سپتمبر 23, 2019

د شهید مولوی سمیع الله احرار (وحدت) لنډ ژوند لیک

د شهید مولوی سمیع الله احرار (وحدت) لنډ ژوند لیک

محسن پکتين:

په روانه يوېشتمه پېړۍ کې د طالبانو يو غريبانه او نادر ظهور د منځنۍ اسيا په تاريخ کې يوه ساده خو نږدې تر ټولو ستره پېښه وه چې دلته يې ګڼ شمېر نوښتونه له ځان سره لرل، د حجرې يو طالب د سيمي له دود سره سم په اونېزه رخصتۍ د پنجشنبې په ورځ د کور پر لور او بيا په سبا بېرته تر حجرې راځي د لارې د اوږدو انارشۍ، ټوپک او پاټک سالارۍ يې په ذهن کې د يو غورځنګ خريطه او پلان کاږي او فکر يې بدلوي.
د خپل ولس ترمنځ دغه عظيم او محبوب طالب د هوا مرغۍ غوندې بې ضرره، ډاډه او ولس ته اړ ژوند تېروي، خو يوه ورځ يې د همدې ولس کړاوونو ته بې کچې فکر خرابېږي، کتاب بندوي، د يو ستړي او له اخه توخه لوېدلي لاروي غوندې خوله اوسترګي نيم خلاصي له درده خوَابَدَیْ په ډډه پرېوزي او ژوره سا أخلي، په فکر کې له ډوبېدو سره يو ناڅاپه له ځان سره وايي نور (دا درسونه) نه کېږي…
وخت او ظروفو ته په پام د طالبانو په حجرو راګرځي او لکه د مسجد خټو او يو دروند خدمت ياهم د غنمو لَوْ ته چې اشر راغواړي هغوي راټولوي، د همدغه مهال د ويښ ضمير څښتنان ملاوي تړي او د نورو بيا کرار ور پسې ضميرونه را وېښېږي… د غورځنګ د همدې لومړيو شېبو په يوه سخته ورځ ورسره له سابقينواَوَّلِيْنو يو د دښمن په حصارځای کې نښلي، وسله نشته، مرمۍ کمي دي، جګړه له ورځي شپې او بيا دوو ته لاړه، ملګری وارخطا دی چې څه به پېښېږي، خو د متين هوډ دغه طالب بيا هم له پوره ډاډ سره په نورمال حالت له هماااغه په ذهن کې ښکل شوې خريطې او پلان سره سم ورته وايي موږ اوس يو ډېر لوی کار پيل کړی د ورځي، لسو ورځو او مياشتي خبره نه ده ……. اوس چې د هغه پر دې ساده وړاندوينه دوه نيمي لسيزي اوړي رښتيا هم يو ډېر لوی کار، پېښه او ورسره د ورځو او مياشتو نه دی، لا نور هم وخت غواړي او نووښتونه رانغاړي.
هو ! مرحوم ملا محمد عمر مجاهد د حجرو د طالبانو ياد أشر د يو خونړي غورځنګ او اوږد انقلاب لپاره راغوښتی او په خپل نوم يو روښانه تاريخ کې يې د خپل ځانګړي فکر په توګه په اسلامي ټولنه کې پنځولی، چې لا تر اوسه کټ مټ د هغه په پله د مدرسو طالبان او ديني عالمان د خپل ولس او ټولني ستونزو او کړاوونو ته په پام د مسئوليت او رسالت د احساس له مخې له مرحوم ملاصاحب څخه را پاتې اسلامي امارت کې لوبېږي، له منځه يې قرباني کېږي، او له همدې لاري د دين او سياست د يووالي چاره ترسره شوې، پرمخ درومي او نووښتونه را منځته کېږي.
دوی که څه هم د بېلابېلو ښو استعدادونو او وړتيا و څښتن(خطيبان، علمي څيري، شاعران، ليکوالان، نعت خوانان، پوځي پوهان، فرهنګي شخصیتونه او…)دي، خو چې د وخت شرائط يې د خپل فن ترڅنګ د وسلې پورته کول ايجاب کړي بيا د سر د قربانۍ ټول يو له بله تږي دي، او همداسي د قربانۍ په بېلابېلو بخشونو (عادي او عامو مجاهدينو، استشهاد، سياره قطعه، لېزري/سره قطعه، غلچکي او نفوذي فعاليتونو او…) کې روزني او فعاليت لري چې تراوسه يې جګړه ايز، تبليغاتي، سياسي او ډېپلوماټيک درۍ ډګرونه فتحه کړي.
لاندې د يو باتور او زړور ځلموټي د علمي او جهادي ژوند په اړه ګړېږو، هو! مولوي سميع الله تقبله الله چې په خپل فن کې په احرار او نظامي تشکيلاتو کې په وحدت يادېده په خپل ژوند کې ډېرڅه درلودل، خو دلته مو شته امکاناتو او خواريو ته په کتو پر ډېر ليږڅه بسنه کړې او ناپېيلې کيسې مو يوې خواته کړې دي.

زوکړه او زدکړې:
شیهد مولوی سمیع الله (احرار/وحدت) تقبله الله د حاجی حمد اللّٰه زوی د ملا حبيب الله لمسی له نن څخه۳۲کاله وړاندې په 1408سپوږميز کال د لوګر ولایت خروار ولسوالۍ د شیخانو کلي په يوه دينداره اوعلمي کورنۍ کې زيږيدلى، ديني زدکړې يې د کلي له ملا امام څخه په قاعده او بيا پر قرآنکريم پيل کړې، لومړنۍ او منځنۍ زدکړي يې يوڅه د خروار ولسوالۍ د عبدالقديم جان اخندزاده صاحب خدام العلوم نومې مدرسه کې وکړې او پاتې يې د ګاونډي هيواد خيبر پختونخوا ايالت په بیلا بیلو مدرسو لکه د خوست په پوله د شمالي وزېرستان غلام خان، ميرانشاه شهزاده کوټکي، ټل ښار ته څېرمه بلندخیلو، د هنګو ولايت دوابه ولسوالۍ، نرياب او طوري وړۍ سيمي، خساري کيمپ، د کرمې ايجنسۍ ډاډکمر، اُچت کرم او کوهاټ ولايت کې ترسره کړې.
د لوړو زدکړو وړه دوره يې دوه ځله د دوابې ولسوالۍ په جامعه اسلاميه نظاميه کې له شيخ الحديث طالب جان (اديب) صاحب څخه ولوسته، نوموړی په شيخ صاحب ډېر ګران او خاص شاګرد يې و، لويه دوره یې هم د هنګو ولايت زرګري سيمي په جامعه اسلامیه کې له مرحوم شیخ القرآن والحدیث پیر طریقت عبدالستار جان کابلي رحمه الله، او محترم شيخ الحديث افضل حسين حسيني حفظه الله څخه وکړه او همدلته يې په ۱۴۳۲ سپوږميز کال د ملايي پګړۍ پر سر او له حديثو د فراغت سند ترلاسه کړ.
له محترم حسيني صاحب څخه يې په تصوف کې لاس نيوى هم کړى وو، له دوی پرته يې له مشهورو استادانو شيخ الحديث حاجي محمد حقاني صيب، شيخ الحديث محمد معلم جان صيب، مولوي فضل الرحیم عابد صیب، شيخ مسلمین راشد صيب، مولوي احسان اللّٰه عباسي صيب، مولوي ګل الرحمن اخندزاده صيب د يادوني وړ دي، له فراغت وروسته يې يو کال په خوست کې درس وکړ او بيا يې د امامت ترڅنګ يوه کليوالي مدرسه کې د استاد په حيث دنده ترسره کړه.
د جهاد پيل او دندې يې: مولوي سميع الله احرار تقبله الله له وړوکتوبه د ويښ ضمير، لوړ جهادي فکر څښتن او د اېثار او فداکارۍ له ولولې سرشاره ځلمکی و، هغه مهال چې تازه يې ږېره پرمخ راغلې وه او ورسره يې د طالبۍ نوی پيل و د ۱۴۲۵سپوږميزکال شاوخوا کې چې له۲۰۰۵زېږديز کال سره برابر دی لومړنۍ نظامي زدکړي يې وکړې او په زړه پوري مسلکي وړتيا يې ترلاسه کړه، له همدې ځايه د اسلامي امارت د خونړي غورځنګ ملګری شو، د خپل استاد او تره زوی مولوي فضل الرحيم عابد صيب تر مشرۍ لاندې يې د فرد په حيث جهادي فعاليت پيل کړ او د ژوند ترپايه د يو دروند او متعهد مجاهد په صفت له محترم عابد صيب سره پاتي شو.
دا چې احرار لا هغه مهال کشر و، سبقان يې نوي پيل کړي او کتابونه يې لاهم واړه و، او بل د پلار مشر زوی (يواځينی ورور يې لا۳کلن) و، نو ځکه به يې ډېر کم او يواځي کلنۍ رخصتۍ په تشکيل کې برخه أخيستلای شوه، خو وروسته يې د أخترونو او غير مترقبه رخصتيو څخه په استفادې کرار جهادي فعاليت پراخ شو، له فراغت وروسته يې که څه هم د کور اقتصادي چارو لمنه و نېوه خو همت يې کاوه او د طالبۍ تر وخت يې جهادي فعاليتونو ته زياته وده ور کړې وه.
شهيد وحدت تقبله الله د لوګر ولايت خروار او څرخ ولسواليو د ګڼو سيمو عملياتو، همدارنګه په ننګرهار کې د داعش پديدې په وړاندې د لومړۍ کرښې شاهد پاتې شوی او د يو تکړه سرښندونکي مجاهد په صفت يې په زړه پوري چاري ترسره کړې، هغه د سپکو وسلو ترڅنګ په درنو وسلو کې هم ډېر ښه بلد و چې په سترو عملياتو کې به يې د هغو له جملې۷۲ملي متري/ هشتاد دو د خپلي ځانګړې وسلې په توګه کارول، د خروار او څرخ ولسواليو په فتحه کې د هغه بارز رول، هېښونکې مېړانه او د۷۲ملي متري په مټ رسا ګوزارونه يې ژوندۍ بېلګې دي.
مولوي وحدت تقبله الله د اسلامي امارت په تشکيلاتو کې د (امارت) د۱۴۳۶ او ۱۴۳۷ سپوږميز کلونو د تعييناتو له مخې دوه کاله د لوګر خروار ولسوالۍ د معارف مسئول مدیر دنده درلوده، چې پکې يې د مدارسو او مکاتبو د نظم او ډسپلين ښه والي او پر مختګ لپاره ډيري هلې ځلې وکړې، د مکاتبو زياتر استادان يې نوي و ګومارل او مخکيني يې ليري کړل.
د۱۴۳۸سپوږميز کال لپاره د يادې ولسوالۍ د دعوت او ارشاد مدیريت ور له غاړي شو، دا چې هغه د علميت ترڅنګ د زړه راښکونکي تعامل او چلند خورا لوړه ملکه لرله په دې برخه کې يې هم ښې لاسته راوړنې درلودې، د کابل ادارې د پوليسو په ګډون ګڼ شمير د کابل رژيم له ملاتړ برخمنو ډلو غولېدلي افراد يې جلب او د اسلامي امارت له مجاهدينو سره يوځای کړل، دا چې پر وحدت جګړه ايز فکر غالب و د خپلو دغو دندو په مهال يې هم وسله له اوږې نه وه اېښې، کله هم چې فرصت به يې و موند په عملياتو کې يې برخه أخيسته او نه ترې پاتې کېده.
د هغه د لوړ احساس، همت، متانت ايثار او فداکارۍ سره سم د ۱۴۳۹سپوږميز کال لپاره د اسلامی امارت نظامي قطعې د خروار او څرخ د کنډک معاونيت او د قطعې د يوې سريې مشرۍ ته بريالی شو، له خپلي سريې سره له سيمي د ننګرهار په لور د داعشيانو په وړاندې لومړۍ کرښي ته و خوځېد او هلته يې ترټاکلې مودې چې شاوخوا يوه مياشت وه د يو غښتلي او تجربه کار مشر په صفت فعاليت وکړ.
احرار د ادب پر اسمان ځلیدونکی ستوری: احرار تقبله الله ته الله پاک ښه استعداد او وړتيا ورکړې وه، له طالبۍ يې لا د شعر او ادب له فن سره علاقه درلوده، د تدریس او بيا نظامي فعاليتونو په مرحله کې يې هم د شعر شاعرۍ میدان ګرم ساته او نوره يې هم ورسره دغه وړتيا وغوړېده، ډېر ښه شاعر په دې و چې شعر یې له حقیقته ډک، خورا أغېزمن او د هر شعر یې بېل راز او انداز و، دا چې هغه په يو وخت هم د سنګر، هم د د فتر او هم د ممبر سړی و شهیدان، استشهادیان، غازیان او… یې د شعر په ژبه داسې أنځورول چې له زړه به پوري ووري وته، که به يې پکې کوم ډول وسله وستايله نو داسي به دي انګېرله چې همدا اوس پرې ضربې او وارونه کوي، اوس هم سړي ته هغه صحنه ور یادوي چې شهید وحدت تقبله الله به په سنګر کې ګانچه/کتره له سره تاو کړې، ملا به یې په څادر تړلې وه او پر دښمن به يې رسا بريدونه کول.
احرار تقبله الله چې په رښتيا احرار و شعر يې د تَقَوُّلْ (تَقُوْلُونَ مَا لَا تَفْعَلُوْن) له جملی څخه نه و، د هغه د شعر ژبه له عمل سره سمه وه، نو ځکه يې شعر له أغېزه ډک اورېدونکې او لوستونکې ته يې د موضوع اړوند ځانګړی احساس ورکاوه، له همدې أمله د اسلامي امارت څو مشهورو نعت خوانانو لکه: نوموتی او تکړه ترانه خوان الحاج ملا فقیر محمد درویش صاحب ،مولوي محمد طاهر بهار صاحب، مولوي عبدالحکیم سجاد صاحب، قاري محمد جمعه ساجد صاحب، او مولوي محمد یار جواد صاحب د احرار تقبله الله شعر د ترنم لپاره خوښ او بيا زمزمه کړی دی.
شخصيت يې: شهيد مولوي سميع الله احرار تقبله الله د نيکو أخلاقو او ښو مواصفاتو، لوړ احساس او جهادي فکر څښتن يو رښتونی، زړور، بهادر، شاهکار او فداکار مجاهد و، د خروار ولسوالۍ د فتحې په عملياتو کې وحدت تقبله الله د ۷۲ملي متري/هشتاد دو په مټ پر پوستو داسې ګزارونه کول چې دښمن ترې سر نشوای پورته کولاى، له هشتاد دو سره د هغه د مرمۍ او د شهيد وحدت تقبله الله غښتلي مټ په شتون کې د دښمن قوې ولسوالۍ ته د راتلو زړه نه درلود.
الله تعالی پر شهيد وحدت تقبله الله د پيدايشي ښايست ترڅنګ ښايسته خويونه، د زړه راښکونکی تعامل او چلند ملکه، د يو شاعر خوږه ـ د يو داعي نرمه ژبه او د يو رښتونې ديني عالم سپين زړه هم پېرزو کړې وه، د ايثار او فداکارۍ احساس، ټينګ هوډ، په هرڅومره سختو حالاتو کې نورمال اوسيدل او هيڅ شرائطو ته نه تسلمېدل، د خپلمنځي يووالي د غښتلتيا او انسجام، د جهاد د ودې او ولس د ښېرازۍ لپاره پرلپسې هڅي او…يې ځيني نور هغه صفات و چې يو د لوړي سويې بريالی مجاهد يې بايد ولري.
شهيد وحدت تقبله الله د (اِنَّمَايَخْشَی اللهُ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ) په مصداقيت ډيرله خدایه ویریدونکى، شفيق، متقی او پرهیز ګار انسان و او دايې د يو رښتوني عالم په توګه يوه ستره نښه هم وه، له همدې أمله يې په وينا کې ځانګړی أثر او أغېز پروت و، د ممبر له سره يې پر حقه او له درده ډکه وينا د ټولو زړه تسخیراوه، د شهيدانو ياد ډېر ځوراوه او د یتیمانو حال ته به ډېر زيات کړېده او پرې اوښکې به يې تويولې.
د شهيد وحدت تقبله الله نږدې ملګری مولوي بهار صيب وايي: يوه ورځ له هغه سره د يوه شهيد ملګري کورته ورغلم، په دروازه کې د هغه کوچنى يتيم زوى ولاړ و، هغه يې په غيږ کې واخست او ورسره سم په سلګو شو ښه ډير يې وژړل او بيا يې وويل دا هلک ډيرنازولى او په پلار يې ډير ګران و، اوس يې پلار نشته او يتيم ده، پلار يې د خداى جلاجلاله له دينه ځار شوی ما ته يې پلار را ياد شو، خو اوس احرار تقبله الله خپله شهيد او ماشومان يې د همااغه يتيم په څېر يتيمان دي.
شهادت يې: لکه چې و مو ويل د۱۴۳۸سپوږميز کال لپاره شهيد وحدت تقبله الله د قطعې د يو کنډک د معاوين په صفت او ورسره د يوې سريې مشر غوره شو او د هغې په مشرۍ جلال اباد ته لاړ، د داعشيانو په وړاندې د اسلامي امارت د لومړۍ کرښي برخوال شو او ترټاکلې مودې يې فعاليت وکړ، له بیرته راستنېدو سره سم په خروار ولسوالۍ کې يوه شپه د بیګمي په کلي چاپه ولويده چې پکې د يرغلګرو څخه ډکه هليکوپټر هم وويشتل شوه، امریکا يان په ياد کلي کې د ورځې هم پاته شول، شهيد وحدت له جلال آباده د راتلو دمه لا نه وه جوړه کړې په ستړې سايې د تير په شان اسلحه واخستله او د چاپې په راغليو اشغالګرو او د هغوی پرلاسپوڅو د بريد په تکل وخوځېد.
خو مخکې له دې چې د چاپې ځای ته ځان ورسوي او سنګر ونيسي د دوو ملګرو قاری مطیع الله يوسف او طالب العلم ګل الرحمن اسد تقبلهما الله په ګډون د ماني بازار ته په رسېدو د ورځي نږدې ۱۱بجې ډرون په نښه کړل، دواړه ملګري يې شهيدان شوه خو وحدت تقبله الله لا ځخمي او پر سر يې لاسونه ايښي و چې ملګري ورته راورسېدل، وحدت تقبله الله شهادت ته سترګې په لاره شهادتين ويل او موږ ته يې و ويل له دېځايه مو نقل کړئ، ملګري وايي سمدستي یو څو مخلصو مجاهدینو هغه د تداوۍ لپاره خپل موټر ته پورته کړ او د غزني دهيک ولسوالۍ په لور مو حرکت وکړ، که څه هم د دښمن چورلکي او جنګي الوتکي زياتې وې د بياځل بمبار خطر زيات و، خو موټروان جمعه ګل استاذ (ښه مجاهد او تکړه سړی و چې بيا يو کال پس شهيد شو) او ملګرو له دې هوډ سره چې د سر په بيه به وحدت ډاکتر رسوو د هيڅ پروا ونګړه.
د وحدت تقبله الله له زخمونونه زیاته وینه روانه وه، په لاره يې د خپلو ملګرو قاري یوسف او اسد تقبلهما الله پوښتنه کوله او ویل به یې خدایه زمونږ وینه قبوله کړه! کله کله به يې اوبه هم وغوښتې، ملګرو به جوس ورکړ خو تنده یې پرې نه ماتیده، يوځل يې د خپلو دوو ملګرو له پوښنتې وروسته اوبه وغوښتې خو ملګرو نه ورکولې چې هسې نه بدې پرې ولګیږي، ملګری وايي لیږ وروسته د دهیک ولسوالۍ ته نږدې مي ځان سره وویل که دا ځل یې اوبه وغوښتې ورکوم به یې خو چې ورته ومې کتل وحدت تقبله الله د شهادت په جام تنده ماته کړې وه.
ملګری وايي: ماسپښين ناوخت و له هغه ځایه بیرته را وګرځېدو، سبا ورځ د صفرالمظفر ۱۰مه په خروار ولسوالۍ کې د شهيد احرار تقبله الله په ګډون نږدې يولس جنازې وې، د شهيد احرار تقبله الله او څلور نورو شهيدانو تقبلهم الله جنازې د هغه د پلرني کلي شيخانو په هدېره کې خاوروته وسپارل شوې.
هو! شهيد احرار له کوره په داسې حال کې را بهرشو چې خپل د دوومياشتو وړوکى زوى يې په زانګو کې پريښود، کشرۍ لور به يې هم په نيمکۍ ژبه ورته ويلي وي مولوي کاکا ! له کوره مه وزه تياري ډيرې ګرځي! همدارنګه مورکۍ به يې د پخوا په څېر دا ځل بيا د کور په دروازه کې تر ډېره او په تلوتلو کې له سترګوپناه کېدو ور پسې درېدلې وي، أحرار تقبله الله به هم خامخا دغه حالت ډېر ځورولى او پر زړه به يې دروند وړی وي، خو په داسي حال کې چې پر ولسي وګړو او يا هم خپلو ملګرو دې چاپه وي د هغه غيرت، جرأت، مېړاني او ايثار په کور کې کيناستل کله خوښول، همغه و چې په چاپه راغلي ګډ دښمن د بريد تصميم يې ونېوه او د 1439/ هـ ق د صفرالمظفر ۹مه د ژوند وروستي ارمان شهادت لوړي رتبې ته ورسېد، انالله و انا اليه راجعون.
ملګری وايي: د صفرالمظفر په ۱۱مه د دې شهيدانو د فاتحې مراسم و، زیات خلق راغلي و، ډيره دردونکې ورځ وه د احرار تقبله الله شعر ويل کېده خو هغه ترې د شهادت په خوب ویده و، پر سټیج مولوي محمد یار جواد صيب د شهید احرار دا شعر و وايو:
ګوندې ما احرار له ځانه سره واخلي.
شکر پیر ندی لا ځوان دی شهادت.
رښتیا چې احرار یې اخستی وه سلګۍ وي اوښکې او ژړاوي وې، مولوي بهار صيب هم د احرار تقبله الله له زړې کتابچې څو له حقیقته ډک دردونکې شعرونه وویل ډېری سترګې په اوښکو لمدې شوې، دا چې احرار تقبله الله هم دشا زلميو په قافله کې تللی و او اوس نه تر سترګو کېده، نو دا مهال يې دا شعر زما زړه ته ودرېد:
نن يې ګورئ بيابه نه تر سترګو کيږي ـــــ قافلي د شازلميو روانيږي.
هاشمي احراره ځه ورسره ولاړشه ــــــ د يار کلي ته هم دا کاروان رسيږي.
رښتيا هم احرار ورسره تللى و، یو خوا د احرار تقبله الله په څېر خوږو ملګرو شهادتونه، بل خوا د احرار شعرونو او بل خوا د احرار تقبله الله پنځه کلن زوی او د شهيد همت زوی (عمر) د سټيج يو او بل اړخ ته له سفین کلمه دار بیرغ په لاس او سپینه پټه په سر تړلې تازه یتیمان ناست و، دغه صحنه يې ډېره غمېزه جوړوله.
شهيد احرار تقبله الله شاته مور او پلار، يو نږدې شپاړس کلن ورور، پېنځه اولادونه او يوه تور سرې پرېښودل، روح يې ښاد او ياد يې تل پاتې.

Related posts