یې په غاړه و او په ریګ کې یې پوستې غځولې وې چې مجاهدینو به ورباندې عملیات کول، ملاعبدالمنان آخند هغه وخت د ملا محمد هاشم تر مشرۍ لاندې په همدې سیمه کې جهاد کاوه.

ملا عبدالمنان آخند د طالبانو له اسلامي تحریک سره هغه وخت ملګری شو، چې بولدک نیول شوی و، نوموړي په کندهار د عملیاتو په وخت د تور کوتل به جګړه کې برخوال و، وروسته یې د کندهار د  باغ پل په جګړه کې د د راکټ لانچر د ډیر ویشتلو له امله د یوه غوږ پرده وشلېده چې ټول عمر په همدې غوږ کوڼ و. نوموړی د کندهار له نیولو وروسته د روزګان ولایت په تصفیه کې برخوال و چې له نورو طالبانو سره د دهراود له لارې د هلمند تر کجکي پورې تللی و. وروسته د هغه ستر کاروان برخوال و چې له غزني وروسته یې پکتیکا، پکتیا او خوست ولایات تر تصرف لاندې راوستل. په لویدیځ محاذ کې نوموړی ډیر وخت د دلارام په کمربند کې و، کله چې د هلمند ځینو ټوپکیانو جنوب اړخ ته د چوټو په غرونو کې بغاوت وکړ او پر خلاف یې د شهیدملا عبدالسلام مجروح تر مشرۍ لاندې طالبانو عملیات وکړل، ملا عبدالمنان آخند هم په کې برخه درلوده.

د هرات او کابل له فتوحاتو وروسته نوموړي د هوانورۍ د وزیر ملا اختر محمد منصور صاحب تر مشرۍ لاندې بیلابیل مسؤلیتونه ترسره کړل. هغه وخت د ملکي هوایي چلند په څېر د هیواد هوایي ځواک هم د هوانوردۍ وزارت مربوط و، چې د هوایي چلند مسؤلینو د پوځي عملیاتو په مهال له هوایي بریدونو نه علاوه، د اکمالاتو، ټپيانو د انتقال او نور ګڼ مسؤلیتونه هم درلودل. ملا عبدالمنان آخند داسلامي امارت د واکمنۍ په مهال دوه نیم کاله د کابل د خواجه رواش د هوایي ډګر مرستیال، یو نیم کال د هرات د هوایي ډګر مسؤل او بیا تر پایه د شینډنډ د هوایي ډګر دمسؤل په حیث دنده اجراء کړه.

د هوایي ډګر له مسؤلیت نه علاوه نوموړي د کابل په شمال او هرات ته څیرمه د غور ولایت په نظامي عملیاتو کې هم همیشه برخه اخیسته. دکابل د شمال په جګړو کې یې لاس او ژامه ټپي شول او په هرات کې یې د موټر د ټکر کیدو له امله پښه ماته شوه. نوموړي د نظامي او ملکي هوایي چلند په برخه کې خپله سخته او ستومانه وظیفه په پوره متانت ترسره کړه. په افغانستان د امریکا له یرغل څو اونۍ وروسته چې مجاهدین له لویو ښارونو شاته شول. ملا عبدالمنان آخند هم کندهار ته راغی. د کندهار هوایي ډګر ته نږدې په دفاعي خط کې د امیر المؤمنین اختر محمد منصور صاحب په قومنده تر وروستۍ ورځې وجنګېد او کله چې طالبان له کندهار ښاره ووتل نوموړی د هلمند په نوزاد کې خپلې سیمې ته لاړ .

د امریکا پر خلاف د جهاد پیل

ملا عبدالمنان آخند له امریکایي یرغل وروسته څه موده په خپله سیمه نوزاد کې و اوسید اووروسته د دښمن له نظره د ځان غیب کولو په خاطر د کندهار بولدک ولسوالۍ ته لاړ. د یرغلګرو په وړاندې د جهاد لومړني کلونه د نورو سیمو په څیر په هلمند کې هم له سختیو او ازمیښت سره مله وو. مجاهدینو په ډیر خفیه شکل فعالیت کاوه. د هلمند ولایت لومړنی جهادي مسؤل شهید ملا داد الله آخند وټاکل شو. نوموړی د ۲۰۰۳ م کال تراواخرو پورې دهلمند ولایت جهادي مسؤل وو ، له ده وروسته شهید ملااختر محمد عثماني دهلمند ولایت جهادي مسؤل شو چې د ۲۰۰۴ میلادي کال تر پایه یې خپله وظیفه سرته ورسوله، تر دې وخته ملا عبدالمنان آخند د نوزاد ولسوالۍ د جهادي مسؤل په حیث دنده اجراء کوله.د ۲۰۰۵ کال له پيل سره ملا عبدالمنان آخند دهلمند ولایت عمومي جهادي مسؤل وټاکل شو چې په ۲۰۰۸/۸/۱۷  م نیټه په پاکستان کې د نیول کیدو تر وخته پورې ددې ولایت عمومي جهادي مسؤل و.

د هلمند ولایت د جهادي مسؤل په حیث د ملا عبدالمنان آخند د مسؤلیت اولنی دور د سختو آزمونونو، چیلنجونو او حماسو څخه ډک دور و.  هلمند ولایت د برتانوي اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو تر تصرف لاندې راغلی و. مجاهدینو په تش لاس د ځواکمن دښمن په وړاندې جهاد پيل کړ. په پيل کې جهادي فعالیت په ډير مخفي او چریکي ډول پیل شو. په شمالي هلمند کې له باغران او په جنوب کې له دیشو او هزار جفت څخه جهادي بریدونه آغاز شول. دهلمند په شمالي ولسوالیو لکه نوزاد ، موسی کلا ، کجکي ، سنګین ، واشیر ، باغران  او ګرشک کې جهادي عملیات په ځنځیري شکل پیل او علني شول ، مجاهدینو لومړی  دبغران او نوزاد په غرنیو سیمو لکه  هزارخاک ، سرپله ، ګورځ ، تیزني دغه راز د بغني ولسوالۍ په خنجک مزار ، کلاته ، ګزکه او نورو لرې پرته غرنیو سیمو کې مراکز جوړ کړل ، او له همدې مراکزو یې د شمالي هلمند په ټولو ولسوالیو کې عملیات رهبري کول، دګرشک ، باباجي ، لشګر ګاه ، نادعلي ، مارجې ، ګرمسیر او نورو جنوبي سیمو مجاهدینو په خپلو سیمو کې  مخفي عملیات کول ، په دوهم او دریم کال دمجاهدینو حملو وده وکړه او نسبتا په سترو اهدافو باندې بریدونه پیل شول .

د ۲۰۰۵ م او ۲۰۰۶ میلادي کلونو په ترڅ کې دهلمند په ټولو ولسوالیو کې جهاد علني او د شمالي او جنوبي هلمند اکثره  سیمې د مجاهدینو تر کنترول لاندې راغلې. د۲۰۰۶ م  کال په جولای کې کې مجاهدینو د اطرافي سیموپه تصفیه  سربیره  په دوو ناڅاپي عملیاتو کې  د ګرمسیر او ناوې ولسوالۍ هم یوځل فتحه کړې خو بیرته یې ورنه شاتګ وکړ. د ۲۰۰۶ م کال یوه مهمه بریا چې په رسنیو کې یې پراخ انعکاس وموند له موسی کلا څخه د انګریزي عسکرو تیښته وه. په موسی کلا کې انګریزان ډير بد محاصره شوي وو چې شپه ورځ پرې مجاهدینو د هاوان بریدونه کول. تر دې چې د همدې کال په جولای کې مجبور شول تر څو  د قومي سپین ږیرو په منځګړتوب له مجاهدینو د تیښتې لار وغواړي.

 په همدې کال د مارجې ولسوالي مجاهدینو له  پرلپسې بریدونو وروسته په بشپړ ډول له دښمن څخه تصفیه کړه او بیا ترهغه مهاله دمجاهدینو په ولکه کې وه ترڅو د ۲۰۱۰ م کال په فبرورۍ کې امریکایانو په مارجه باندې د (مشترک) په نامه ستر عملیات وکړل. له باغران، بغني، دیشو، واشیر او نورو مفتوحه سیمو نه علاوه په ۲۰۰۶ م کال کې د ګرمسیر، نادعلي، مارجې، ګرشک، سنګین، موسی کلا، نوزاد، کجکي او د هلمند په نورو ډیرو سیمو مجاهدینو خپله ولکه بشپړه کړه، له اکثرو سیمو دښمن په یومخیز ډول ووت او په ځینو کې یې دواک ساحه یوازې د ولسواليو تر ودانیو محدوده شوه ، مجاهدینو د دښمن په مراکزو  محاصرې او کمربندونه راوګرځول  او دشمن یې د هوا  له لارې اکمال ته اړ کړ.

خارجي اشغالګرو چې په ۲۰۰۶م کال کې یې په هلمند کې درانه ګوزارونه لیدلي او پراخې سیمې بایللې وې، په ۲۰۰۷ م کال یې پراخ پوځي عملیات پيل کړل. په دې کال په هلمند کې د (Achilles  )  (Silver )  Pickaxe –handle  (دکولنګ لاستی) د موسی کلا جنګ، څټک عملیات او په نورو نومونو د برتانویانو، امریکایانو او داخلي ګوډاګیان پراخ پوځي عملیات ترسره شول چې مجاهدینو یې په میړانه مقابله کوله. د دې کال په سختو جګړو کې د هلمند څو تنه مخکښ جهادي مشران لکه شهید ملادادالله اخند، ملاعبدالله اجمل، د موسی کلا مشهور جهادي مشران لکه  ملا تورجان، ملا عبدالمنان، ملا عبدالغفور او ملاعبدالباري ( ککواغا) د نادعلي ملاجمال الدین دکجکي ملامعروف آخند، حافظ علي محمد احمدي او ملاسلطان عزیز د ګرشک مولوي فتح محمد د سنګین ملا بهاء الدین  د خانشین ملا  لعل جان ، د ګرمسیر ملا امین الله ذکي او ملانظر جان ماهر  او څو تنه نور ډلګۍ مشران په شهادت ورسیدل. په همدې کلونو کې د هلمند جهادي مسؤل ملا عبدالمنان آخند هم څو ځله د دښمن له وژونکو بریدونو روغ ووت. یو ځل نوموړی په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د نوزاد په سره کلا کې د خپل ورور کور ته ورغلی و تر څو له څلورو کلونو وروسته د خپل پلار ملاقات وکړي. خو دښمن په همدې کور چاپه ووهله، پلار یې شهید، ورور یې ونیول شو خو ملا عبدالمنان آخند ته الله تعالی نجات ورکړ. په ۲۰۰۷ میلادي کال کې یوه ورځ چې ملا عبدالمنان آخند او ملګرو یې د ګرشک په ده ادم خان کې له دښمن سره جنګ کړی و، وروسته یې په دوو موټرو کې ځان د شورکي سیمې ته رسولی او هلته په یوه مامته (باغچه) کې په چوتره باندې ناست و چې ناڅاپه امریکایي الوتکو ورباندې بمبار وکړ. بم دومره دروند و چې له لګیدو وروسته یې موټر او انسانان په هوا کړل او ځمکې اوبه وکړې. په بمبار کې د نوموړي پنځه تنه ملګري شهیدان او د ده په شمول درې نور د خاورو له منځه ژوندي را وایستل شول، په دې بمبار کې د نوموړي د اوږې هډوکی مات شوی و او تر ډیره یې ساه بنده بنده کیده. له دې پیښې څخه موده وروسته یوه ورځ چې د ګرشک په میرمنداو کې یې جنګ کړی و د غرمې تیرولو لپاره یې ځان د حیدراباد سیمې ته رسولی و خو دښمن یې لکه چې ټیلفون کشف کړی و. ماسپښین مهال چې نوموړی اوداسه ته وتلی و او ټیلفون یې په اطاق کې پاته و همدغه اطاق د دښمن لخوا بمبار او په بشپړ ډول تخریب شو، خو ملا عبدالمنان آخند ته الله تعالی نجات ورکړ.له همدې ټولو خطراتو او د دښمن د پراخو عملیاتو سره سره نوموړی همیشه د جګړې په ډګر کې اوسیده او د مجاهدینو رهبري یې کوله.

د پاکستاني حکومت لخوا نیول کیدل

۲۰۰۸ م کال هم د تیرو کلونو په څیر د درست افغانستان په شان په هلمند کې هم له تودو معرکو سره مل و. د همدې کال په اګست میاشت کې د ملا عبدالمنان آخند ورور په شهادت ورسید. ملا عبدالمنان آخند د بلوچستان په مرکز کې د مهاجرو افغانانو په مېنه کې د خپل شهید ورور په تعزیه او فاتحه اخیستلو مصروف و چې د اګست په ۱۷ مه نیټه د پاکستان د استخباراتو له خوا ونیول شو. د نوموړي د نیول کیدو دلیل معلوم نه و، خو په همدې کلونو کې چې د امریکا پر خلاف جهادي بریدونه اوج ته رسیدلي وو په پاکستان کې د اسلامي امارت لسګونه د سر مشران ونیول شول چې هر یوه څو څو کاله زندانونه تیر کړل. یو تحلیل دا دی چې امریکایانو غوښتل د جهادي مسؤلینو په نیولو سره په افغانستان کې جهادي عملیات له خنډ سره مخامخ کړي.

ملا عبدالمنان آخند پنځه کاله او دوه میاشتې د  پاکستان په حبس کې تیر کړل، نوموړی ډیره موده په کراچي کې بندي و او یو نیم کال یې د اسلام اباد په محبس کې تېر کړل تر څو د ۲۰۱۳ م کال د اکتوبر په ۱۵ مه نیټه د پاکستان له زندان څخه آزاد شو.

د هلمند د جهادي مسؤلیت دوهمه مرحله

هغه وخت چې ملا عبدالمنان آخند به زندان کې و، په هلمند خورا سخت حالات تېر شول. په ۲۰۰۹م کال کې برتانویانو په سنګین کې پراخ عملیات ترسره کړل، ورپسې په نادعلي کې د پړانګ پنجه عملیات، په ناوه، ګرمسیر او خانشین کې د خنجر عملیات او په نوزاد کې د کوبرا قهر عملیات د اشغالګرو خورا  درانه بریدونه و چې زرګونه بهرنیو پوځيانو په کې برخه درلوده. د ۲۰۱۰ م کال له پیل سره په مارجه د مشترک عملیاتو تر نوم لاندې خورا ستر برید ترسره شوه چې تر ۱۵ زره زیاتو بهرنیو پوځیانو او ګڼو داخلي ګوډاګیانو به کې شمولیت درلود. له همدې وخته د بارک اوباما له ستراتيژۍ سره سم لسګونه زره بهرني پوځیان د هلمند شنو ناوو او ګڼو کلیو ته ورکوز شول، کلي په کلي یې پخې قرارګاوې او پوستې جوړې کړې، سخت وحشتونه، بمبارونه او قتل عامونه یې وکړل او مجاهدین یې اړ کړل چې د جبهه یي او علني مقاومت پر ځای بیرته چریکي بریدونو ته وګرځي. دغه وخت د امریکایي جنرال ډیویډ پیټرییس له طرحې سره سم په ټولو سیمو کې د اربکي سازۍ پروژه هم پيل شوه.

د ملا عبدالمنان آخند له نیول کیدو وروسته حاجي ګل محمد دهلمند نظامي مسؤل وټاکل شو چې د ۲۰۱۲م کال تر پایه یې دغه مسؤلیت تر سره کړ، د ۲۰۱۳ م کال په راتګ سره ملا محمد داود مزمل د هلمند جهادي مسؤل تعین شو چې شاوخوا یو نیم کال یې دغه مسؤلیت ترسره کړ. په دې مرحله کې که څه هم په هلمند د دښمن لخوا پوځي فشار فوق العاده زیات و، لسګونه زره خارجي پوځیان په دې ولایت کې میشت ول، خو بیا هم مجاهدینو په میړانه مقاومت ورسره کاوه، تر دې چې همدا کلونه د اشغال په ټوله موده کې اشغالګرو ته د درنو تلفاتو نه ډک کلونه و چې زیاتره زیانونه ورته په هلمند ولایت کې واوښتل.

د ۲۰۱۳ م کال په جریان کې مجاهدین یو ځل بیا له ځواکمن موقف سره د هلمند په جهادي ډګرونو راښکاره شول او په دښمن یې پراخ تعرضونه پيل کړل. په دې ډول په هلمند کې د جګړې معادله یو ځل بیا معکوسه شوه، یرغلګر دښمن او ګوډاګیان په تیښته او مجاهدینو ورپسې تصفیوي عملیات پیل کړل. د همدې کال د اکتوبر د میاشتې په ۱۵ مه نیټه ملا عبدالمنان آخند د پاکستان له زندان څخه آزاد او د ۲۰۱۴ م کال د اپریل په میاشت کې یو ځل بیا دهلمند د جهادي مسؤل په حیث وټاکل شو.

د جهادي مسؤل یا والي ملا عبدالمنان آخند او مرستیال یې ملا محمد داود مزمل د مسؤلیت دوهم پړاو هم خورا بریالي و چې د الله تعالی په نصرت او د مجاهدینو د قربانیو په برکت یې د هلمند ټول جنګي حالت تغیر کړ. په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د خیبر عملیاتو په لړ کې چې مجاهدینو په ګرشک،سنګین، موسی کلا ، نوزاد، مارجه او کجکي ولسوالیو کې کوم اهداف ټاکلي وو د الله تعالی په نصرت ټول ترلاسه شول. په سنګین کې د څاروان کلا پراخه سیمه په مکمل ډول فتحه شوه. په موسی کلا کې د شیخ علي، ده غوچک او اسمانیانو پراخې علاقې د مجاهدینو لاس ته ورغلې او دښمن د ولسوالۍ په مرکز کې محصور شو. په نوزاد کې دباغو سیمه چې دنوزاد تر ټولو مهمه نقطه ده فتحه شوه،په دې سیمه کې ددښمن ۹ غټې پوستې او قرارګاوې له منځه یووړل شوې. د ګرشک په نهرسراج کې ۱۵ ، په حیدراباد کې ۱۳ او په ده ادم خان کې ۱۰ پوستې مجاهدینو فتحه کړې، په مارجه کې تریخ ناور، سیستانی او ځیني نورې سیمې چې امریکایانو دمارجې دلویو عملیاتو په لړ کې اشغال کړې وې بیرته مجاهدینو ونیولې،په خانشین،کجکي او نورو ولسوالیو کې په دښمن درانه بریدونه ترسره شول. په همدې کال د اکتوبر دمیاشتې په ۲۶ مه  د هلمند په شوراب پوځي اډه کې برتانویانو خپل بیرغ رسما راکوز کړ او په دې ډول یې شکست ومانه، برتانویان هغه خلک و چې له امریکایي یرغل وروسته د هلمند ولایت مسؤلیت ورسپارل شوی و.

په ۲۰۱۵ م کال کې د ملا عبدالمنان آخند تر مشرۍ لاندې مجاهدینو د هلمند د نوزاد، خانشین او موسی کلا ولسوالیو مراکز دغه راز د موسی کلا په حدودو کې د باغران ولسوالۍ بدیل مرکز په بشپړ ډول فتحه او دغه ولسوالۍ یې کاملا له دښمنه تصفیه کړې. د هلمند د مرکز مربوط د باباجي سیمې ته مجاهدین ننوتل او حکومتي اربکیان یي ترې وشړل، د ګرشک په لویه ولسوالي کی  شورکی،قلعه ګز او حیدراباد  سیمې مکملې د مجاهدینو په واک کي راغلي، دغه راز په سنګین کې هم مجاهدینو ډیرې سیمې له دښمن څخه تصفیه کړې.

۲۰۱۶م کال داسې مهال پیل شو چې دښمن د هلمند په شمال اوجنوب کې کلک ځپل شوی او تقریبا ټولې سیمې ترې تصفیه شوې وې. د دښمن قوت یوازې په ګرشک، لښکرګاه، نادعلي، ناوه او ګرمسیر کې پاته و، دغه راز یې د خانشین ولسوالۍ په یوه برخه کې هم شتون درلود. د همدې کال د جولای میاشتې په ۳۰ مه د عمري عملیاتو په لړ کې مجاهدینو له خانشین څخه برید پیل کړ چې د الله تعالی په نصرت یې دښمن مات او سیمه یې ترې تصفیه کړه، بل اړخ ته مجاهدینو په نادعلي ولسوالۍ ناڅاپي برید وکړ او ددې ولسوالۍ له مرکز پرته ټولې اطرافي سیمې یې ونیولې، لسګونه حکومتي سرتیري تسلیم شول او نور یي د ولسوالۍ په مرکز کې کلابند شول، د اګست په دریمه د لښکرګاه سره نږدې د چاه انجیر مهمه سیمه فتحه شوه،ورپسې د اګست په لسمه د ناوې ولسوالۍ د مجاهدینو لخوا فتحه  او دوه ورځې بعد د ګرمسیر ولسوالۍ له مرکز پرته ټولې سیمې ددښمن له شتون څخه تصفیه شوې، په همدې مرحله کې مجاهدین د بشران په ساحه کې د لښکرګاه له دفاعي کمربند سره شاته تاو شول او تر بولان پورې یې پرمختګ کړ، په دې عملیاتو کې د دښمن ۹۷ تنه عسکر ژوندي ونیول شول او د هلمند په زړه کې پراخې سیمې د مجاهدینو لاس ته ورغلې. دا هغه سیمې وې چې اشغالګرو په کې اته کاله خواري کړې وه، خپل اربکیان یې په کې ځای پرځای کړي ول او پخې قرارګاوې یې په کې جوړې وې الله تعالی ددوو اونیو په ترڅ کې دمغروردښمن دغه ټولې خوارۍ په اوبو لاهو او یادې سیمې د مجاهدینو تر واک لاندې راغلې.

د هلمند د دې فتوحاتو اصلي علت د الله تعالی نصرت و خو د ظاهري عللو له جملې یې یو لامل د ملا عبدالمنان آخند مسؤلانه او مخلصانه مشري وه، چې په اکثره جګړو کې به خپله په مقدم صف کې ولاړ و. نوموړي د هلمند د بیلابیلو ولسوالیو مجاهدین په متحد صف کې بسیج کړل. تهاجمي قطعات یې رامنځته کړل او د قطعاتو او سرایاوو رهبرۍ ته ورزیده او جرأتمند مشران تعین کړل. مخامخ رهبري، د مجاهدینو پر وخت اکمال او له هر وړ حالاتو سره عیاریدونکي تاکتیکونه د نوموړې د قومندې مهم خاصیتونه و چې له دښمن څخه یې لار ورکوله او تیښتې ته یې  مجبوراوه. په مقابل اړخ کې د دښمن یوه وتلي قومندان جنرال عبدالجبار قهرمان یو وخت اعتراف وکړ چې په هلمند کې امریکایانو او ګوډاګیانو دومره ځواک او پوځي امکانات را غونډ کړي چې د یوه هیواد لپاره کفایت کوي. خو د دښمن دغه ټول پوځي ترتیبات د حق د لښکر په وړاندې د شګو بند ثابت شول او یو په بل پسې محو شول.

له بیلابیلو فتنو سره مقابله

د ملا عبدالمنان آخند د مسؤلیت په دوهمه مرحله کې که له یوې خوا نوموړی د بهرنيو اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو په ځپلو بوخت و، بل اړخ ته په هلمند کې ځینو نورو فتنو هم سر راپورته کړ. د داعش له پیدا کیدو سره د هلمند په شمالي سیمو کې ځینو خلکو د داعش په پلوی د بغاوت بیرغ پورته کړ. دغه راز مزدور رژیم د منان نیازي او بهرنیو استخباراتو سره په ګډه دسیسه د سنګوړیانو په نوم د نوي ځواک د جوړولو پروژه تر کار لاندې ونیوله. خو شهید ملا عبدالمنان آخند د دې نویو او نابلده فتنو په وړاندې په لوړ عزم او متانت ودرېد. له روزمره جهادي عملیاتو سره په څنګ کې د دې نویو فتنو خطر ته هم متوجه و، تر دې چې بالاخره یې د الله تعالی په نصرت ورباندې بری وموند او د دښمن پلانونه یې شنډ کړل.

دښمن چې کله له نظامي دسیسو مایوسه شو نو یې استخباراتي او تبلیغاتي توطیې  پيل کړې، د ملا عبدالمنان آخند خلاف یې په رسنیو کې تبلیغات او وروسته یې د جعلي پیغامونو او لیکونو د خپرولو سلسله شروع کړه تر څو ملا عبدالمنان آخند د اسلامي امارت له رهبرۍ سره په تقابل کې وښيي. اما ملا عبدالمنان آخند هر ځل په خپلو مرکو سره د دښمن تبلیغات رد کړل.

د پرلپسې بریاوو او پرمختګونو په نتیجه کې د هلمند ټولې شمالي او جنوبي سیمې له دښمن څخه تصفیه شوې وې او حتی د هلمند د مرکز لښکرګاه د سقوط اوازه ګرځیده. په همدې حال کې بهرني اشغالګر په شوراب، ډوېر او لښکرګاه کې د خپلو وروستیو مراکزو په سقوط وډار شول نو ځکه یې د مجاهدینو د مخنیوي په هدف درانه هوایي او ځمکني عملیات پیل کړل. په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې د هلمند ناوه، د لښکرګاه مربوطات او د ګرشک اړوند سیمې د سختو جګړو او بمبارونو شاهدې وې. د ۲۰۱۷ م کال په مارچ کې د هلمند د سنګین مرکز په بشپړ ډول فتحه او دښمن ترې وتښتید.  د دې کال په جګړو کې د ناوې ولسوالي بیا بیا لاس په لاس شوه او په جولای میاشت کې مجاهدینو په ګرشک کې د دښمن  په مراکزو درانه بریدونه ترسره کړل. په همدې او ورپسې کلونو کې چې دښمن په هلمند کې مسلسل هوایي او ځمکني قوت استعمال کړ، کوم څرګند پرمختګ یې ونکړ او یوازې یې لښکرګاه او ګرشک له سقوطه وژغورل.

شهادت

ملا عبدالمنان آخند د جهادی مسؤلیت په دوهمه مرحله کې هم بیا بیا د دښمن له بریدونو او قاتلانه هڅو ژوندی ووت. تر دې چې بالاخره هغه ورځ را ورسیده چې دغه د عزم او متانت غر د اجل په غشي ولګېد.

د نوموړي ملګري ملا مدثر آخند راته وویل چې ملا عبدالمنان آخند د هلمند د جهادي مسؤلیت په وخت کې همیشه د تحرک په حال کې و، د دې پراخ ولایت بیلابیلو سیمو ته یې ځان رساوه او د مجاهدینو ستونزې یې حل کولې. تر دې چې کله به یې په یوه ورځ کې څلور یا پنځه ولسوالۍ هم را غوښتې وې.

د نوموړي د ملګرو په استناد شهید ملا عبدالمنان آخند د خپل ژوندی وروستی شپه په سنګین ولسوالۍ کې تېره کړې وه. سهار د ۲۰۱۸ میلادي کال د ډسمبر په لومړۍ نیټه) د هلمند یوې بلې ولسوالۍ نوزاد ته تللی و، چې د جهادي چارو اړوند یې له مسؤلینو سره ملاقات درلود. له هغه ځایه یې غرمه د موسی کلا ولسوالۍ ته راوړې وه. هلته یې د هلمند ولایت له اداري مسؤل مولوي محمد قاسم سره لیدلي او اړوند کارونه یې خلاص کړې و. له غرمې وروسته په داسې حال کې چې د جهادي کارونو په لړ کې د سنګین ولسوالۍ ته د تګ اراده یې درلوده، یوازې وچه ډوډۍ یې تر خوله کړه او بیا د سنګین ولسوالۍ پر خوا لاړ، د سنګین د شرافت بازار ته نږدې یې له جهادي مسؤلینو سره ولیدل دمازدیګر لمونځ یې  په جماعت اداء کړ، له هغه وروسته یې وویل: د جامو مې وخت وتلی دی، بیا یې پاک غسل وکړ، پاکې جامې یې واغوستې، سپین پاج یې وتاړه او له ملګرو رخصت شو. د ماښام لمونځ یې د نوزاد رود په سیمه کې په جماعت اداء کړ،  اراده یې وه چې شپه نوزاد ولسوالۍ ته ورسوي. له لمانځه وروسته کله چې روان شو، ماښام لس باندې شپږ بجې وې چې په موټر یې د دښمن بې پيلوټه طیارې ټک وکړ او دغه د خدای د لارې خوځند، فعال او مخلص لاروی یې په شهادت ورساوه. انا لله و انا الیه راجعون

درنو لوستونکو! په لوړو کرښو کې تاسو د هلمند د اتل شهید ملا عبدالمنان آخند لنډ سوانح ولیدل. دا چې د هغه شخصیت کومې ځانګړتیاوې درلودې، له اولس او  مجاهدینو سره یې وضع څنګه وه، اسلامي امارت ته څومره متعهد و او شخصي تقوی یې څنګه و دا او ډیرې نورې خبرې به دنوموړي په تفصیلي سوانحو کې وګورئ.

Related posts