اګست 25, 2019

پروان، د معارف مسوولینو د سردرې له ښوونيزو ادارو لیدنه وکړه

پروان، د معارف مسوولینو د سردرې له ښوونيزو ادارو لیدنه وکړه

د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې او عالي تحصيلاتو کميسیون مسوولینو د یوه درې کسیز هیئت په ترڅ کې د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ اړوند د پنډقستان د سر درې له ښونیزو اداروڅخه لیدنه وکړه.

د معارف مسوولینو په روانه اونۍ کې د یادې سیمې له څلورو ښوونځیو او دوو دارالحفاظونو څخه لیده کاته وکړل.

ددې کتنو په ترڅ کې مسوولينو له طالب العلمانو او زده کونکو پوښتنې وکړې، په ښوونځیو او مدارسو کې یې درسي نظام او اداري چارې بر رسي کړې.

د مدرسو او ښوونځیوله مهتممينو او مديرانو سره يې نظرونه شریک کړل او د ګڼو موضوعاتو په اړه ګټور بحثونه او سلا مشورې وشوې.

په پام کې ده چې دا لړۍ به نورو ولسواليو ته هم وغزول شي او په هرو دریو میاشتو کې به د ښوونځیو او مدارسو د نظارت لپاره مسؤلین هلته ورځي.

۲۵/۹/۱۴۴۰ هـ ق

۲۰۱۹/۵/۳۰ م

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Related posts