نوومبر 18, 2019

بايللې جګړه او ملکي تلفات!

بايللې جګړه او ملکي تلفات!

دورځې خبره:
که څه هم د اشغال له لومړۍ ورځې ترهګرو امريکايانو او د هغوی داخلې مزدورانو افغان ولس ته له وژنو، شکنجو او غمونو پرته نور څه نه دي راوړي، خو په دې ورستيو کې، چې دښمن له سخت نظامي او سياسي فشار اوتجرید سره مخ دی؛
ددې لپاره چې دخلکو اونړۍ اذهان مختل کړي او دا وښیي چې په رژیم کې هم د وژنو اوکړولو توان او شقاوت شته نو شپنيو چاپو، بمبارد ،هدفي او مرموزو وژنو ته یې زور ورکړی دی.

وړمه ورځ د ننګرهار ولايت شیرزادو ولسوالۍ د طوطو سیمه کې په شپنۍ چاپه کې شپږتنه ولسي هیوادوال چې ښځې اوماشومان هم پکې دي، په شهادت ورسیدل.

د غه راز د پکتیکا ارګون ولسوالۍ پیرکوتي سیمه کې د دښمن له لوري ترسره شويو شپنيو عملیاتو کې پنځه تنه هیوادوال په ډیرې بې دردۍ سره شهیدان کړل شول.

په ورته مهال امریکایي اجرتي ملیشو د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په سره بند سيمه کې دری ته وروڼه په شهادت ورسول.

دغه ډول د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د زمينداور کاریز په سیمه کې په یو محبس د اشغالګرو هوایي برید کې د مجاهدینو لخوا نیول شوي پنځه زنداني عسکر وژل شوی.

بزدله او شرمیدلی دښمن غواړي په دې سره په خلکو کې ويره خپره کړي او په جګړه کې د خپلې شرمناکې ماتې کسات له مظلومو هیواد والو واخلي.
د دې بې رحمه وژنو تر شا يو بل هدف داهم کیدای شي چې کابل رژیم د امریکایانو په مرسته غواړي په اسلامي امارت یو ډول فشار واچوي چې په مذاکراتي بهیر کې یې ورشامل کړي؛ ځکه کابل رژیم ټول وحشت اوبربریت له عام ولس سره پیل کړی او په دې کې شک نشته چې عام ولس داسلامي امارت له برحقې داعیې څخه کلکه ننګه او ملاتړ کوي.
کابل رژیم فکر کوي چې ددغو روانو وحشتو نو او بمباريو په ذريعه به ولس په تنګ شي او اسلامي امارت څخه به وغواړي چې د کابل اداري سره خبرو ته کیني!

خو اوس اوبه له ورخه اوښتي، دا ډول کړنې نشي کولی چې د کاواکه او شړيدلي نظام مراندې ټينګې کړي او نه هم د دوی بايللې جګړه کې د دوی په ګټه مثبت بدلون راوستلی شي او یا هم ولس او اسلامي امارت په دغو فشارونو تر اغېز لاندې راوستلای شي٫ بلکې برعکس ولس ته د دوی اصليت او شوم اهداف لا نور ښه څرګنديږي او په وړاندې يې د مقاومت او جهاد جذبه لا غښتلې کيږي او په عین حال کې که دکابل رژیم خاندي که ژاړي امریکایان اسلامي امارت هغې مرحلي او پړاو ته رسولي او اماده کړي چې خپلي بسترې به تړي او دالله تعالی په مرسته او ددې ولس په دعاګانو به له افغانستان څخه وځي. ان شاءالله

Related posts