سپتمبر 20, 2019

دگران شهيد اميرصاحب ملا عبدالعزيز«ابوبكر» لنډ ژوند ليك

دگران شهيد اميرصاحب ملا عبدالعزيز«ابوبكر» لنډ ژوند ليك

سعد كټوازی:
موږ چې كوم شی چاته تر يو وخته وركړو، كه ښه يې راته ساتي او كه بد پر ټاكلي وخت يې په هر صورت كې بيرته ترې اخلو، نه په دې سره په امانتدار تيري كونكي او د هغه حق خوړونكي بلل كيږو او نه مو امانتدار مظلوم او د دغه شي دعوه دار بلل كيږي، ژوند هم د خدای (يو امانت ده چې هر چاته يې د مور په خيټه كې ور كوي، ځينو ته يې نږدې د وړوكتوب، ځينو ته يې ميانه د تاندې ځوانۍ، ځينو ته يې د ارذل العمر (ډير بوډاتوب) جلاجلا مودې ټاكلې وي، او په خپل وخت دغه امانت ترې اخلي.
ځيني خلك د هغه په له لاسه وركولو ډير كړيږي او بدي ورځي هم كوي، خو له شهيد څخه د دې امانت اخستلو څه بل ډول فلسفه وي، هغه كه څه هم دعوه يې نه لري خو يواځې له بيرته سپارلو يې د خوند اخستلو په غرض وايې كه سل ځله يې بیا را كړې ښه به وي! بيرته يې در كوم، له همدې امله به و چې رسول الله مبارك(به هم ويلې غوره گڼم خدای( ته دغه امانت ور كړم (د هغه په لاره كي ووژل شم) هغه يې بيا را كړي زه يې بيرته ور كړم هغه يې بيا راكړي او زه يې بيرته وركړم.
هو! شهيد عبدالعزيز ابوبكر (ته خدای (ج) تانده ځوانۍ د خپل امانت (ژوند) موده ټاكلې وه او ترې وايې خيست، كه څه هم د سل ځله شهادت غوندي سپيڅلي ډير ارمانونه به يې نيمگړي له ځان سره وړي وي او د هغه د وينو د رنگينيو په بڼه به وروسته پوره شي خو چې د ده سپيڅلې تگلارې او خوږو خاطرو ته ځير شو نو د اسلامي امارت سپيڅلي صف ته تر وروستۍ ساه وفاداري، تعهد او بيا د دې یوه ځل شهادت په گډون ډير ارمانونه يې پوره هم شول.
زوكړه: امير صاحب ملا عبدالعزيز ابوبكر( چې يو وخت د اباسين په نوم هم ياديده په ( ۱۳۵۴) لمريز كال چې له (۱۹۷۵) زيږديز سره برابرده د ارگون د پيركوتي سيمي د شيخانو په علي شاه كوټ كې د خواجه محمود د زوی خواجه ملا اول گل په دينداره او جهاد پروره كورنۍ كې و زيږيد، لومړنۍ ديني زدكړي يې د سيمه ايز مشهور عالم قاضي محمدانور صاحب څخه وكړې؛ خو دا چې د پلار د ورپوري ناجوړې له امله د كور ټولې چاري هغه ته ور له غاړې وې ويې نكړای شول خپلو زدكړو ته دوام وركړي، خو كه ديني زدكړه يې نيمگړې شوه د مدرسې گرمه مينه يې بيا هم له زړه ونه وتله، كله هم چې به يې فرصت ترلاسه كړ په دينې زدكړه، د قرآن كريم په تفسير، ديني او تاريخي مطالعه به بوختيدو، له همدې امله د هغه شخصيت ته په كتلو يو د منځنۍ سويې عالم بريښيد.
دجهادپيل: ابوبكر( چې له عمره لا كشر و خپلې شوخې ځوانۍ، جهادي ولولې، لوړ استعداد او فكر هغه مهال د اسلامي امارت د سپين كاروان ملگری كړ چې مولوي عبدالكبيرصاحب (دا مهال د رهبري شورا غړی) حفظه الله د ننگرهار والي و، ابوبكر( د هغه د يو ملگري حاجي حميد گربز تر قومانده لاندې د هغه په نظامي كنډك كې و اوسيد، له همدې ځايه يې خپل جهادي يون پيل او د اسمار ولسوالۍ، دره نور ولسوالۍ، دكابل د شمال جنگي كرښو اوگڼ شمير نورو تشكيلاتو كې د يو غښتلي مجاهد په توگه برخه واخسته او په زړه پوري كارنامې يې ترسره كړې.
دصليبي يرغل په وړاندي: د صليبي يرغل په لومړيو شيبو كې چې د وخت غوښتنو او شرائطو ته په پام مجاهدينو تازه دمه نويو تكتيكونو ته مخه كړه د اورگون پيركوتي سيمي مجاهدينو هم دواړه اختر په مياشت كې چې د۲۰۰۱ زيږديز له نومبر سره برابره وه د سيمه ايزو علماو او قومي سپينږيرو يوه ناسته را وغوښتل شوه چې د هغو په سلا مشوره په سيمه كې مجاهدين (چې له هغو څخه يوهم ابوبكر( و) بيا له سره منظم شول او نوی جهادي بهير يې پيل كړ.
د ملا ابوبكر( اخلاص، لوړهمت او متانت ، زړورتيا او جگړه ايزي وړتيا، باوري كارنامو او ښې سابقي ته په كتلو د2003زيږديز كال په فروري مياشت كې د يوې بلې غونډي په ترڅ كې د سيمي د مجاهدينو د ټوليز مشر په توگه وټاكل شو.
دا وخت چې حالات نامساعد، زياتر مجاهدين سره تيت و پرك شوي او د نظامي زدكړو ښه تجربه لرونكې مجاهدين په ډيره گرانۍ سره موندل كيدل، پخپله ابوبكر (كه څه هم د كشرتوب له امله ځانگړې مسلكي زدكړې نه درلودې خو له خدای( وركړې وړتيا، متين عزم او هوډ سره را ښكاره شو، لومړی يې د محترم خليفه صاحب سراج الدين حقاني حفظه الله په لارښوونه له مسافرو مجاهدينو د نورو مسلكي زدكړو سربيره منفجرمواد، ريموت كنترول، د هغه له لاري كنتروليدونكي د بوشكو ماينونه او ډول ډول محاربوي تكتيكونه زده او په خپله وړتيا او سانسور يې پكي ځانگړي مهارتونه ترلاسه كړل.
مسلكي وړتيا او كارنامې: په دې برخه كې هم د ابوبكر (غوندي مستعد شخص په ليږ وخت كې د انجنيرۍ رتبي ته ورسيد، په ځمكني ډول ډول ماينونو په ځانگړې توگه دريموت آلي له لارې كنتروليدونكي بوشكيې ماينونو په جوړولو، ځای پرځای كولو او انفجار كې ځانگړې پوهه او تجربه درلوده، له همدې امله په ريموت كنتروليدونكی ماين د ولايت په سطحه لومړی ځل د ابوبكر( يو ملگري په مڼې كنډو كې انفجار كړ، له هغه وروسته هم په ټول ولايت كې د ابوبكر يواځينۍ ډلگۍ ده چې په دې برخه كي په لومړۍ رتبې پيژندل كيږي.
شهيد ملا ابوبكر( هغه وخت د پيركوتي كژوك سيمې ته څيرمه غرونو كې تربيوي مراكز هم فعال كړل چې پكې د هغه ترڅنگ عربو مجاهدينو له لوري گڼ شمير مجاهدين تر نظامي روزنه لاندې و، له دې پرته د سيمي او نورو ولسواليو مجاهدين هم پكې ديره و، د جهادي مكتب د بيلابيلو ولاياتو لكه: پكتيكا، پكتيا، خوست، مزارشريف، زابل، كندهار، هلمند او…گڼ شمير شاگردانو ترې نظامي زدكړي وكړې او په لوړه جهادي روحيه يې سمبال كړل، كه له يوې خوا يې د جهادي مشرانو پام نور هم ځانته را واړا و له بلې خوا يې د كشرانو مجاهدينو مورال هم څو برابره لوړ كړ.
د۲۰۱۰زيږديز كال په سپتمبر مياشت كې په يادو مراكزو یرغلگرو يو داسي دروند چپاو راوړ چې له يوې خوا له خوست څخه په كروز ميزائلو وويشتل شول او له بلي خوا زرگونو ځمكنې ځواك چې۵۲b الوتكو، ډرون، بلاك هاك اوډول ډول چورلكو بدرگه كاوه بريد وكړ، مجاهدين له څو ساعته كلك مقاومت وروسته له نهه تنه شهيدانوپرته ټول په خوندې توگه له ساحې ووتل.
شهيد ابوبكر (خپل هدف له پوره دقت سره څارو او د هغه د له منځه وړلو ټول اړخونه به يې هم دقيق تر نظرلاندي نيول او بيا به يې تياری ورته نيوه، ترڅو له يوې خوا د خپلو تلفاتو مخنيوی شوی وي او له بل لوري د امكان تر پولي په بې ځايه مزاحمت كې را نشي، نو ځكه هغو په خپلو بريدونو كې يا خو تلفات نه درلودل او يا هم ډير كم و، د دښمن په يو لوي كاروان كې به يې خپل مستهدف ټانگ او موټرله پيله تر څار لاندي نيولي و او په دومره زيات مهارت به يې ماينونه ورته ځا ی پرځا كړل چې يواځې خپل هدف به يې له منځه يو وړ، او تر ډيره به يې باندينې پوځيان او د هغو مشران په نښه كول.
ملا ابوبكر(د ارگون كمپاين چې په هيواد كې يو له لويو كمپاينو او اډو څخه و د ميزائلو تندريز بريدونه ترسره كړل، داسي بريدونه چې په لومړي فائر سره به يې دوير نغاره ووهل شوه او په څو دقيقو كې به فضا امريكايې ۵۲b الوتكو ونيوله.
امير صاحب( د۲۰۰۳زيږديز په سپتمبر كې په يو ځانگړي تكتيك په ياد كمپاين۲۰ميزائل وار كړل چې يرغلگرو په هيواد كې د خپل شتون په وړاندي يو ستر بريد وباله، د كمپاين له دننه د ترلاسه شوي خبر له مخي ياد ميزائل په مستهدف خوړنځي او نورو ځايو ور برابر شول، له امله يې د څلويښتو په شاوخوا كې اشغالگر مړه او ژوبل شول، چې د هوا له لاري انتقال يې درې ورځې ونيوې او پكې په داخلي گوډاگيانو يې هم د كمپاين دروازي تړلې وې، له دې پرته امير صاحب ( او د هغه ملگرو په ياد كمپاين وخت په وخت په لسگونو ميزائل وتوغول.
د۲۰۰۶ زيږديز كال په سپتمبر مياشت كې شهيد ابوبكر ( د مڼې كنډو په سيمه كې د پكتیكا ولايت د امريكايې ځانگړو پوځو مشر (جان) او د هغو د مالې چارو مسئول (پيتر) زغروال ټانك چې د امريكا سپيشل فورس او اجيرو يې د گيان كمپاين پوري بدرگه كول انفجار كړ او ياد دواړه مشران پكې ځای پر ځای ووژل شول، ويل كيدل چې پيتر له دې وړاندي د گيان كمپاين په داخلي لاسپوڅو د تنخوا ويشلو په مهال هغو ته په نږدې څو ورځو كې امريكا ته د خپلي ستنيدنې هم ويلی و.
له دوی پرته په بيلابيلو وختو كې د اورگون، گيان، سرحوضي، پړاو سيمه، منگړتي، لواړه، توی اډه او د مڼې كنډو په تاريخي گرم سنگر كې د شهيد ابوبكر ( او د هغه د ملگرو د ماينونو په چاودنو او كمينونو كې هم په لسگونو بلكي په سلگونو يرغلگرو اوداخلي اجيرو يې ژوند له لاسه وركړی و.
ملا ابوبكر ( په دې سربيره د يرغلگرو په لسگونو ټانگونه، عراده جات، رينجر موټر، اكمالاتي كانتينر او نور نقليه وسائط په اور لولپه كړل، د دي تر ټولو گرم سنگرد مڼې كنډو و چې د گيان كمپاين او د لواړه د كمپاين اكمالاتي لاره پري تيريدله، د ډيرو ضربو په ليدلو پرې لاره بنده شوه چې د هوا له لاري د ياد كمپاين څه مودې اكمال وروسته يې هغه مجبوراً تخليه كړ.
ابوبكر( د ښې وړتيا او ځيركتيا له بركته يو له هغو گوتشميره قوماندانانو څخه و چې د سيمې او د فعاليت په ساحو كې د يرغلگر دښمن او د هغه د لاسپوڅي رژيم لپاره يوه لويه سرخوږي وه، له همدې امله هغو ته له مخكي لا يو مطلوب شخص و، چې دا وخت يې د ۲۰۱۱زيږديز كال د سپتمبر د مياشتي په پای كې د هغه نوم هم په تورليست كې ځای كړ او د هغه په سر يې ښه درنه اجوره و ټاكله، په دې اړه د خپور شوي راپور د پيل ځينې ټكي داسي و:
امريكا د حقاني شبكې په قوماندان عبدالعزيز اباسين ( بنديزونه ولگول، د امريكا د مالي چارو ادارې له لوري د حقاني شبكې په مهم قوماندان عبدالعزيز اباسين ( بنديزونه ولگول شول او د هغه سامانونه يې هم مصادره كړل، ادارې په هغه باندي د طالبانو د اقتصادي دركونو د سمبالښت او په بيلابيلو پيښو كې د تروريستو ډلو سره د مرستي تورونه پوري كړي دي.
د امريكا د مالې اداري د وياند ډيوډ كوهن په حواله خپور شوي راپور وايې چې عبدالعزيز اباسين ( د پكتيكاولايت دجهادي مسئول مالي مرستيال دی او د اورزگان په ولايت كې د يوې ډلگۍ مشري هم كوي، اداره ادعا كوي او وايې چې نومه وړی له دې سره سره د يو روزنيز مركز چاري هم په مخ وړي او پرې په څو مهمو امريكايانو باندي د بريدونو تورونه هم دي…
امير صاحب ( د خپل مسئوليت په ساحو كې هم ډيرې زياتې كارنامې تر سره كړې دي چې د ټولو راوړل دلته شوني نه دي، د هغو له امله دښمن ته يو ډير مطلوب او مهم شخص و.
شخصيت يې: شهيد ابوبكر ( يو داسي خوږمن، متواضع، مخلص، ريښتنی، د ښي وړتيا، متانت، ستري حوصلي، لوړو اخلاقو څښتن او د جهاد او اسلامي امارت اهدافو ته متعهد، وفادار او ژمن، چپ او باوقاره مشر و چې نه يواځي د خپلو ملگرو تر منځ بلكي په خپلو او پردو ټولو كي يې محبوبيت او په دښمن يې لا هم ځانگړی اغيز درلود.
شهيد ابوبكر( د كور تر هوساينو او ارام ژوند د جهاد د ډگر ستونزي، ناخوالي، ستړې ستومانۍ او د دښمن مخ ته شپي په ويښه لوبول تر بل هرچازيات خوښول؛ نوموړی د جهاد او مبارزي په لاره كي ډيري سړې تودې هم گاللې خو هيڅ ډول ستونزو او كړاونو له خپل جهادي سپيڅلي يون څخه را ستون نكړ او په دې لاره كې يې د ستړيا په نوم څه نه پيژندل، هغه به د هر څومره ستونزمنو پيښو په وړاندې په نورمال حالت كې و، هيڅ د وار خطايې نښې او هيڅ تغير به پكې نه ښكاريدل، د مبارزې په لار كې د خپلو هڅو او خواريو په ښو پايلو به يې ټينگ باور درلود او د ملگرو مورال به يې تل لوړ ساته.
ملا ابوبكر ( له عام ولس سره يو زړه را ښكونكی تعامل درلو، داسي عامل چې څوك به يوځل ورسره مخ شو بيا به تر ډيره له هغه خوښ و، كه چا به ورسره هرڅومره زيات وخت تير كړ ترخه خاطره يې نه ترې درلودله، د ولس د ستونزو اوخپل منځي كشالو اوارولو او د ولسي خلكو د خوشال ساتلو به يې هر ممكن كوښښ كاو او په ځان يې د هغوی حق باله، د دښمن له بنديانو سره به يې له تمي پورته ښه چلند كاو، داخلي گوډآگيان كه به يرغلگر دښمن د سپر او كمربند په توگه ونه كارول د امكان تر بريده يې څنگ وركاوه، له قوم پالنې اوبل هرډول تبعيض څخه يې كركه لرله همدا لامل و چې د نوي جهادي بهير له پيله ور سره د سيمي علماء او سپينږيري، د مسئوليت په ساحوكې قومي مشران او عام ولسي وگړي او د هيواد د بيلابيلو قومونو سره تړاو لرونكې مجاهدين پرې راټول و، په هرڅومره ستونزمن حالت كې اوږه په اوږه ورسره ولاړ و د هغه ( له شهادت وروسته يې هم د هغه ( د ملگرو په ټينگ ملاتړ سره د وفا او تعهد ښكار ندويې وكړه.
شهيد ابوبكر ( چې په بيلابيلو ولايتونو كې خورا په زړه پوري جهادي فعاليتونه كړي و د هغو په مټ يې ځانته په خپل وخت كې د خپلو سيالانو له منځه د باور يو داسي پوسټ تر لاسه كړی و چې ساری يې ډير كم ليدل كيږي.
ملا ابوبكر (د محترم خليفه سراج الدين حقاني صاحب حفظه الله يو له هغو باوري او غښتلو قوماندانانو څخه و چې د يرغل په وړاندې د نوې جهادي بهير له پيله يې له خليفه صاحب حفظه الله سره نږدې پيژندگلوي او اړيكي پيدا كړې او وخت په وخت يې د هغه په مستقيمه لارښوونه او ملاتړ كار په مخ بيوه، خليفه صاحب حفظه الله ډير هغه كارونه چې غوښتل به يې پخپله يې كړې وای ابوبكر ته سپارل، له دې سره سره يې د آسيايې هيرو او د غربي امپراتوري نړونكو شاهكاريو مبتكر شهید حافظ بدرالدين حقاني( سره هم د څنگ ملگرتيا، په ډيرو برخو كې سلا مشورې درلودې او ترې د جگړه ايز ابتكار رنگ يې اخستی و، د شهيد ابوبكر ( د بريمنو طراحيو يو د پام وړ راز همدغه اړيكې او سلا مشورې وې، او خليفه صاحب حفظه الله ته د خپل نازولي ورور په ملگرتيا نور هم گران او د باور وړ و.
په امير صاحب ( باندې خدای (د قوي او جذاب هيكل اوښكاره ښكلاو تر څنگ ډيري پټې ښكلاوي هم پيرزو كړې وې چې له هغو څخه يې د مجاهدينو او هم عامو خلكو تر منځ د شخړو اوارولو، او ښه يو والي او اړيكو جوړولو يوه ځانگړې ملكه وه، د برمل د مسئول په صفت د هغه تعيېن خليفه صاحب حفظه الله په دې ټكو كړی و ((ته مو د برمل……موقيعيت ته د اهميت په سترگه د كتلو په بنسټ د هغه د مسئول په حيث وړ وبللې ترڅو د دې سيمي د لر او بر مجاهدين وي كه عام وگړې د يو والي او انسجام د غښتلتيا لپاره كار وكړې)).
مسئوليتونه: ملا عبدالعزيز ابوبكر ( له لومړي سره داورگون او ور څيرمه ولسواليو په بيلابيلو سيمو كې فعاليتونه كول چې ورسره د خوست په ځيني خاصو پروگرامونو كې به يې هم گډون كاو، د پكتيكا ولا يت په څو محاذونو له ويشلوسره سم ابوبكر د اورگون د ټولو ډلگيو په خوښه د اورگون د محاذ مشر شو، په۲۰۱۲زيږديز كال د گيان ولسوالي مسئوليت ور له غاړي شو، په۲۰۱۳ زيږديز كال د برمل ولسوالي نظامي مسئول وټاكل شو، په۲۰۱۴ زيږديز كال د پكتيا وزي ځدران مسئول شو، ورپسې په ۲۰۱۶ زيږديز كال د خوست دوه مانده مسئوليت ور له غاړي شو او۲۰۱۷ زيږديز كال د محترم پيراغا صاحب له لوري د اورگون مسئول تعيين شو.
خاطرې: ما چې له ابوبكر ( سره څومره وخت تير كړ او څومره مې هغه له نږدې پيژاند هغه د ديني، اخلاقي او كلتوري وجيبې په توگه د امارت لائحو، د مشرتابه وخت په وخت اعلاميو او د مشرانو لارښو ونو ته بيخې زيات احترام او التزام درلود، هيڅوك دا نشي ثابتولای چې هغه دې په كومه برخه كې د مشرانو، لائحواو اعلاميوي لارښونو سرغړاوی كړی وي.
ملا ابوبكر ( هغه ټولي ځانگړني لرلې چې د يو بريالي مجاهد امير لپاره يې درلودل اړين وي، هغه په ډير كمال او مهارت د خپلي سيمي، د فعاليت د سيمو او عام مجاهدين او ولسي خلك په ځان راټول كړې و، له همدې امله هغه ترښكاره او وړو مصلحتونو پټو موخو ته زيات انتخابيده، هر وخت له يوې دندې يا له يوې سيمي او ساحې بلي ته د يو ځانگړې پټ يا ښكاره مصلحت له وجې بدليدو.
يو قاري صاحب وايي: شهيد ابوبكر (مې يو داسي څوك پيژاند چې له هرې خوا پوره اوډير مدبر امير و، له همدې امله مې هغه نه يواځې ملگری اومشر و بلكې ډير راته محبوب او گران هم و.
د پكتيكا د وازيخواه ولسوالۍ يو مولويصاحب وايې: ابوبكر (علماوو، طالبانو او مجاهدينو ته بې كچې احترام او له هغو سره مينه درلودله، دی وايې د دستاربندي په مهال يو شمير مالي اړتياوې را پيښي وې له امير صاحب سره مې اړيكه ونيوه هغه زماله اړتيا زياته مرسته وكړه، چې دا يې له علم او علماوو سره د ميني او اخلاص لويه نښه وه.
د هغه يو نږدې ملگری او كليوال مولوي عبدالله (ياسر) وايې چې له ابوبكر( څخه ديني زدكړي پاتې شوې وې، خو ور سره بي كچې ميني يې ارام ترې تښتولی وه، دی وايې زه د سيمي په صديقيه نومې مدرسه كې وم، د مدرسې د كوم كار لپاره به چې كله هم اشر را غوښتل كيدو ابوبكر ( به يې په سر كې و.
د وازيخوا مولوي صاحب كيسه كوي: د خوست دوه مانده ولسوالۍ ته ورسره لاړم، كله چې اميرالمؤمنين شيخ هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله امر صادر كړ چې مجاهدين بايد په روژه كې څه ارام وي، شهيد ابوبكر ( ماته وويل چې هسې هم كارونه بند شول، له بل لوري په روژه كې سفر تكليف وي چې ته لاړ شې…د مدرسې او كتابو د لگښت ژمنه يې هم وكړه خپل موټر او تر ټولو نږدې دوه ملگري يې راسره كړل چې اورگون ته مې ورسوي، هلته يې خپلو نورو ملگرو ته لارښوونه كړې وه چې ډير مې ونه ځنډوې ځكه دوهمه ورځ لومړۍ روژه وه، په همدې ترتيب مې له هغه سره ټوله ملگري له درنښت او ميني ډكه وه.
د نكې ولسوالۍ قوماندان حميدالله سرحدي وايې ابوبكر( د [اَشِدَّاءُ عَلَی الْكفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُم] ژوندی مثال و، كه له كوم مجاهد ملگري سره به دده او ياهم نورو مجاهدينو خبره راغله ډير به له خدای (ج) څخه په ويره كې و چې يا د جهاد په لاره كې په هغه ملامت شوي نه وي يا خبره د مجاهدينو په زيان وانه وړي د حل هڅه به يې كوله او د خبري په حل ډير ښه پوهيدو، خو د خپل سرو او بيلاري خلكو يې بيا هيڅ پروا نه كوله.
د خوست سپيرې ولسوالۍ مولوي ثاقب وايې: ابوبكر( دښمن ته دومره زيات مطلوب و چې د هغه د مخابرې كوډ او د هوا په څپو كې يې غږ هم كشف و، چيرته هم چې د هغه غږ به واوريدل شو نو چورلكې او بنگنې به پرې را تاو شوې، خو ده يې هيڅ پروا نه كوله، په دوه مانده كې په يوه بيس باندې د بريد په مهال يې له دوو نورو ملگرو سره په داسي ځای كې كمين نيولی و چې شاته يې د بيس دفاعې پوسته او له مخې يې بيس او له هغه را وتلي د دښمن عسكرو چې د بيس د مشر گوډاگې مرستيال په گډون يې پكې ۲۵ مړه او ژوبل كړل.
ثاقب وايې ابوبكر( به د دښمن د الوتكو په سيورې كې په پوره ډاډ او ميړانه داسي مقاومت كاو لكه چورلكې چې هم د ده مرستې ته راغلې وي، هغه هيڅ وخت له مقاومته نه شاته كيدو او هيڅ وخت يې ملگري له ځانه دښمن ته نه دي ور وړاندي كړي.
د هغه نږدې ملگري وايې ابوبكر( په خپل ابتكار ماينونه داسي عيارول چې ښايې بل چا نه و كړي، كوم امريكايې زغروال ټانگ چې به يې ښكار كړ د هغه له فولادي اوسپنې به يې د ماين تيرې او درنې چرې او برچې جوړولې چې يو به يې د امريكايې ټانگانو د غولې هغه فولادي تخته هم تخريبوله چې هيڅ ماين يې نشي تخريبولای او بل به د هدف په زيات تخريب كې ډيرې په زړه پوري وې.
په يو بازار كې د كباړ يو كار كونكې د نوم نه ښو دلو په شرط و ويل چې ملا عبدالعزيز ابوبكر ( د امريكايانو او داخلي گوډاگيانو موټر، ټانگونه او نور نقليه وسائط له تخريب كولو وروسته په موږ باندې پلوري او ډير ترې خوښ و، هغه د پوځې موټرو په لويه پيمانه په وينو لړلې اوسپنې ته په اشاره سره و ويل په دې اوسپنه كې د وژل شويو امريكايانو غوښي هم وې په لارۍ كې ټاټ پرې اچول شوی و، چې ترې پورته مو كړ د ډيري بد بويې له وجې مو ونكړاي شول ويې گورو.
يو مولوي صاحب وايې چې ابوبكر (خپل ملگري هم په خپل ځانگړې مزاج او روحيه روزلي وو، دی وايې په يو سفر كې د ابوبكر ( له يو برجسته ملگري (محمداسماعيل ذاكر) سره ملگری وم يو ځای د لگډ په منځ كې د ولسي خلكو يو سراچه موټر چې دوه نفر او زنانه مريضان پكې وو په اوبو او خټو كې بند و، ذاكر زموږ د كرايې موټر ورته و دراو او د ملگرو په مرسته يې موټر له اوبو او خټو را ويوست، مولوي صاحب وايې چې ماته يې د رئيس الوزراء ملا محمدرباني (رح) هغه كارنامه را ياده كړه چې ويل كيږي د كابل كندهار په لويه لاره د ولسي خلكو بينز موټر په واوره او خټو كې بند و رئيس صاحب د خپلو ملگرو په ملتيا هغه ته ټيله ور كوله ږيره يې په خټو وه او ويل يې ((دا خو په موږ باندې د ولس حق دي)) ، رحمهم الله.
شهادت يې: لكه څنگه چې مو و ويل ملا عبدالعزيز( دښمن ته ډير مطلوب او د هغه تر پرلپسې جدي څار لاندې و، د سيمې دغه سر سپارلی او باتور مجاهد د اسلام د سپيڅلې د ين د سر لوړي په لاره كې له نه ستړې كيدونكو هڅو وروسته د ۱۴۳۸ سپوږميز كال د روژې د مياشتې په۲۳چې د۲۰۱۷ زيږديز د۷/۶ سره برابره ده د پلرني ټاټوبي شيخانو په كژوك سيمه كې د څلورو ملگرو (سيدمفكر، عبدالستار، ملنگ او نادرخان ثاقب) په گډون د امريكايې بي پيلوټه الوتكې لخوا په يو سراچه موټر كې په نښه او د خپل ژوند وروستي ارمان (د شهادت لوړ مقام) ته ورسيد (انالله وانا اليه راجعون)، نَحْسَبُهُ كذَالِك وَ نُحْسَنُ بِهِ الظُّنَّ وَاللهُ حَسِيْبُهُ وَلَا نُزَكیْ عَلَی اللهِ اَحَدًا.
د شهيد ملا عبدالعزيز ابوبكر (كورنۍ او ملگرو ته د جهادي مشرانو او په ځانگړې د الحاج خليفه سراج الدين حقاني صاحب حفظه الله د تسليت پيغامونه هم راغلي، چې پكې د تسليت ترڅنگ د ابوبكر( په شهادت ټينگ غبرگونونه هم ښودل شوي، د دې ژوند ليك د اوږديدلو له امله مو دلته د هغو متن رانه وړ، شهيد ابوبكر (تر شا يو ورور، څلور زامن، دوه لوڼې، يوه تورسرې او په خپله روحيه سمبالو مجاهدينو جراره ډلگۍ پريښوده؛ روح دې ښاد او ياد دې تل پاتي وي.

Related posts