اپریل 04, 2020

د ښارونو امن چا لوټ کړی؟

د ښارونو امن چا لوټ کړی؟

د اونۍ تبصره:

دا څو ورځې په عامه رسنیو کې دا موضوع توده ده چې د پلازمینې کابل په شمول د افغانستان په اکثره ښارونو کې د غلا، لوټمارۍ، قتل او اختطاف پيښې زیاتې شوي دي. د لوټماریو له اړخه تر ټولو ناامنه سیمه کابل ښار دی، چې په رڼا ورځ له خلکو موټر، پیسې، مبایل او نور قیمتي توکي غلا کیږي. لوټماران د څو پیسو لپاره خلک وژني. د غلو او لوټمارو بانډونه په ښار کې ښکاره ګرځي او چې څه وغواړي هغه کولای شي.
له کابل علاوه په نورو سترو ښارونو کې هم د لوټمارۍ واقعات اوس د هرې ورځې معمول ګرځیدلی دی. څو ورځې وړاندې د کندز ښاریانو له دې امله احتجاج وکړ چې لوټماران د ښار په منځ کې دوکانونه لوټي او قیمتي اموال غلا کوي.
په ښارونو کې د لوټمارۍ پيښې داسې مهال زیاتې شوې چې له ښارونو بهر هغه اطرافي سیمې چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې دې، د غلا او لوټمارۍ واقعات پکې د نشت برابر دي. اسلامي امارت لکه څنګه یې چې پر هیواد د بشپړې واکمنۍ په مهال مثالي امن قائم کړی و، اوس یې هم د شرعي قوانینو د اجراء په برکت هیوادوالو ته د ډاډمن ژوند شرایط برابر کړي او هیڅوک د خپل ځان، مال او عزت په اړه خطر نه احساسوي.
د افغانستان د ښارونو او اطرافي سیمو اوسیدونکي ټول یو اولس دی، پوښتنه دا ده چې ولې په اطرافي سیمو کې غلا او لوټماري نشته مګر په ښارونو کې د لوټمارۍ واقعا ناقابل برداشت حد ته رسیدلي دي؟؟ د دې پوښتنې ځواب دا دی چې په ښارونو کې د لوټمارۍ او فساد اصلي عامل هغه چارواکي دي چې د اشغال تر سیوري لاندې په ښارونو مسلط دي.
د ګوډاګي رژیم اکثره چارواکي په یوه نه یوه ډول په غلا، فساد، اختلاس او لوټمارۍ کې ملوث دي. سیاسي مشران یې د لوړې کچې لوټماري کوي. بانکونه لوټي، د ملي بودیجې پیسې غلا کوي، ځمکې غصبوي او نورې سترې لوټمارۍ ترسره کوي. اما د ټيټې کچې چارواکي بیا د غلو او داړه مارانو منظمې ډلې لري، چې د وسلې په زور له بې وسه هیوادوالو قیمتي اموال غلا کوي.
د کابل او نورو ښارونو اوسیدونکي شکایت لري چې لوټماران د پولیسو د سترګو په وړاندې غلاوې کوي خو پولیس ورته څه نه وایي او که کوم لوټمار د خلکو لخوا ونیول شي او چارواکو ته وسپارل شي، نو څو ورځې بعد بیا خلاص شوی وي او لوټمارۍ ته یې مخه کړې وي.
له دې څخه ثابتیږي چې په ښارونو کې د لوټمارۍ مافیا کومه عادي پدیده نه ده، بلکې د فاسدو چارواکو کلک ملاتړ له ځان سره لري. هغوی ورسره په غلاوو او شوکو کې شریک دي، نو ځکه په دومره جرأت او په رڼا ورځ خلک وژني، مالونه یې لوټي او له هیچا د ډار احساس نه کوي. د فاسدو چارواکو لخوا د لوټمارانو پر وړاندې نمایشي عملیات یوازې د دې لپاره دي چې عام اولس دوکه کړي او په خپلو جرمي کړنو پرده وغوړوي.
د افغانستان اسلامي امارت په دې نظر دی چې هغه نظام هیڅکله اولس ته د ډاډمن ژوند چاپيریال نه شي مهیا کولای چې له سره تر پښو په فساد کې غرق او په نړیواله کچه یې د غلا او اختلاس نوم ګټلی وي. د کوم نظام چې وزیر او د پارلمان وکیل د میلیونونو ډالرو په غلا باک نه کوي نو پولیس او ټیټ پوړی چارواکی به یې په عادي لوټمارۍ څه د شرم احساس وکړي. د یادو جرائمو د مخنیوي یوازینۍ لاره دا ده چې سیستم په ژور او بینادي ډول اصلاح او په مفسدینو شرعي عدالت تطبیق شي.

Related posts