سپتمبر 23, 2019

پارلمان، د اتلس کلنو لاسته راوړنو یوه بیلګه

پارلمان، د اتلس کلنو لاسته راوړنو یوه بیلګه

قاري حبیب

اوریدلي به مو وي، هرکله چې په افغانستان کې د روانې غمیزې د پای ته رسولو په تکل د سوله ییز حل، تفاهم، بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو خبره کیږي، نو سمدستي ورسره د ارګ واکمنان، په ډالرو معتاد چارواکي او د مدني فعالینو په نوم د لیبرالیزم زوذات دا خبره راپورته کوي چې ( اتلس کلنې لاسته راوړنې باید وساتل شي)

اتلس کلنې لاسته راوړنې د دوی د ژبې هغه ورد دی چې په هر مجلس، هر فورم او هر دریځ یې بیا بیا او خورا په شد او مد سره یادوي. خو دې تفصیل ته نه ورځي چې بالاخره دغه اتلس کلنې لاسته راوړنې څه دي؟ څومره په معیار برابرې دي؟ دې اولس ته یې کومه ښیرازي او نیکنامي راوړې ده؟ د دې هیواد شمله یې لوړه کړې او که په نړیواله کچه یې شرمولی دی؟؟ راځئ دلته د اتلس کلنو لاسته راوړنو له جملې یوه یې د انصاف په تله پیمانه کړو تر څو معلومه شي چې د لاسته راوړنو شعار بازان تر کومه حده په خپله خبره کې حق په جانب دي.

د اتلس کلنو لاسته راوړنو یوه مهمه یې ولسي جرګه یا پارلمان یادیږي. دلته به دې بحث ته نه ځو چې د موجوده پارلمان لپاره څه ډول ټاکنې ترسره شوې؟ ټولو ته یاد دي چې دغه پروسه له پیله مهندسي شوې او ناخپلواکه وه، دکاندیدانو لستونه یې بهرنیو سفیرانو تائیدول او نهایي کول. کمپاینونه یې د رسوایۍ، جنجالونو او شخړو څخه ډک وو. د ټاکنو په ورځ اولس سراسري بایکاټ وکړ، یوازې د ښارونو محدودو اوسیدونکو چې اکثره یي دولتي کارمندان وو په ټاکنو کې شرکت وکړ. وروسته د رایو د شمیر پروسه چې پوره ۷ میاشتې وخت یې ونیو، په ډالري سوداګرۍ بدله شوه. یوازې هغه کاندید بریالی اعلانیدلای شوای چې د ټاکنو کمیسون ته یې ډیرې پیسې ورکولای شوای. له همدې امله خو زیاتره هغه خلک بریالي اعلان شول چې پیسه دار او په خاص ډول د بهرنیو ځواکونو سره قراردادیان او ټیکه داران وو.

د ټاکنو پروسه دومره خندنۍ وه چې د حکومت جرائیه رئیس ورپورې ټوکې وکړې او د ارګ د مشر په فرمان د ټاکنو د کمیسیون غړي ممنوع الخروج اعلان شول، خو د رسوایۍ دغې لړۍ هغه وخت انفجار وکړ کله چې د پارلمان د کار له پیل سره سم د اداري پلاوي د ټاکنو په لړ کې یو داسې کس د پارلمان د مشرۍ لپاره ډیرې رایې خپلې کړې چې له دې وړاندې یې په بګرام کې د امریکایي عسکرو د غایطه موادو د انتقال او سوځولو ټیکه درلوده او له همدې درکه یې ډیرې پیسې پیدا کړې وې.

میر رحمان رحماني چې د پروان د بګرام اوسیدونکی دی، په تیرو څو کلونو کې یې د بګرام اډې د فضله موادو د تصفیې قرارداد درلود. نوموړي د پارلمان د مشرتابه لپاره د ضرورت وړ ۱۲۴ رایو له جملې ۱۲۳ رایې وګټلې چې یوازې یوه رایه کمه وه. کمه رایه هغه جنجالي رای پاڼه وه چې د نوموړي په حق کې د ټیک مارک تر څنګ یوه نقطه (ټکی) هم ایښودل شوی و چې درای اچولو د اصولو له مخې هغه رای پاڼې چې له ټیک مارک علاوه نور خطوط ولري باطلې اعلانیږي چې په همدې سبب د رحماني همدغه رایه په لومړني شمیر کې باطله اعلان شوه.

خو وروسته چې د پارلمان د مشرۍ په سر جنجالونو زور واخیست، د پنجشیر وکیل ظل محمد زلمي په کې چاړه وایسته، ښکنځلې وشوې او د رسوایۍ یوه شرموونکي ننداره نړۍ ته وښودل شوه، په پای کې خبره دې ته راغله چې باید د پارلمان د مشرۍ لپاره کارول شوې رای پاڼې بیا وکتل شي چې په دې بیا کتنه کې همدغه نقطه لرونکي رای پاڼه د جنجال زړی شو،چې ځینو صحیح او ځینو باطله رایه بلله.

د کابل رژیم د استخباراتو پخواني مشر رحمت الله نبیل لیکلي دي چې د ده د معلوماتو له مخې په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې د همدې یوې رای پاڼې بلکې په رای پاڼه د شته ټکي د سم یا غلط ثابتولو لپاره دوه میلیونه ډالره رشوت د پارلمان د وکیلانو تر منځ لاس په لاس شوی دی. رحماني هڅه کوي چې دغه ټکی د رای پاڼې د بطلان دلیل ونه بلل شي او مخالف کاندید کمال ناصر اصولي بیا هڅه کوي چې دغه ټکی د رای پاڼې د بطلان دلیل شي.

رحمت الله نبیل وایي چې په ولسي جرګه کې د ډالري غټانو تر منځ په داسې حال کې یوه نقطه په میلیونونو ډالرو خرڅیږي او اخیستل کیږي چې دافغانستان تر نیمایي زیات نفوس (۵۴ فیصده) د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او په لسګونو زره خلک په وږي نس ویده کیږي، دې ته په پام سره د پارلماني وکیلانو دغه نادودې یوازې( ملي شرم) ګڼل کیدای شي.

دا د پارلمان په نوم د یوې اتلس کلنې لاسته راوړنې په اړه د هغه چا قضاوت دی چې د همدې نظام مهم شخص دی او کلونه کلونه یې د ملي امنیت د ریاست وظیفه ترسره کړي ده. له دې څخه اټکل کړئ چې د اتلس کلنو لاسته راوړنو په نوم د غربي وارداتو کیفیت تر کومه حده لویدلی، د شرم وړ او له سلو معائبو مالامال دی. چې له همدې ځایه بیا د نورو لاسته راوړنو درک هم لګولی او قیاس کولای شو.

Related posts