فبروري 22, 2020

کولالمپورکانفرانس ،هیلې او اندېښنې اسلامي نړۍ متحده که تقسیم شوه؟

کولالمپورکانفرانس ،هیلې او اندېښنې اسلامي نړۍ متحده که تقسیم شوه؟

حسن مومند:

څو ورځې دمخه دمالیزیا په پلازمېنې کولالمپور کې داسلامي هېوادونو تر سره شوي کانفرانس ددې ترڅنګ چې  لویدیځ اوپه ځانګړي ډول امریکاته داندېښنې وړ و ترڅنګ یې سعودي عربستان او ځیني نورعرب هېوادونه هم اندېښمن کړیدي ځکه چې د ډېرو په ګومان دې کانفرانس داسلامي کانفرانس حیثیت ترپوښتنې لاندې راوست .

پدې کانفرانس کې دترکې ولمشر طیب اردګان ، دایران ولسمشر حسن روحاني ،دقطر اميرشیخ تمیم بن احمد آل ثاني او د۱۸ نورو اسلامي هېوادونو نمایندګانو  او داسلامي نړۍ ۴۵۰ پوهانو، شنونکو اومذهبي مشرانوګډون وکړ .

دې کانفرانس کې هغو هېوادونو ګډون وکړ چې ځانونه دازادې خارجه پالیسۍ غوښتونکي بولي او دامریکا دظلم پر وړاندې منظم جدوجهد غواړي.

 که وکتل شي په کانفرانس کې داسلامي نړۍ د۵۷ هېوادونو له جملې نه ایله کابو دریمې برخې ګډون کړی و خو په رسنیو کې یواځې اندونیزیا ، سعودي عربستان ، دعربو متحده ایالاتو ، مصر ،افغانستان اوپاکستان په نه ګډون تبصرې رامخې ته شوې .

رویټرز خبري اژانس د سعودي عربستان ځینو مسئولینو ته دا خبره منسوبه کړی چې پدې کانفرانس کې سعودي عربستان ته دګډون بلنه ورکړل شوی وه خو ریاض پدې شرط دګډون امادګي ښودلی وه چې دا غونډه داسلامي کانفرانس ترمشرۍ لاندې ترسره شي ؛ دریاض ددې شرط په ردولو سره سعودي عربستان پدې کانفرانس کې د نه ګډون پرېکړه وکړه .

دنه ګډون دپرېکړې ترڅنګ سعودي عربستان دیاد دکانفرانس په اړه دخپلو اندېښنو اظهار هم کړی او په اسلامي نړۍ کې یې ددې فکر دخپرولو هڅې کړي چې ګینې ددې کانفرانس له لارې داسلامي نړۍ دویشلو هڅې روانې دي .

خود کانفرانفرانس دختمېدو پرمهال دکوربه هېواد مشر مهاتير محمد دافکر رد کړ او ویې ویل چې دې کانفرانس کې دګډون لپاره ایران اوسعودي عربستان دواړو ته بلنه ورکړل شوی وه ؛ دا کانفرانس دکوم بل کانفرانس یا تنتظیم مقابل یابدیل ندی ؛ دایواځې داسلامي نړۍ دهېوادونو تر منځ دخپلمنځي تړاو او مرستې یوه نوې هڅه ده .

مهاتیر محمد دا وېره هم ښکاره کړه چې چې ۲۰۱۷م جون میاشت راهیسې چې قطر دکومو بندیزونو سره مخامخ دی او ورسره دیپلوماتیکې اړیکې پرې دي  شاید په کانفرانس کې ګډون کونکو  یوشمېر هېوادونو باندې هم همداسې  بندیزونه ولګول شي او ورسره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړای شي.

مالیزیا دا خبره په ډېر تاکید سره کړی چې دا کانفرانس دکوم بل کانفرانفس په مقابل کې ندی جوړشوی .

شنونکي وایې چې دخطر ځای مالیزیا نده مالیزیا خو دعربو اوخصوصا دسعودیانودوهم کورګڼل کې؛اوس هم ۳۰زره سعودي ځوانان دمالیزیا په پوهنتونونو کې په زدکړو بوخت دي ؛اصل خبره په ترکې کې ده ؛سعودي عربستان اونورعرب هېوادونه دځان لپاره ترکیه دخطرځای ګڼي ؛غرب عربان وېروي چې ګینې ترکې له ۳ طرفونو نه عربي نړۍ ترخپلې محاصرې لاندې راوستې ده ؛ د افریقا الجزایر ؛ منځنۍ جمهوري افریقا ، چاډ، نایجیریا اوسوډان سره د ترکې دیپلوماتیک روابط ډېر ښه دي او داهېوادونه یې ځان ته ډېر رانېږدې کړیدی .

سوریې اوعراق باندې مشتمله دمنځني ختیځ په الهلال الخصیب نومي تړانګې کې دترکې دفوځونو شتون او پکې یوشمېر فوځي عملیات دلته دترکې دنفوذ نښه ګڼل کېږي.

اوپدې وروستیو کې چې ترکې دلیبیا سره دتړون له مخې دې هېوادته دفوځونو دلېږلو پرېکړه وکړه نو دې کار عربان لاپسې ورخطاکړل اوځانونه یې رښتیا دترکې په محاصره کې وګڼل .

 عربان فکر کوي چې ترکیه دعثماني خلافت بیا ژوندي کول غواړي چې دا کاردوئ دعربودنیشنلستۍ دنابودولو په معنی تعبیروي .

بل لورته اسلام دښمن لویدیځ هېوادونه هم دخپلو رسنیو له لارې داسې تبلیغات کوي چې ترکیه دعثماني خلافت دبیا احیا لپاره ګامونه پورته کوي او له دې لارې ترکیه بیا دعربانوسیمې ترخپلې قبضې لاندې راوستل غواړي .

همداسې خبرو داسلامي نړۍ دمهمو هېوادونو ترمنځ اختلافات زیات کړیدي اوهمدې خبرې دکولالمپور داکانفرانس هم متنازع وګرځولو.

شنونکي پدې اند دي چې دکولالمپور پدې کانفرانس کې د۲۰ اسلامي هېوادونو مشرانو یا استازو ګډون نړۍ ته له ځان سره داپېغام لاره چې داسلامي کانفرانس وجود اوس تر سوال لاندې راغلی دی او داسلامي نړۍ دستونزو دحل په هکله  اسلامي نړۍ پر دوه برخو دوېشل کېدو پر لور روانه شویده .

په کانفرانس کې داندونیزیا ، سعودي عربستان ، دعربو متحده ایالاتو ، مصر ،افغانستان اوپاکستان په نه ګډون هم په نړیوالو رسنیو کې ډېرې تبصرې رامنځته شوې .

دترکې ولسمشر طیب اردګان دیادو هېوادونو په نه ګډون خپل خفګان ښکاره کړ او ویې ویل چې دکانفرانس نه لږ وړاندې دسعودي عربستان ولي عهد محمد بن سلمان دپاکستان لومړی وزیر عمران خان خپل هېواد ته په یو ناڅاپي ډول را وغوښتلو او ورنه یې پدې کانفرانس کې د نه ګډون غوښتنه وکړه او ترڅنګ یې ورته داګوت څنډنه هم وکړه چې که عمران خان یې خبره ونه منله نو ورته ورکړل شوي پیسې به ټولې ورځنې وغواړي او سعودي عربستان ته دکار لپاره راغلي ۴ ملیونه پاکستانیان به هم له دې هېواده وباسي .

سره له دې چې سعودي عربستان دطیب اردګان دا خبره ردکړیده خو دا چې پاکستان پدې کانفرانس کې دګډون ټینګ هوډ ښکاره کړی و خوبیا نه لومړي وزیر او نه هم دباندنیو چارو وزیر پدې کانفرانس کې ګډون وکړ نو دا ددې خبرې روښانه دلیل دی چې پدې هکله پاکستان یقیناً دیوچاتر فشار لاندې و .

غونډې ته په ویناکې دترکې ولسمشر طیب اردګان دملګرو ملتونو دامنیت شوری په اړه وویل چې دامنیت شوری ټوله نړۍ دپنځو هېوادونو غلامۍ ته سوق کړی چې همدا کار په نړۍ کې دټولو ستونزو اصل لامل دی .

دترکې ولسمشر طیب اردګان او دمالیزیا لومړي وزیر مهاتیرمحمد وویل چې پر نړیوالې سوداګرۍ دامریکا او نور لویدیځ دقبضې ختمولو لپاره اړینه ده چې په سرو زرو سوداګري پیل کړای شي ؛ دکانفرانس ټولو ګډونوالو دا نظر تائید کړاو اراده یې ښکاره کړه چې  داسلامي نړۍ دستونزو دحل لپاره به داسې نورې پرېکړې هم وکړي .

پدې کانفرانس کې دقطرداميرشیخ تمیم بن احمد آل ثاني  وینا هم ډېره مهمه وه هغه په خپلې ویناکې په عامو مسایلو اوپه ځانګړي ډول دبشر دحقوقو په اړه د نړیوالو ادارو د دوه مخيتوب دیادونې ترڅنګ په اشارو کنایو کې په سعودي عربستان هم رد وکړ:ویې ویل چې ځنې هېوادونه پرځای ددې چې دخبرو له لارې دستونزو دحل فکر وکړي دتکبرلارخپلوي او نور هېوادونه ګواښي چې پدې سره ستونزې نه حل کېږي بلکې لاپسې زیاتېږي .

اوس دا کانفرانس داسلامي نړۍ لپاره ګټور ګرځي او که رښتیا هم پدې سره  اسلامي نړۍ په دوه برخو ویشل کېږي ؟ دا به وروسته معلومه شي خو زما په فکر پدې کانفرانس کې دنړۍ سترو زبر ځواکونو ته دا پېغام شته چې داسلامي نړۍ په اړه ددوئ روانه پالیسي سخته ناکامه او دداسې نفرت وړ ده چې ولسونه خو ولسونه دي نور یې په اړه دولتونه هم چپ پاتې کېدای نه شي .

دلویدیځ په مقابل کې په اقتصادي لحاظ د اسلامي نړۍ په خپلو پښو ودرول هم ددې کانفرانس یو لوی هدف و چې تر ډېره حده دې هدف ته په رسېدو کې داکانفرانس کامیاب هم ښکاري .

امریکا او نور لویدیځ له تېرو څو لسیزو راهیسې په اسلامي نړۍ کې دا خبره ډېره خپره کړی وه چې اصل پرمختګ دنظامي ډګر پرمختګ دی نه داقتصادي ډګر ددولتي مشرانو اوعامو خلکو اذهان یې داسې برابرول چې اقتصادي پرمختګ دنظامي پرمختګ تابع دی حال داچې خبره بېخي برعکس ده ؛ نظامي پیاوړتیا داقتصادي پیاوړتیا تابع ده ؛ دیو هېواد  اقتصاد چې خراب وي هغه هېواد نه اتومي پروګرام پرمخ بیولی شي ؛ نه توغندي اوښه جنګي طیارې جوړولی شي ، نه فضاته مصنوعي قمراو راکټ پورته کولی شي ، نه دبل چانه پرمختللې جنګي طیارې ، جنګي عصري وسایل او وسلې اخستلی شي او نه هم دچاپر ضد داوږدې زمانې لپاره جنګ روان ساتلای شي ؛ دامریکا اقتصادچې پیاوړی دی  ۱۸ کاله یې په افغانستان کې دا دخورا ډېروزیاتو مصارفو ډک جنګ روان وساتلو اولاهم روان دی خو دروسانو اقتصاد چې دامریکا اقتصاد ته نه رسېدلو نو ددې په نیمه موده کې یې نور په افغانستان کې دجنګ روان ساتلو توان له لاسه ورکړ.

چې دکوم هېواد اقتصاد ښه نه وي نو په مناسب شمېر کې خپل فوځ هم نه شي ساتلای .

 نظامي پیاوړتیا یواځې په هغه وخت کې د اقتصادي پیاوړتیا سبب ګرځي چې په یو هېواد برید وشي او د فتح شوي هېواد ټول مالي منابع قبضه کړای شي .

دایران او عراق ترمنځ دجنګ رامنځته کولو له لارې امریکا اونور لویدیځ ددې فکر په لا زیات خپرولو کې کامیاب شو نو اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول دمنځني ختیځ هېوادونو دخپل اقتصاد ښه کولو ته هغسې توجو ونکړه څرنګه چې پکار وه بلکې دلویدیځ نه وسلې ، جنګي وسایل اوطیارې اخستل یې لویه کامیابي وګڼله ؛ د خپل اقتصاد یوه لویه برخه یې په همدې مصرف کړه او دلویدیځ او امریکا کارخانو ته یې ښه مارکیټ پیداکړ.

په اسلامي نړۍ کې داسې هېواد هم شته چې په نظامي ډګرکې یې دپام وړ پرمختګ کړی ؛ اتومي ځواک هم دی خو چې اقتصاد یې په خپلو پښوندی ولاړ نو د امریکا او نور لویدیځ له لورې ورته ډېر مشکلات ایجادېږي اودآی ایم ایف او نړیوال بانک په څېر ادارو نه چې قرضونه اخلي نوهم یې لوړ سودونه اداکوي اوهم د دغو ادارو داسې شرطونومنلو ته اړ کېږي چې پکې یې دملک اوملت لپاره ډېر تاوانونه هم وي.

لنډه داچې دنظامي پرمختګ ترڅنګ اقتصادي پیاوړتیا او استقلال داسلامي نړۍ ډېره ستره اړتیا ده نوچې پدې کانفرانس کې ورباندې خبره شویده دا ډېر ښه پرمختګ دی او که پدې اړه عملي قدم هم پورته شي نو داخو به دمسلمانانو لپاره ډېره ستره لاسته راوړنه وي .

ډېری مسلمان پوهان پدې نظر دي چې دکولالمپور اوسنی کانفرانس به داسلامي نړۍ لپاره دامېد یو نوی سباوون ثابت شي ځکه چې اسلامي کانفرانس داسلامي نړۍ لپاره هغه څه ونکړل چې ترې تمه کېدله ؛ داکانفرانس یواځې ترخبرو محدود شوی نو ځکه یې وجود اوس دمسلمانانو لپاره بې معنی ګرځېدلی دی .

که داسرائیلو او هند پر وړاندې اسلامي کانفرانس کلک دریځ نیولی وای نو په فلسطین اوکشميرکې به هغه وحشت اوقبضې نه وای لکه اوس چې دي.

Related posts