سپتمبر 23, 2019

پر ګران وطن څه تیریږي؟

پر ګران وطن څه تیریږي؟

جاوید علي خېل

د یک شنبې ورځ وه، د اپریل میاشتې ۲۸ مه نیټه، نیت مې دی د مجلې لپاره مقاله ولیکم، خو دا چې له سفره راستون شوی او په رواني لحاظ د لیکنې په موډ کې نه یم، نو موضوع په لاس نه راځي. کله یوه موضوع انتخاب او ذهني ترتیب ورکړم او کله بله، خو چې پیلوم یې بیا مې اراده بدله شي. په تیلفون کې خلاص کړي واټس اپ ته پرلپسې مسیجونه را روان دي. دا مسیجونه د هغو خبرونو دي چې روزانه د افغانستان په لراوبر کې پیښیږي.  شیبه وروسته ټیلفون پرانیزم څه ګورم چې د هیواد له لراوبر څخه د امریکایانو او د هغوی د ګوډاګیانو د بیګانۍ شپې د چاپو او جنایاتو ګڼ خبرونه رارسیدلي دي.

له غزني څخه خبر وایي: تیر مازدیګر شپږ بجې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د کمال خیلو په کلي کې امریکایي ډرون په یوه شخصي موټر فیر وکړ،  چې په نتیجه کې یې د سیمې دوه عام وګړي ( نجیب الله او رفیع الله) چې تره او وراره کیدل شهیدان او موټر یې په بشپړ ډول له منځه یووړ.  بل خبر را خلاصوم چې په کې لیکلي: تیره شپه ۱۲  د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د پردل کلي ته امریکایان او داخلي کمانډویان راغلي وو او تر ۳ بجو پورې یې په کلي کې قتل و غارت روان کړی و. امریکایانو او داخلي عسکرو د پردل کلي د ګڼو کورونو دروازې په بمونو الوځولې دي. له کورونو یې قیمتي شیان غلا کړي، کلیوال یې وهلي ټکولي او په پای کې یې د اسدالله کاکا په نوم یو سپین ږیری له ځان سره وړی دی.

زه د غزني فکر اخیستی یم، او ځان په دې ډاډه کوم چې ځه که بده ورځ ده نو په ټول افغانستان خو نه ده، یوازې په جنوبي او مرکزي سیمو ده، د شمال ولایات خو د چاپو له اذیت څخه په امن دي. خو شیبه وروسته د ټیلفون په صفحه تازه مسیج را ښکاره کیږي: تیره شپه امریکایي او داخلي عسکرو د بلخ ولایت د نهر شاهي په شهرک افغانیه  سیمه چاپه وهلې ده، د ګڼو کورونو دروازې یې ماتې کړي دي. په نیمه شپه د خلکو په کورونو ورننوتي، وهل، ټکول، تړل او ښکنځل یې کړي، د تلاشۍ په نوم یې پیسې او قیمتي توکي غلا کړي په پای کې یې د سیمې درې تنه عام ولسي وګړي ولچک زولانه څرخکو ته اچولي او په نامعلوم لوري تللي دي.

د بلخ ولایت په خبر پسې متصل بل خبر راورسید چې یو ځل بیا د غزني ولایت کې  د چاپې ویرجنه حادثه بیانوي. خبر وایي: امریکایانو د غزني د واغز ولسوالۍ په خندق بازار چاپه وهلې، یو ډاکټر او څه عام خلک یې سخت وهلي دي، ځینو کورونو ته یې هم زیان اړولی د خندق بازار ګڼ دوکانونه سوځولي دي. له بازار او کورونو یې ډیر قیمتي توکي هم غلا کړي او بیا پر خپله مخه تللي.

خو د چاپو او وحشتونو د خبرونو تسلسل تمام نه لري. شیبه وروسته د لوګر له ازرې خبر رارسیږي چې بیګا شپه د همدې ولسوالۍ په امروت کلي ګډو وحشیانو چاپه وهلې د کلیوالو د دروازو په ماتولو او لوټمارۍ سربیره یې څلور تنه بې ګناه عام وګړي په شهادت رسولي دي. بل خبر وایي تېره شپه د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د لمن بازار سیمه کې امریکایانو او داخلي عسکرو چاپه وهلې ده، ټوله شپه یې وحشت او وژنې کړې، د کلیوالو ۸ کورونه یې په بمونو الوځولي، لس تنه ملکي عام وګړي یې شهیدان کړي او دوه تنه یې له ځان سره وړي دي.

زه د واټس آپ په صفحه د چاپو، وژنو، قتلونو او لوټماریو خبرونو دلګیر کړی یم، د تيلفون صفحه بندوم او په کمپیوټر کې د ټویټر صفحه را خلاصوم. خو دلته هم د اشغالګرو او ګوډاګیانو د ظلم او وحشت تاو را رسیدلی دی. د ټویټر په صفحه ویډیو په مخه راځي له پراخې ساحې څخه د اور لمبې پورته کیږي، د لوګیو لیکې تر آسمانه رسیږي او له ویډیو سره عیني شاهد وایي چې دا د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې ودود بازار سیمه ده. امریکایانو او ګوډاګیانو تیره شپه په دې بازار چاپه وهلې، د خلکو شتمنیو ته اورونه اچولي چې دا دی تر اوسه ترې لمبې پورته کیږي.وروسته په اجتماعي رسنیو نشر شویو تصویرونو وښودل چې په دې بازار کې ګڼ شمیر دوکانونه، واړه او باردار موټر او د غنمو تریشر سوځول شوي دي او خلکو ته د میلیونو افغانیو زیان رسیدلی دی.

په داسې حال کې چې په ګران هیواد د راغلې بدې ورځې د دې ۲۴ ساعته جریان لنډکی راپور را نغاړم یو ځل بیا د غزني له شلګر ( اندړو ولسوالۍ) څخه غموونکی خبر په مخه راځي. خبر وایي همدانن مازدیګر د دې ولسوالۍ د جوی شش په سیمه کې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د سیف الرحمن په نوم یو مستري چې د نظروالو د کلي اوسیدونکی و او ورځنی کار یې مستري توب و په نښه کړ او ځای پر ځای یې شهید کړ.

نو ګرانه لوستونکیه!

تا ته به رسنۍ ډیر دروغ ووایي، فیسبوکي مبلغین او د ارګ ټامیان به درته ووایي چې د اشرف غني په واکمنۍ کې وطن ګل او ګلزار دی، دوهم مفکر له افغانستانه سویس جوړ کړی دی او داسې نور درواغ . . .  خو باید خبر وې چې د وطن اصلي داستان همدا دی کوم چې درته ما بیان کړ. دا یوازې د ۲۴ ساعتونو حادثې دي، دا یوازې مشت نمونه خروار ده کنه په حاکم چنګیزي دور کې زموږ  له هیواد سره د شاعر هغه خبره ښه لګیږي چې

دلته ماښام تل د ماتم په تور لباس کې راځي

دلته سهار وي د کفن غوندې رڼا اغوستې

Related posts