سپتمبر 23, 2019

افغان اولس موقته نه بلکې تلپاتې سوله غواړي

افغان اولس موقته نه بلکې تلپاتې سوله غواړي

د اونۍ تبصره:
په دې ورځو کې یو ځل بیا د مؤقت اوربند اوازې او غوښتنې ګرمې شوي دي. په داسې حال کې چې اشغالګر او کورني ګوډاګیان یې د افغان اولس قتل عام ته ادامه ورکوي، هره شپه په اوسط ډول تر ۳۰ زیات بې دفاع وګړي په چاپو، بمبارونو او ډرون حملو کې په شهادت رسوي، خو مزدوره میډیا د دې په ځای چې دې خاموش عمدي قتل عام ته خبري پوښښ ورکړي له اسلامي امارت څخه د اختریز اوربند غوښتنه یې سرټکی کړې او ټول نشراتي تمرکز یې په همدې ټکي دی.
د دښمن نشراتي مبلغین بیا بیا دا خبره کوي چې اختریز اوربند ځکه ضرور دی چې په دې کې به د افغان اولس ژوند وژغورل شي. دوی ته باید ووایو چې همدا اوس د عام اولس د تلفاتو اصلي او تر ټولو ستر لامل ستاسو بمبارونه، وحشیانه عملیات، ډرون بریدونه او له پوستو او پوځي اډو څخه د هاوان او توپونو ړندې ډزې دي. که له تاسو سره واقعا د عامه افغانانو د سر او مال د تحفظ غم وي نو په خپله وحشیانه او اولس وژونکې پوځي تګلاره له سره غور وکړئ. د خلکو په کورونو چاپې مه وهئ. د خلکو کورونه، جوماتونه او بازارونه مه نړوئ. بې ګناه ځوانان، سپین ږیري او ماشومان یې مه وژنئ او شتمنۍ یې مه لوټوئ.
د اسلامي امارت د مجاهدینو په بریدونو کې که وژل کیږي یوازې د مقابل اړخ پوځیان او نظامي کسان دي. دا چې تاسو له خپل جاري وحشت سره سره له مجاهدینو د اوربند غوښتنه کوئ، معلومه ده چې د اولس د ژوند او مال د ساتنې غم درسره نشته، بلکې یوازې د خپلو پوځیانو او عسکرو ژوند ژغورئ، هغه چې د مجاهدینو د الفتح عملیاتو رسا بریدونو ترې لار ورکه کړې، هره ورځ ترې مجاهدین سیمې تصفیه کوي او درانه تلفات ور اړوي.
د اوربند او سولې په اړه د اسلامي امارت موقف ډیر واضح دی، هغه دا چې زموږ د اولس غوښتنه او اړتیا کوم مؤقت او نمایشي اوربند یا لنډ مهالې سوله نه ده، بلکې د اولس غوښتنه دا ده چې څلویښت کلنه جګړه پای ته ورسیږي او زموږ ځوریدلی ملت د تلپاتې استقرار او سولې له نعمت څخه برخمن شي. د تلپاتې سولې په وړاندې تر ټولو ستر خنډ بهرنی اشغال دی، په همدې اساس اسلامي امارت د اشغال خاتمه د یوه مبرم او حیاتي ضرورت په حیث مطرح کړې او په خپله هره اعلامیه او د مذاکراتو په هره غونډه کې یې په همدې غوښتنه ټینګار کړی دی.
له دې علاوه که خبره د مذهبي ورځو د درناوي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي شي، د اسلامي امارت مجاهدینو همیشه د اختر په مبارکو ورځو کې په نا اعلان شوې توګه خپل جهادي فعالیت داسې عیار کړی چې اولس وکولای شي په پوره اطمینان او ډاډه زړه د خوښۍ دغه ورځې ولمانځي. د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کې اسلامي امارت خپل نهایي کوښښونه کړي چې په نتیجه کې یې د مجاهدینو په بریدونو کې د ملکي تلفاتو ارقام صفر ته تقرب کوي او د پام وړ کموالی په کې راغلي دی.
افغان اولس باید ډاډه اوسي او باور ولري چې د افغانستان اسلامي امارت د دوی امنیت، سولې او اطمینان ته بشپړه ژمنتیا لري او ټوله هڅه یې دا دی چې دلته پردی اشغال او د جګړې ټول عوامل ختم شي، د ګران افغانستان خپلواکي او ځمکنی تمامیت را اعاده او اولس مو په خپل هیواد کې، له خپل اختیار او استقلال سره د واقعي او تلپاتې سولې له نعمت څخه برخمن شي. ان شاء الله هغه ورځ لرې نه ده او ډیر ژر راتلونکې ده. و ماذالک علی الله بعزیز

Related posts