سپتمبر 23, 2019

الفتح عملیاتو دښمن سرسامه کړی

الفتح عملیاتو دښمن سرسامه کړی

د ورځي خبره:

د الفتح بریمنو عملیاتو  له پیله اشغالګرو ځواکونو او کابل رژیم ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي،اتلو مجاهدینو  دګران هیواد په مختلفو سیمو کې دلسګونو پوستو، بیسونو اوپراخو سیمو  ترڅنګ شپږ ولسوالۍ  هم په بشپړه توګه فتحه کړې او  مظلوم ولس ته  یې د یرغلګرو او دهغوی داجیرو وسله والو له شر او شور څخه نجات ورکړ.

دښمن دخپل عادت له مخي  الفتح عملیات ناکام بللي، خو په عمل کې الفتح عملیاتو دښمن  داسي وارخطا کړ،چې یوه او بله خوا منډي وهي،پر ولسي خلګو بمونه او توغندي اوروي،مګر دمجاهدینو سره دمخامخ مقابلې توان نه لري.

دالفتح عملیاتو په اعلان او  بریمن پیل سره اسلامي امارت  یو ځل بیاثابته کړه چې پراخ ولسي ملاتړ لري او څه  چې وایې په عمل کې یې ترسره کوي،دښمن د اسلامي امارت برعکس نه ولسي ملاتړ لري او نه هم داسي روحیه لري چې دمجاهدینو په وړاندي ټینګ شي.

کابل رژیم د یرغلګرو دمځکني او هوایې ملاتړ څخه برخمن دی،خو داشغالګرو پر ملاتړ سربیره ورځ تربلې د نابودۍ او شرمندګۍ په لور درومي،وجه یې داده چې دهیواد او اسلام د قسم خوړلودښمنانو ټوپک یې پر اوږه دی او د پردیو موخو او ګټو لپاره له خپل ولس سره په جګړه بوخت دی.

دالفتح عملیاتو ګړندي بریمن بهیر یرغلګر او کابل رژیم په اضطرار کې ایسار کړي،ضد ونقیض څرګندونې کوي، داخلي اختلافونه یې اوج ته رسیدلی،په جوپو جوپو وسله وال یې اسلامي امارت ته تسلیمیږي او  درژیم  دواک لمن او دکنټرول ساحه ورځ تربلي  تر کابله  او ځینو لویو ښارونو ور ټولیږي او محدودیږي.

Related posts