فبروري 24, 2020

جعلي انتخابات د ارقامو په آیینه کې

جعلي انتخابات د ارقامو په آیینه کې

د اونۍ تبصره:

بالاخره د هغو جعلي او نمایشي ټاکنو لومړنی پایلې له درې میاشتني ځنډ وروسته اعلان شوې چې تقریبا له تیر یوکال راهیسې ورته کاذب تبلیغات کیږي او  هڅه روانه ده تر څو د دروغو او تزویر په مټ حیثیت ورکړای شي. دلته په دې بحث نه کوو چې د ولسمشرۍ تش په نامه ټاکنې څومره واقعي وې، واک یې د چا په لاس کې و او د کومو اغراضو لپاره ترسره شوې؟؟ بلکې د هغو ارقامو په اساس چې د ټاکنو کمیسیون اعلان کړي دي، غواړو یوازې د دې ټاکنو په جعلیت خبره وکړو.

د تقریبي احصایو له مخې د افغانستان نفوس۳۵ میلیونه ته رسیږي. د ټاکنو د قانون له مخې د نفوس نیمایي برخه په هغو شرایطو برابر دي چې باید رایې وکاروي. د ټاکنو کمیسیون وایي چې په تیرو انتخاباتو کې شاوخوا یو میلیون او اته سوه زره رایې کاریدلې دي.  په دې حساب ویلی شو، چې د رایې د حق درلودونکو له جملې تر لس فیصده کمو خلکو په ټاکنو کې ګډون کړی دی. که چیرې د رایې اچوونکو شمیر د ټول نفوس په تناسب واخلو نو تر پنځه فیصده کمو افغانانو په ټاکنو کې ګډون کړی دی. د دې مطلب دا راوځي چې تر ۹۰ فیصده زیاتو افغانانو له ټاکنو سره عملا پریکون کړی او په دې کاذبه پروسه کې له ګډون څخه یې ځان ساتلی. که په کوم بل هیواد کې ټاکنې له دغسې ولسي غبرګون او پریکون سره مخامخ شي نو هغه د دموکراسۍ سقوط او زوال ګڼل کیږي. تیرې ټاکنې له شک پرته د تپل شوې دموکراسۍ په مخ د افغان اولس درنه څپیړه وه.

د ټاکنو کمیسیون وایي چې اشرف غني ۹ لکه رایې ګټلې دي او په همدې کم شمیر رایو شاید ولسمشر وټاکل شي. که د اشرف غني دا ۹ لکه رایې پاکې وشمیرو مطلب یې دا دی چې یوازې ۹ لکه خلک چې د افغانستان د ټول نفوس دوه نیم فیصده کیږي د اشرف غني ملاتړ کوي، چې هغه هم شاید اکثر د رژیم هغه معاشخواره وي چې په امنیتي لیکو او نورو ادارو کې دندې اجراء کوي.

خو د ټاکنو د کمیسیون په دې ارقامو هم کلک انتقادونه موجود دي، د اشرف غني سیالان د نوموړې رایې له ۹لکه هم کمې بولي او وایي چې اشرف غني په منظم تقلب سره دومره رایې د ځان کړي دي. تر اوسه پورې د اعلان شویو رایو په اړه د شکایتو کمیسیون ته ۱۷ زره شکایات جمع شوي دي.

که بالفرض د ټاکنو کمیسیون لخوا اعلان شوې رایې پاکې وې، معنی یې دا ده چې اشرف غني یوازې د دوه نیم فیصده افغانانو په ملاتړ ځان ته مشروع ولسمشر وایي. کله چې اتلس کاله وړاندې امریکایانو په افغانستان یرغل کاوه، امریکایانو د یو نړیوال تحقیقاتي سازمان د احصائیې له مخې ویل چې د افغانستان یوازې ۱۶ فیصده خلک د طالبانو ملاتړ کوي نو ځکه یې نظام مشروعیت نه لري. موږ نه پوهیږو چې امریکایانو څرنګه د شپاړس فیصده ملاتړ درلودونکی نظام نامشرع ګاڼه مګر اوس هغه رژیم په رسمیت پیژني چې یوازې دوه نیم فیصده خلک یې ملاتړ کوي او په دې ملاتړ هم ۱۷ زره نقدونه او شکونه موجود دي!!؟؟؟

لوړ ارقام د دې خبرې ثبوت دی چې زموږ په مؤمن او خپلواک ولس تپل شوی ګوډاګی رژیم او اجیر چارواکي په عام اولس کې هیڅ د حساب وړ ملاتړ نه لري. ولس دغه د وسلو په زور تپل شوی حاکمیت په رسمیت نه پیژني او نه هم د افغانستان د سیاسي نمایندګانو په حیث ورته ګوري. له ټاکنو سره د پریکون په اړه د اسلامي امارت غږ ته لبیک ویل د دې خبرې نغد ثبوت دی چې عام ولس له اسلامي امارت سره کلک فکري او معنوي پیوستون لري.

Related posts