اپریل 04, 2020

د شيخ الحديث عبدالمالك القدوسي رحمه الله ژوند ته كتنه

د شيخ الحديث عبدالمالك القدوسي رحمه الله ژوند ته كتنه

لیکنه: محمدابوبكر ((خطيب))

پر ځمكه د انسان خليفه توب د هغه خپله لاسته راوړنه نه، بلكي د خدای ج وركړه ده، او بيا كه څه هم د خلافت وړتيا پر نورو مخلوقاتو كې د انسان ځانګړنه گرځول شوې ده او انسان يې بالقوه وړتيا لري، خو د خلافت درجې ته رسېدل او د خدای پاك له لوري د خلافت وركړه هم عامه نه ده چې هر انسان ته ور كوله كېږي، بلكي خدای پاك يې پر خپله خوښه ډېرو كمو خلكو ته ور كوي او پر همدوی پوري يې ځانګړې كړې.

تخليق او پيدا كول له صورت سره تړاو لري، خدای پاك د آدم علی نبينا وعليه السلام د صورت پيدا كولو په اړه فرمايي(إِنِّي خالِقٌ بَشَراً مِنْ طِينٍ)، خو جوړول بيا له معنا سره تړاو لري، آدم علی نبينا وعليه السلام يې خليفه جوړ كړی او فرمايي (إِنِّي جاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً)، نو پر صورت بې شمېره انسانان شته، خو د انسانيت پر معنا ډېر كم انسانان ځانګړي شوي دي، له دوی څخه يو هم شيخ الحديث مولوي محمدعبدالمالك القدوسي رحمه الله يادولای شو (نحسبه كذالك والله حسيبه ولانزكي علی الله أحداً) چې په دې ليكنه كې يې ژوند ته لږ تم كېږو.

پېژندنه يې:

شيخ الحديث مولوي محمدعبدالمالك (القدوسي) رحمه الله چې په قوم حسين خېل د كابل ولایت موسهي ولسوالۍ د عبدالروف كلا اوسیدونكی و، د هېواد پلازمېنې كابل د چهار آسیاب ولسوالۍ چارسو كلي كې د۱۳۸۶هـ ق كال روژې مياشتي۱۵مه نیټه چې د۱۳۴۲هـ ش سلواغې له۲۰مې سره برابره وه د تصوف لوی مرشد، نامتو او نوميالي عالم حضرت شيخ الحديث محمدعبدالقدوس جان الكابلي رحمه الله په علمي او روحاني كورنۍ كې دې نړېدونكې نړۍ ته سترګي پرانيستې.

هجرت:

هجرت چې له اړتيا سره سم د اسلام مبين دين يوه غوښنه برخه جوړوي، ځيني وخت له جهاد سره پر مله كېدو د هغه رنګ اخلي او د جهادي پړاونو په څېر ډېره ستړې كونكې او له مادي اړخه له زيانونو ډكه مرحله وي، مرحوم شيخ صاحب رحمه الله هم له۱۴كلنۍ راسي دغه سړې تودې ګاللې چې د هجرت ټوله موده يې په هېواد كې له اوږده جهادي پير او خونړيو پېښو سره مله وه.

غالب د۱۳۹۸هـ ق كال د روژې په لومړيو ورځو كې چې د۱۳۵۶هـ ش له وږي مياشتي سره برابره وه له شوروي يرغل څخه د هجرت په لړ كې يې كورنۍ کاونډي هېواد ته وكوچېده، له موسهي څخه پيا ده روان او د لوګر ازرې ولسوالۍ له لاري پكتيا او بيا پر ګډه پوله پرتې سيمي پاړه چنار ته ورسېدل، هلته له څو ورځي دمې وروسته د كرمي اېجنسي سماني سيمي ته لاړل او بيا له اختر وروسته د چارسدې ميرزاډهير سيمي ته و خوځېدل چې لا مخكې د هغه والد صاحب هلته تدريس كاو.

مېرزاډهير كې د تعليمي كال پای ته رسېدو سره سم د ګرمۍ پر موسم يوځل بيا د كرمې سمانې ته و ګرځېدل او هلته له شاوخوا دوه مياشتي اوسېدو وروسته د زرګري جامعې اسلاميې بنسټګر ميا جلال الدين صاحب رحمه الله په غوښتنه د هنګو ولايت زرګري سيمي ته لاړل او پرلپسې اته كاله يې هملته تېر كړل، له هغه ځايه د مولوي محمدنبي محمدي صاحب رحمه الله په بلنه د پېښور چراټ سيمي جهاد كلي ته كډه شول او شاوخوا ۲۲كاله هملته دېره و، د۱۴۲۸هـ ق كال په وروستيو كې هغه مهال چې جهاد كلی ونړېد د نوښار/نوشهرې شمع ټاؤن ته لاړل، نږدې۱۴۳۷هـ ق كال لومړی د پېښور ترناب فارم ته او بيا د ځيني ستونزو او لاملونو له وجې بېرته ابايي كلي د كابل موسهي ولسوالۍ عبدالرؤف كلا ته ستانه شول.

زدكړې يې:

دا چې مرحوم شيخ صاحب رحمه الله د لومړي ځل لپاره نړۍ د يوې دېنداري كورنۍ او ستر علمي چاپېريال په بڼه وليده، هماغه د خوښۍ د خاپوړو شېبې يې د زدكړيالۍ او طالبۍ پيل هم و، هغه چې نږدې دوه برخي درسونه او په ځانگړې د لومړنيو دېني زدكړو زياتر كتابونه په كور دننه له خپل والد صاحب څخه ویلي، د طالبۍ د مهال سفر او حضر يې ډېري او جلاجلا مرحلې نه درلودې، او بيا كه كوم سفرونه يې درلودلي هم يې پكي د خپل والد صاحب ملتيا كړې او د هغه د شفقت ترسيوري لاندې يې تېر كړي چې ښايي د طالبۍ د سفرونو داسي بېلابېل اړخونه، پړاونه او خوږې ترخې ونه لري چې پرې و غږېږو.

د مرحوم شيخ صاحب نيكه مرحوم مولوي محمدنبي جان رحمه الله چې دوی لالا صاحب باله او غور نيكه يې مرحوم مولوي عبدالمنان رحمه الله هم تكړه عالمان و، له لالا صاحب څخه يې د نحوي فن هدايةالنحو، كافيه او مبني جامي لوستلي و.

پر دوی سربېره يې ګاونډي هېواد پاكستان سره د ختيځ پر گډه پوله د هنګو سېمي په جامعه اسلاميه زرګري، د چارسدې ميرزا‌ډهير مليه مدرسه او د پېښور چراټ جامعه اسلاميه محمديه كې د خپل والد صاحب پر گډون له ځيني نورو استادانو لكه خپل تره شيخ الحديث مولوي عبدالرشيد، شيخ الحديث مولانا محمدنعيم (كوڼ اخند زاده صاحب)، مولانا ګل فرازخان، مولوي عبدالباري شاه، مولانا ميرحاتم، مولانا ګلاب الدین او مولانا غلام الله حقاني رحمهم الله څخه يې منځنۍ زدكړي كړې وې.

د لوړو زدكړو وړې دورې مشكوة او بیضاوی شریف او لويي دورې ابو داود شريف، ابن ماجه، نسائي، موطاوې، طحاوي شريف بشپړ او جلالین شریف دوهم ټوك، مسلم او ترمذي شريف هر يو لومړۍ برخه او د بخاري شريف ليږه برخه يې له خپل والد شیخ صاحب څخه ویلي، پاتي هدايې، لومړی ټوك جلالين، مسلم او ترمذي شريف دوهمه برخه او د بخاري شريف ډېره برخه يې له شيخ الحديث مولانا عبد الرؤف ترناوي رحمه الله څخه لوستلي وه كوم چې د حضرت مولانا حسين احمد مدني رحمه الله خاص شاګرد و.

پر۱۴۰۹هـ ق كال يې علمي يون سرته ورسېد او د چراټ په جامعه محمدیه كې د خپل والد صاحب او شيخ الحديث عبدالرؤف ترناوي رحمهماالله پر گډون زبده مشائخو او برجسته عالمانو پر لاس چې له جملې يې د هغه مهال انقلاب ګوند مشر مولوي محمدنبي محمدي رحمه الله هم و د یوې پرتميني غونډي په ترڅ كې د فراغت او عالميت پګړۍ ور پر سر كړای شوه.

علمي او تدريسي بهير يې:

له فراغت سره سم يې همالته د چراټ په جامعه اسلامیه محمدیه كې د خپل والد صاحب تر نظرلاندې تدرېسي مرحله پيل كړه، نږدې۱۷كاله يې په پرلپسې ډول دوام ور كړ، بېلا بېل فنون يې درس كړل او همالته یې وروستي ۴ كاله وړه دَوره هم درس كړه.

پر۱۴۲۸هـ ق پېښور باغبانانو په نور المدارس نومې مدرسه كې د شيخ الحديث په توګه خدمت تر سره كړ، د تفسير او حديث (وړې او لویې) دورو گډ كتابونه يې د شيخ الحديث مولوي نورالله منير صاحب په ملتيا درس كړل، خو دغه كال له بده مرغه د چراټ جهاد كلی ونړېد او د شيخ صاحب رحمه الله د تدريس چټكه لړۍ يې ټكنۍ كړه، د۳۰-۱۴۲۹هـ ق دوه كاله يې د پېښور ماشوخیلو په دار العلوم اسلامیه محمدیه كې د استاد او شيخ الحديث په توگه د حديثو (لويي) دورې تدريس پر مخ يووړ.

ورپسې پر۱۴۳۱هـ ق د خيبر پښتونخواه ريګي سيمي احياءالاسلام نومې مدرسې د حدېثو خدمت ته و بلل شو او بيا۱۴۳۲هـ ق بېرته د باغبانانو نورالمدارس مدرسې ته را وګرځېد او يو كال يې د نبوي حديثو د استاد په توګه خدمت ترسره كړ، له هغه وروسته يې د پېښور پندو چوك روضة الاسلام په مدرسه كې له ارواښاد شيخ الحديث مولانا محمد يوسف رحمه الله سره پر ګډه د لويي دورې كتابونه درس كړل، دغه راز د پبۍ سټېشن جامعې نصيريې او د پېښور يونيورسټي روډ سپين جمات د احياء العلوم مدرسې د حديثو خدمتونه يې سرته رسولي وه.

د ګڼو لاملونو له وجې په۱۴۳۷هـ ق كال كابل ته له ستنېدو وروسته كله چې يې تره شيخ الحديث مولوي عبد الرشيد صاحب رحمه الله وفات شو زامنو يې د لويي دورې پاتې درسونو د تكميل لپاره مرحوم شيخ صاحب رحمه الله د هغه ځای ناستی وټاكه چې په ډيره ښه توګه يې پاتي درسونه سرته ورسول او طالبان ترې ډېر خوشاله و.

۱۴۳۸هـ ق كال په داسي حال كې د كابل ولايت د بني حصار ولايتيو سيمې سراج الاسلام نومې مدرسه كې د لويي دورې د شيخ الحديث په توگه وټاكل شو چې له پخوا راسي له نورو ناروغيو كړېده او تازه د سرطان ناروغۍ هم پرې حمله كړې وه او حالت يې ورځ تربلي بدلېده، خو دوره يې په برياليتوب سره سر ته ورسوله او په پای كې يې لسګونو فارغانو ته د ملايي پګړۍ وتړلې.

د ژوند د وروستيو په داسې مهال كې چې د ناروغۍ كچه يې بېخي لوړه شوې وه، د كيموتراپي په نوم خطرناكو واكسينونو څخه يې پكې كار اخېسته او له نږدې يو كال راسي يې پوره خوراك او څښاك نه درلودل، د كابل ولايت بدخاك سيمې په جامعه نعمانيه  مدرسه كې چې سرپرستي يې مولوي محمد کل وهاج صاحب حفظه الله پر غاړه لري په وروستي ځل د حديثو خدمت ترسره كړ، سلګونو طالبانو ته يې د مباركو احاديثو دوره سرته ورسوله او پر همدې يې علمي او تدرېسي بهير هم پای وموند.

اثار يې:

دا چې په پيل كې شيخ صاحب رحمه الله د تدريس چاري ښې په درز كې رواني كړې وې او په چراټ كې يې د فنونو او بيا ورپسې وړې دورې په تدريس كې ښه خوله تويوله، همالته يې په وروستيو كلونو كې نږدې۴۰۰شاوخوا شاګردانو ته وړه دوره درسوله، له هغه راوروسته يې هم ټوله خواري او زيار پر مطالعه، درسي مضامېنو، باطني تزكيه او تربيه ور ټول و، او بيا چې ځيني اوږدو ناروغيو هم تر گرېبان ونېوه د ژوند تر وروستيو شېبو ترې كړېده ليكنو او تأليف ته يې پرې نه ښود.

نو د ليكني او تأليف د خدای ج ور كړې وړتيا، لېوالتيا، غوره ملكې او ژوري مطالعې سربېره يې له دوو اثارو پرته چې خورا ګټور او د كتونكو په ژوند كې بشپړ بدلون راوستونكي دي، نوري ليكنې يې نه درلودې، د عربي ژبي (الضوء اللامع فی العلم النافع) اثر يې د طالب العلمانو لپاره په زړه پوري لارښووني، مالوماتونه، مشورې او…را نغاړي، او پښتو أثر (قلائد اللؤلؤ والمرجان في حياة شيخ عبد القدوس جان) يې د خپل والد او مرشد صاحب سوانح او د ژوند ټول اړخونه په پېيلو او ناپېيلو كېسو كې را اخيستي دي.

تصوف او حجونه يې:

دا چې شيخ صاحب رحمه الله د خپل والد صاحب پر غوښتنه باطني علم ترهغه و ځنډاوه څو له ظاهري هغه څخه ور فارغ شي، همغه و چې د۱۴۱۴هـ ق كال د روژې پر۲۷مه يې په تصوف كې هم له خپل والد صاحب څخه لاس نېوی وكړ، شيخ صاحب رحمه الله ليكلي پر لومړي ځل يې د نفې او اثبات (لااله الاالله) او ذكر قلب (الله) دواړه سبقونه راكړل، نوموړي په ډېره كمه موده كې د تصوف ټولي مرحلې رالنډې كړې او پر۱۴۲۰هـ ق كال يې له خپل مرشد والد صاحب څخه د هغه تر وفات ليږ مخكې د خلافت اذن ترلاسه كړ، د حضرت والد صاحب له وفات وروسته د هغه ځای ناستی شو او د ژوند تر پايه يې سلګونو مريدانو له فيض څخه ګټه پورته كړه.

شيخ صاحب رحمه الله له فراغت درې كاله وروسته لومړی ځل پر۱۴۱۲هـ ق كال د بيت الله شريف د حج فرېضه ادا كړه، ورپسې دوهم ځل پر ۱۴۱۳هـ ق او وروستی ځل پر۱۴۲۴هـ ق كال حج ته لاړ، له دې دريو حجونو پرته يې ځلونو واره د عمرې سعادت هم پر برخه شوی او عمرې ته تللی وه، عمرې ته وروستی ځل د۱۴۳۸هـ ق روژه كې لاړ او هلته يې اعتكاف وكړ، خو بيا يوه نوې او ناڅاپه ناروغي ور پېښه شوه او پاكستان ته د تداوي لپاره ترې راستون شو.

شخصيت يې:

د شيخ صاحب رحمه الله د لوړشخصيت په اړه ډېرڅه ويل هم كم دي، خو د دې لنډي ليكني په وړه غېږه كې بيا بېخي ليږ څه هم ډېر دي، نو د هغې د اوږدېدو له أمله د شيخ صاحب رحمه الله په اړه د عقېدت مندو له ګڼو خاطرو او د مشائخو له تأثراتو را تېرېږو او يواځي پر دوو يې بسنه كوو.

شيخ الحديث مولوي محمد اسماعيل رحماني صاحب په خپل تأثر كې ليكي: شيخ الحديث حضرت مولانا عبدالمالك قدوسي نورالله مرقده له شك پرته د خپل وخت د علم، نورانيت، تدريس فقاهت لويه متبركه هستۍ وه، تدريس يې مثالي و، د ځوانۍ پر منگ كې متعال رب جل مجده پرې د حدېثو د استادۍ مسند او مقام ولوراوه، په تصوف، تزكيه او رياضت كې الله پاك د فيض لويه سرچېنه پرلاس وركړه.

حضرت شيخ صاحب په داسي حال كې چې ځورونكې ناروغۍ له وخته ورسره غاړه غړۍ وه، خو له تدريس او رياضت سره سره يې د تأليف او تصنيف اهم رسالت هم له پامه نه و غورځولی…، زما پر فكر مرحوم شيخ صاحب ته چې الله پاك دومره علمي او معنوي ځانګړتياوي او كمالات ور كړي و څه به د ده خپل اخلاص، استعداد او هڅې وې، خو زياته حصه پكې ارومرو د شيخ صاحب د والد ګرامي د خپل وخت لوی ولي الله، بزرګ، نوميالی محدث او د تصوف امام حضرت مولانا عبد القدوس جان اخندزاده دعاګاني، ظاهري او باطني پاملرنې ورسره شامل حال وې.

شيخ الحديث مولوي عبدالسلام فقير صاحب په خپل تأثر كې ليكي: شيخ مرحوم زما ملګری، همځولی او يو وخت د درس ملګری هم و، هغه ته الله تعالی يو لوړ علمي استعداد ور كړی و، د خپل مرحوم والد صاحب رحمه الله سره په صورت او سيرت دواړو كې ورته و او د هغه نيابت يې په كامله اوتامه طريقه سرته ورساوه.

مرحوم شيخ صاحب د شريعت او طريقت دواړو خادم و، د نبوي حدېثو او نورو علومو يې ډېر خدمت وكړ او د هغو ترڅنګ يې په تصوف كې هم ډېر خدمت وكړ، ډېر شاګردان او مريدان يې تيار كړل، كه څه هم هغه نسبي اولاد نه درلود، خو معنوي او روحاني اولاد يې زيات وه، مرحوم شيخ صاحب لوی مبلغ او خطيب هم و، الله تعالی ورته ځواكمنه حافظه وركړې وه، جالب، زړه ښكونكی او جامع بيان يې درلود.

وفات يې:
د شيخ صاحب رحمه الله هغه ناروغي چې د عمرې په مهال ورته پيدا شوې وه د تېر۱۴۴۰هـ ق كال د روژې مياشت كې يو ځل بيا ډېره شوه، د درملنې په موخه پېښور ته يووړل شو او هلته رحمن هسپتال كې بستر شو، نږدې يوه مياشت وروسته اسلام اباد ته نقل او د قائد اعظم هسپتال سرطان څانګه كې بستر شو، خو يو ځای يې هم صحت ښه نه شو بلكې ناروغي يې لا پسي سختېدله.

درې ورځي وروسته بېرته پيښور ته راوړل شو او د وروستي ځل لپاره د كويټيانو هسپتال په (ICU) وارډ كې داخل كړای شو، د۱۴۴۰هـ ق ذوالقعدې/ميانې مياشتي پر۱۵مه نېټه د پنجشنبې په ورځ چې د۱۳۹۸هـ ش كال زمري مياشتي له۲۷مې سره برابره وه د سهار په شپږ بجې د نبوي مباركو احاديثو د زرګونو طالبانو او عالمانو دغه لوراند استاد، نه ستړي كېدونكی عالم او عارف او زموږ د ټولني ستره او حياتي سرمايه شيخ الحديث محمد عبدالمالك القدوسي الكابلي خپل روح د هغه حقيقي مالك ته و سپاره او له دې نړېدونكې نړۍ  يې بيرته سترګي پټي كړې، انا لله وانا اليه راجعون.

د نوموړي جنازه په همغه ورځ خپل پلرني ټاټوبي د كابل ولايت د موسهي ولسوالۍ عبدالرؤف كلا ته يو وړل شوه او د زرګونو شاګردانو، مريدانو او عقېدت مندو له لوري يې د هغه د منځني ورو شيخ الحديث مولوي عبدالرقيب صاحب (حفظه الله) په امامت د جنازې لمونځ ادا شو او د خپل والد شيخ الحديث محمد عبدالقدوس جان الكابلي رحمه الله تر څنګ خاورو ته وسپارل شو. روح يې ښاد او ياد ېې تل پاتي اوسه.

Related posts