فبروري 28, 2020

مرکزي بغلان کې ۲ قومي مشران له مجاهدینو سره یو ځای شول

مرکزي بغلان کې ۲ قومي مشران له مجاهدینو سره یو ځای شول

پرون د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په زیار او د سیمې د مجاهدینو په مرسته، د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د محمدرحیم ولد محمد کریم په نوم د ولسوالۍ د شوری وکیل چې د خپل قوم مشر هم وو له مجاهدینو سره یو ځای شو.
همداراز د حاجي عبدالکبیر ولد عبدالستار په نوم یو بل قومي مشر هم په تېر توبه ګار او له مجاهدینو سره یو ځای شو.
دوی دواړو له مزدور رژیم څخه پریکړون علانولو سره ژمنه کړې چې په راتلونکي کې به د مزدوري ادارې لپاره هیڅ ډول فعالیت نه کوي.
مجاهدینو د دوی راتلو ته هرکلی کړی او د باورلیکونو په ورکولو سره یې ازاد ژوند ته ستانه کړي دي.
2020/1/17

Related posts