سپتمبر 23, 2019

پروان : سیاه ګرد کې ۱ اربکی له وسلې سره مجاهدینو ته تسلیم شو

پروان : سیاه ګرد کې ۱ اربکی له وسلې سره مجاهدینو ته تسلیم شو

تیره ورځ  د پروان ولايت، سیاګرد ولسوالۍ اړوند، سيدان دره کې د جمعه ګل ولد غلام نظر په نوم ۱ تن اربکی د اسلامي امارت د دعوت ارشاد اوجلب جذب د کميسيون په هلو ځلو او د ساحې د مجاهدينو په همکارۍ د ګوډاګۍ ادارې نه راجلا او مجاهدينو ته تسليم شو. نوموړي خپل یو میل کلاشنکوف او چانټه هم مجاهدینو ته سپارلي او ژمنه یې کړې چې بیا به د مزدوري ادارې لیکو ته نه ورځي.

2019/5/24

Related posts