جولای 23, 2019

هرفرعون نیل ته راځي

هرفرعون نیل ته راځي

لیکنه: امرالله عمران

افغانستان هغه هیواد دی چې دنړۍ په سطحه امتیاز لري ،چې هیڅ یو فرعون ته یې سر ندی ښکته کړی، او نه په اوږد مهال کې د چا مستعمره پاتې شوی، بلکې د نړۍ لوي لوي قدرتونه یې په خپله خاوره کې راپرزولي، په نوییمه لسیزه کې په ۱۳۵۷ میلادی کال د وخت لویې زبرزواک روسیې پر خپلو مستعمرو بسنه ونه کړه او پښې یې افغانستان ته هم را اوږدې کړي.
سره د بشري او مادی زواک په افغانستان یې یرغل وکړ، د روسیې استعمار ماتېدل هغه وخت یو خیال وو، چې هېچا یې د ماتې اټکل هم نشو کولی، له لس کلن استعمار وروسته د بشري او مادي زواک سره سره روسیې په افغانستان کې بشپړه ماتې وخوړه او د افغانانو د دوه نیم میلیونه خلکو د قربانۍ له امله ټولو هېوادونو ترې ازادي واخیسته. شوروي اتحاد یوازې روسیه پاتې شوه او ټول پوځي ځواک، مستعمرې، خاوره، اقتصاد او هر څه یې له لاسه ورکړل.
د روسیې د ماتې اثرات لاپاتې وه چې د نړۍ بل فرعوني زبرزواک امریکا په ۲۰۰۱ ز کال کې د افغانستان په پاکه خاوره نا پاکه قدمونه کیښودل، دافغانستان د یرغل لپاره یې له ځان سره د نړۍ نور وحشيان هم ملگري کړل او ۱۵۰ زره پوځیان یې د افغانانو وژلو لپاره افغانستان ته راولېږل ،او دلته یې یو بشپړ اسلامي نظام ړنگ کړ.
امریکا د القاعدې، مخدره توکو او نړۍ ته د گواښ په پلمه دنړیوالو اصولو خلاف پر افغانستان یرغل وکړ؛ او بې دریغه یې بې سرفی خالې لاس افغانان ووژل، زندانونه یې پري ډک کړل، چې دا لړیې لاهم ادامه لري اوس دا دی د دوي د وحشته اتلس کاله تیریږي خو اوسني حقایق په افغانستان کې سرچپه دي. نه نړۍ له گواښه خلاصه شوه او نه په افغانستان کې مخدره توکي ورک شول، او اوس افغانان د یو داسې بدنام نظام شاهدان دي چې حتا په نوم اخیستو یې شرمیږي !
خو اوسني حقایق ټولو ته ښکاره دي، چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او نوره د پښو سپکولو په لټه کې ده دسولې په بهانه غواړي نور له افغانستانه ووځې.
یو ورځ به داسې هم راشي، چې امریکا او ناټو له افغانستان نه په بشپړ ډول وتلي وي او دلته یو سوچه، اسلامي او افغاني نظام راغلی وي او د میلیونونو خلکو هیلې پوره شوي وي.
امریکا به په افغانستان کې د روسیې په برخلیک اخته کېږي او ماتې به یې حتماً موږ په خپلو سترګو وگورو. خو بېړه به نه کوو، ځکه موږ چې اتلس کاله انتظار وکړ؛ نو لږ انتظار نور هم کولی شو.

Related posts