اګست 22, 2019

طالب د شوروي ضد جهاد وارث

طالب د شوروي ضد جهاد وارث

میوند سادات:

د مئ ۲۸مه ماسکوه کې د افغانستان او روسیې د سل کلنو اړیکو لمانځنغونډه وه،په دې غونډه کې له یوې خوا دحامد کرزي په ګډون د جمعیت، وحدت، محاذ او نورو ګوندونو  مشران او غړي برخوال وو او له بله اړخه  دطالبانو پلاوی داسلامي امارت په نوم د مرستیال مشر  ملا برادر په مشري  په دې ناسته کې حاضر و.

حامد کرزي،عطاء نور، حامد ګیلاني، خلیلي او ملګرو یې په خورا تودو احساساتو د روسیې دمرستو مننه وکړه، دتاسف خبره داده چې همدغه ښاغلي چې ځانونه مجاهدین بولي او تل یې  دجهاد او مجاهد په نامه له افغان ولس څخه باج اخیستی، پر ګران هیواد شوروي یرغل ته  اشاره هم ونه کړه، هغه یرغل چې له امله یې زموږ هرڅه تباه شول. مګر طالبانو په خورا روښانه ټکو کې شوروي یرغل وغانده او د پخواني شوروي دو ارثي روسیې یې وغوښتل چې همدغه ډول غلطي بیا تکرار نه کړي او له افغانستان سره داسي اړیکې وساتي چې ددواړو هیوادونو امنیت، سوکالي او ښه راتلونکی تضمین کړي.

دپخواني جهاد مدعیانو چې  تر واقعي جهاد وروسته یې افغانستان او افغان ولس ته نه جبرانیدونکي زیانونه واوړل، له خپلې دعوې( چې ځانونه مجاهدین ګڼي) هم ونه شرمیدل، سرګي لاوروف ته یې جینګي خولې نیولې وې او په بیا بیا یې د روسیې دهمکارۍ شکرونه ایستل،خو د افغان ولس  دواقعي نمایندګانو( طالبانو) سنګین  او پر افتخاره رفتار او ګفتار ته لیدونکي حیران وو، دماسکوه چارواکو هرکلی  ورته وایه او په بیا بیا یې دسلام- سلام ډالۍ ورته وړاندې کولې.

دا سمه ده چې د پخواني جهاد اوسني دعوه داران د شوروي لښکرو او کمونیستي رژیم په شتون کې مجاهدین وو،خو  دکمونیستي رژیم تر نسکوریدو وروسته یې په ظلم، وحشت او بربریت کې نړیوال ریکاډ مات کړ او ډيره بده یې لا داچې پر افغانستان د صلیبي  یرغل په مهال یې د اشغالګرو د پیاده عسکرو په توګه دمجاهدینو ارمان اسلامي نظام ونړاوه او الله تعالی دومره پسې  ذلیل کړل چې دصلیبي اشغالګرو د اډو او دفترونو پیره داران شول.

د پخواني جهادمدعیانو تر هرچا ډير له مجاهد او جهادسره ستر خیانت وکړ، یو داچي دجهاد او مجاهد اهداف  او ارمانونه یې تر پښو لاندې کړل او بل داچې دمجاهداو جهاد په سپېڅلي نامه یې داسي جنایتونه او وحشتونه تکرار کړل چې دهمدې پاکو مصطلحاتو منل شوی حیثیت او عظمت یې دخلګو په سترګو کې پیکه کړ.

طالبان که د شر او فساد د له منځه وړلو اتلان دي، دصلیبي اشغال ضد جهاد رهبران او قهرمانان دي، د شوروي ضد جهاد وارثان هم دي، ځکه یو خو داچې د طالبانو زیاتره  مشران د شوروي یرغلګرو سره جنګیدلي، ستړیاوې یې ګاللې او قربانۍ یې ورکړي،  بل داچې دجهاد او اصلي مجاهدینو اهداف طالبانو تعقیب کړل او په پایله کې یې  دجهاد او مجاهد ستر هدف (اسلامي نظام) حاکم کړ، دماسکوه په او سنۍ ناسته کې مو ولیدل چې  د پخواني جهاد مدعیان شوروي یرغل ته داشارې  کولوزړه نه شي کولای،خو طالب  دسټیج پر سر په خوراوضاحت سره دشوروي تیری غندي او پر ضدیې په  افغان جهاد ویاړي.

Related posts