نوومبر 21, 2019

د مسکو غونډه، یوه بله سیاسي بریا…!!

د مسکو غونډه، یوه بله سیاسي بریا…!!

د ورځي خبره:

د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال ملابرادراخند په مشرۍ لوړرتبه پلاوي، د روسیې هیواد په رسمي بلنه، د دغه هیواد پلازمینه ماسکو کې په هغه میلمستیا کې ګډون وکړ، چې د روسیې او افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو د سلمي کلیزي د پوره کیدو په مناسبت جوړه شوې وه.
همدا پلاوی په هغه بین الأفغاني مجلس کې شرکت وکړي چې یو شمېر نور افغان سیاسیون هم ورته رابلل شوي،

نژدې اووه میاشتې وړاندي هم یوځل په مسکو کې د مسکو فارمټ په نوم بین الأفغاني کنفرانس جوړ شوی و، چې د اسلامي امارت استاځو په هغه کې هم پخپل ګډون سره، سولي او ثبات ته د اسلامي امارت ژمنتیا ثابته کړې وه، په داسي حال کې چې د کابل رژیم یې په وړاندي د هر ډول خنډ اچولو هلي ځلي وکړي.

تر هغې وروسته د قطر پلازمینه دوحه کې هم د ورته غونډې تابیا نیول شوې وه، خو د کابل ادارې د هغې په ناکامه کولو کې هم خپله امن ضد څیره روښانه کړه.

دا چې د کابل رژیم د خپلو بهرنیو یرغلګرو په مرسته د هیواد په ګوټ ګوټ کې ولس وژني ته زور ورکړی، او په ورځني شکل لږ تر لږه له ۱۵ تر ۲۰ پوري بې وزلې او بې دفاع هیوادوال چې زیاتره یې ښځي او ماشومان وي؛ په بې رحمانه ډول په بمبارونو او شپنیو چاپو کې په شهادت رسوي؛ او په عین حال کې د سولې له هرډول فورم سره عملي مخالفت کوي؛

برعکس اسلامي امارت د یو فاتحانه ځواک په توګه د سیاست په میدان کې هم داسي رول لوبوي، لکه په نظامي ډګر کې چې یې دښمن له تاریخي شکست سره مخ کړی.

د مسکو له لوري په رابلل شوي، دغه بین الأفغاني فارمټ کې د امارت د استاځو فاتحانه ګډون هم دا ثابته کړه چې اسلامي امارت تربل هرچا پرسوله په ریښتیني توګه باور لري، دویم یې دا وښودله چې د افغانستان اصلي وارث او واکمن لوری همدا امارت دی چې د افغانستان په درد دردمن دی، ځکه چې د سولي په پار یوه موقع هم له لاسه نه ورکوي، درېیم یې د کابل ګوډاګۍ اداره په همغه شکل دنیا ته وروپیژندله؛ څرنګه چې د هغي حقیقت دی.

دا ځکه چې د کابل رژیم په ظاهره د سولې دروغجن شعارونه ورکوي، خو عملاً د هري سوله ایزي پروسې په وړاندي خنډونه ایجادوي، ظاهراً د اوربند او ډزبندیز نعرې وهي؛ خو په عمل کې یې خپله جنګي او قاتلانه څیره هم دنیا او هم ولس ته ورښودلې ده چې روزانه د بې دفاع ولس په معصومو وینو د وحشي ځناورو په څیر ځانونه خړوبوي.

له همدې ځایه ده چې د کابل بې کفایته رژیم لکه څنګه چې په کور دننه شړیدلی؛ دا راز په نړیواله کچه هم د اسلامي امارت د سیاسي پرستیژ له امله له سختي شرموونکې انزوا سره مخ دی،

په هر ډګر کې د سولې په وړاندي خنډونه رامنځ ته کول، د همدې ګواهي ورکوي چې هغوی نور هم له رسوایی او ذلت سره مخ کیدونکي دي. او اسلامي امارت د سیاسي بریا پر لور نور هم ګړندي ګامونه اوچتوي.

د مسکو په اوسني بین الأفغاني مجلس کې د اسلامي امارت ګډون د سیاسي بریا په لور بل داسي یو ګام دی چې په نړیواله او کورنۍ کچه یې د اسلامي امارت د سیاسي اعتبار ګراف څوچنده اوچت کړ، او په عین حال کې یې د کابل د رژیم حیثیت نور هم له ځمکي سره وواهه او د سیاسي انزوا کندې ته یې ورټیل واهه.

په ټوله کې ویلای شو چې د اسلامي امارت فاتحانه پرمختګ په حقیقت کې د افغانستان د اشغال د خاتمې، د امن او ثبات قایمولو او د افغانستان د اوږدې غمیزي د پای ته رسولو په مانا دی. ان شاءالله

پای……………..!

Related posts