جولای 23, 2019

پکتیکاوال او په وینو رنګین رمضان

پکتیکاوال او په وینو رنګین رمضان

جیلاني خان

اشرف غني، اسدالله خالد او حمد الله محب د خپلو پلرنیو سیمو ( لوګر، غزني او ننګرهار) له داړلو، بمبارولو او لوټمارۍ وروسته اوس د لویې پکتیا لوري ته پام اړولی دی. هره شپه د بې رحمه مفکر کمانډویان، ضربتیان او نور قاتلان په څرخکو کې راځي، د پکتیکا او پکتیا په کلیو چاپې وهي او خلک په خپلو کورونو کې په شهادت رسوي.

دا څوومه ورځ ده چې له پکتیکا ولایت څخه روزانه د ظالمو چاپه مارو د قتلونو او وحشتونو راپور راځي. وړمه ورځ ظالمو چاپه مارو د برمل ولسوالۍ د رخه سیمه کې د میامي وزیرو په کلي چپاو ورووړ، په بمبار او ډزو کې یې د ۷ ماشومانو او ۳ ښځو په شمول ۱۸ تنه بې ګناه کلیوال شهیدان کړل. د برمل د وزیرو دا غم له نه و سوړ شوی چې دوشنبه مازدیګر مهال د همدې ولسوالۍ په ماستوی سیمه کې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د زیړوک ولسوالۍ د هغو قومي مشرانو موټر وویشت چې برمل ولسوالۍ ته د یوې قومي دعوې د حل کولو په مقصد روان و. په دې برید کې ډاټسن موټر مکمل تخریب او په کې سپاره څلور تنه قومي مشران هر یو ( ملک کلام خان، ملک ماشوم، ضمیر خان او  شیر ګل) د موټر چلوونکي ولي خان په شمول ځای په ځای په شهادت ورسیدل.

خو لا د زیړوک ویر ځپلو خلکو د خپلو شهیدو سپین ږیرو لولپه جسدونه د قبرستان خاورو ته نه وو سپارلي چې د اشرف غني چاپه مارو د اورګون ولسوالۍ د پیرکوتي د سیمي خلک په ماتم واړول. بیګا شپه کمانډو عسکرو د اورګون د پيرکوتي سیمې د دینیاني په سیمه چاپه ووهله، لومړی یې د کلي څو کورونه د تلاشۍ په نوم لوټ کړل او بیا یي  څلور تنه کلیوال ( حاجي اول ګل، دوه یي وریرونه ثمر ګل او ګلاب ګل او شیرین ګل) په مرمیو وویشتل او په شهادت یې ورسول.

تیره شپه په پکتیکا کې دا وحشت داسې مهال تیر شوی چې په څنګلوري پکتیا کې د جاني خیلو ولسوالۍ د اوزګوړه په کلي د خوست ضربتیانو چاپه وهلې او یوولس تنه کلیوال یې په خپلو وینو لمبولي دي.

دا وحشتونه داسې مهال روان دي چې زموږ مؤمن هیوادول د رحمتونو میاشت ( رمضان المبارک) لمانځي. غریب کلیوال روژه په خوله په سخته ګرمۍ کې ورځنی کار او خواري کوي. خو ماښام چې د څه شیبه آرام لپاره خپلو جونګړو ته راستنیږي نو لا یې د آرام ساه نه وي اخیستې چې د اشرف غني سرایله شوي ځناور ( کمانډویان او ضربتیان) یې په کلیو را کوزیږي او زموږ غریب کلیوال په خپلو کورونو کې د اولادونو تر مخ په شهادت رسوي.

تورې ورځې، سخت وختونه او امتحاني پړاوونه تلپاتې نه وي، زموږ ملت له دې بد او خونړي تاړاکونه لیدلي دي، خو دا په وینو سور رمضان، د ستر قاتل اشرف غني په وینو سرې داړې، د ملت مظلومیت او هره ورځ بوږنوونکې غمیزې به د تاریخ په صفحو او د ملت په جمعي حافظه کې خوندي وي. بیا که د ملت قاتل د خپل خادیست سلف ( ډاکټر نجیب ) په شان په مرمیو غلبیل او د دار لکړې ته پورته کیږي، نو هیڅوک به ورباندې زړه ونه سوځوي بلکې د ستر قاتل( اشرف غني) لپاره به یې جزاء من جنس العمل بولي.

Related posts