دسمبر 10, 2019

افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی

افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی

استاد : توریالی همت

ګرانو لوستونکو! رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله له مکې څخه مدينې منورې ته هجرت کاوه نو مکه مکرمه يې مخاطب کړه چې ای مکې ته ماته ډيره ګرانه او محبوبه یې ستا کوڅو، غرونو او ډاګونو سره زه مینه او محبت لرم قسم په الله تعالی چې ستا اهل ظالم شوی نه وای او زه یې مجبور کړی نه وای ما به له تا څخه هجرت نه وو کړی پدې اساس وطن، وطن وې يو لوی کور وي او یو وړوکی کور ، وطن لوی کور عظیمه او ستره مور ده له وطن سره مینه او محبت یو فطري او طبعي خبره ده . محترمولوستونکو د اسلام دښمنان له افغانستان څخه شام اوعراق جوړول غواړي، مونږ اوتاسې باید په دې حساسو شېبو کښې ددښمنانوساز شونه ناکام کړوځکه چې اسلام زمونږ روح او افغانستان زمونږ جسددی ددواړوساتنه او پالنه په هر افغان فرض ده او په چا کښې چې يوه ذره ایمان هم وي هغه به له خپل هیواد سره مینه او محبت ضرور لري اوله لویشت لویشت خاورې څخه به يې دفاع کوي او څوک چې ورته په کړو او خیرنو سترګو ګوري سترګې به ترې باسي همداشان هر څوک چې د یرغلګرو په خلاف په لاس ، ژبې او قلم سره مبارزه او جهاد کوي او د یرغلګرو د شتون او اډو سره مخالف وي د هر يرغلګر او مداخله ګر خلاف مرچل او سنګر نیسي دا کسان محب وطن او اصیل افغانان دي او د خپل وطن او ولس حق یې ادا کړی او هر څوک چې د بهرنیانو د اډو شتون او موجودیت ملاتړ او حمایت کوي او د بهرنیانو د ګټو او اهدافو د تحقق لپاره کار کوي دا کسان محب وطن او اصیل افغانان ندي بلکې همدوی د پردیو تالي څټي غلامان د افغانستان او د افغانانو دښمنان دي پدې اساس او په دې حساسو شرائطو کښې مونږ ته له بل هر وخت څخه زیات ضرورت دی چې په خپل وحدت یووالي او سنجیده حرکت د دښمنانو دسیسې شنډې کړو قدرمنو لوستونکو! د افغانستان ټول قومونه مسلمان او ولسونه يې غیرتي دي خپل تېر تاریخ ته په کتو سره یو ځل بیا د وحدت او اتفاق مظاهره وکړئ په هر قوم کښې ښه او بد خلک شته د څو اوباشو، غلامانو او جاسوسانو له کبله باید ټول قوم سپک یاد نشي او د یوی سپږې په سر ټول پوستین ته اور وانه چول شي دا هم يو حقيقت دی چې سلطان محمود غزنوي، شهاب الدین غوري، احمد شاه بابا او وزیر اکبر خان د ټول ولس قهرمانان دي ټول ولس او ټول قومونه پرې فخر کوي خو شاه شجاع او ببرک کارمل بې ننګه غلامان او ټول ولس ته د شرم او پیغور طوق لعنت دي پدې اساس هر پښتون کې چې ایمان او غیرت وي احمد شاه ابدالي دی او هر فارسي ژبي کې چې ایمان او غيرت وي هغه سلطان محمود غزنوي دی او کوم پښتون کې چې ایمان او غيرت نه وي له وطن اوولس سره مینه او محبت ونه لري هغه د شاه شجاع غوندې غلام دی او کوم فارسي ژبي کې چې ایمان اوغيرت نه وي، د وطن او ولس سره مینه او محبت ونه لري هغه ببرک کارمل غوندې غلام دی عزتمنو لوستونکو په هیواد کې د پښتو او فارسي په نامه د تعصبونو او جګړو رامنځته کول د افغانستان د دښمنانو لخوا د ګمارل شوو ایجنټانو او جاسوسانو دنده، وظیفه او کار دی چې ولس باید ورته متوجه او بیداروي هر څوک چې قومي سمتي او تنظیمي تعصب ته لمن وهي او په دې کاذبه دعوه د خپل قوم یا ډلې د خدمت ډبرې په سینه وهي ما قبل او مابعد ته يې که په ځیر سره وکتل شي وبه ليدل شي چې د پردیو ایجنټان او د خپل ولس او قوم اصلي دښمنان همدوی دي په حقیقت کې افغانستان کې میشت قومونه د زرګونو کلونو اوږد تاریخ لري د یو بل سره د وینې رشتي لري داسې کورونه هم شته چې څه غړي يې پښتو او څه فارسي وايي د ډیرو وګړو پلار پښتون اومور فارسي ژبي وي او د ډیرو پلار فارسي ژبی او مور يې پښتنه وي داسې کلي او کورونه هم شته چې د ورځې فارسي او د شپې په پښتو خبرې کوي او داسې کلي ډیر دي چې پښتو او فارسي ژبي پکې ګډ د وروری ژوند کوي . محترمو لوستونکو! دا هم یو حقیقت دی چې بهرنیان ځينو پښتنو او فارسي ژبو عناصرو ته پېسې ورکوي تلويزنونه او اخبارونه یې په اختیار کې ورکړي يو د بل خلاف فعالیت کوي پداسې حال کې چې پښتانه او فارسي ژبي د زرګونو کلونو د یوځای اوسیدو او ورورګلوی ګډ تاریخ لري خونن همدې بهرنیانو د پیسو په زور د یو بل په وړاندې د دښمنی په سنګر کې درولي دي یو د بل په خلاف استعمالوي د قومي سمتي او ژبني تعصبونو په اساس يې سره ویشي حتی مشران يې ترور کوي او پړه يې په یو بل اچوي په داسې حال کې چې دغه د قوم سمت او ژبې دروغجن مدعیان نه د خپل قوم سره مینه لري نه د هغوی د خدمت جذبه ورسره شته نه دهغوی د ارامی او سوکالی په فکر کې دي بلکې ورځ تر بلې يې په بدبختی ګرفتارول او اخته کول غواړي کوم کسان چې د خپلو بادارانو ته د خوش خدمتی او خپلو جیبونو د ډکولو په ناروا رقابت کې لویدلي دي هغوی ته وایو چې راځئ د خپل ولس د شهامت جهاد او میړانې قدرداني وکړئ د پردیو غلامي پریږدئ د خپل هیواد د جوړولو په فکر کې شئ په خپل ولس اعتماد وکړئ او د اسلام د عملي کیدو او په وطن کې د اسلامي نظام د جوړیدو په فکر کې شئ چې د ټولو جنجالونو، مشکلاتو او ستونځو یواځنی د حل لاره همدا ده نورې ټولې لارې ولس او وطن ته د لازیاتې بربادی او نابودی لامل ګرځي او غیرتي ولس ته مو پیغام دا دی چې د وطن ، قوم او ملت د دروغجنو خواخوږو او مکارو مدعیانو څخه خپل برائت او بې زاري اعلان کړي او د دښمنانو په سترګه ورته وګورئ په خپلو کې سره د وروری لاسونه ورکړئ ترڅو دښمنان خپل دا ارمان چې افغانستان تجزيه شي ځان سره ګورته ويسي او افغانستان د تل لپاره يو ازاد ، مستقل او اسلامي هیواد په توګه په نړۍ کې پاتې شي وما ذلك على الله بعزيز قدرمنو لوستونکو! دا هم یو حقیقت دی چې په افغانستان کې ړندې بمباری او بې هدفه چاودنې د اسلام او افغانستان د دښمنانو کار دی چې عام ولس ته پکښې مرګ ژوبله رسیږي او ګټه یې د اسلام او افغانستان دښمنانو ته رسیږي دا چې امریکایانو څو څو ځلې د ملي اردو ، پولیسو او اربکیانو په پوستو بمباری کړې همداشان یې د افغانانو په کورونو، ودونو، جنازو او جوماتونو بمونه غورځولي دي او په ګڼو چاودنو کې هم د امریکایانو لاس لرل ثابت شوي چې په سلګونو افغانان يې په شهادت رسولي نه خو چا د امریکا په خلاف مظاهره وکړه او نه چا جلسه بیا د امریکا ایجنټانو د پورته ذکر شوو جنایاتو، ظلمونو او وحشتونو پړه په افغانانو اچولې او افغانان يې د یو بل خلاف هڅولي او درولي چې دا ټول تحریک د افغانستان د دښمنانو لخوا صورت نیسي ګرانو لوستونکو! دا هم یو حقیقت دی چې د بهرنیانو په موجودیت کې نه د اشرف غني او عبدالله په استعفاء او پاتی کیدو امن و امان راتلای شي او نه په انتخاباتو او مذاکراتو امن راتلای شی که په چا افغانستان ګران وي او ورسره مینه لري دلته د امن اوامان غوښتونکی او د چاودنو، جګړو، ګډوډی او ظلم سره په رښتیا مخالف وي هغوی باید هیواد کې د سولې په مخ کې د پرتو عواملو د لرې کولو کوشش وکړي چې تر ټولو لوی خند اولوی عامل د بهرنیانو شتون او موجودیت دی پکار ده چې د بهرنیانو د مداخلو په خلاف مظاهرې وشي ولسي پاڅون او قیام ته لاره هواره شي ځکه د خارجیانو له وتلو پرته هیواد کې نه سوله راتللی شي اونه د ابادی ودانی او سوکالی کارونه کیدای شي همداشان هر څوک چې د افغانستان د بې ګناه وګړو په وژلو بې عزته کولو او ربړولو خوشحالیږي هغوی اصیل افغانان نه دي هغوی د پردیو تالي څټي غلامان دي الله تعالی دې د دوی اصلي څیرې ګرانو وطنوالو ته څرګندې او رسوا کړي او الله تعالی دې اسلام او خپل هیواد سره مینه او محبت د افغانانو په برخه او نصيب کړي . آمین یارب العالمين.
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته

Related posts