اپریل 04, 2020

حقائق را برسیره کیږي

حقائق را برسیره کیږي

د اونۍ تبصره:
وایي حقیقت هغه لمر دی چې هیڅوک یې د درواغو په نقابونو نه شي پټولی. په موقت ډول شاید د دې لمر ځلا د درواغو د وريځو له امله تته شي، خو د وخت په تیریدو سره حقائق خامخا ځلیږي او د هر چا د لیدلو او منلو وړ ګرځي.
په افغانستان د بهرنیو متجاوزینو یرغل، په وړاندې یې سرتاسري ولسي قیام او بالاخره د اشغالګرو ناکامي او د پوځي حربو نامؤثریت هغه حقائق دي چې اشغالګر او د هغوی میډیا یې له تیرو اتلسو کلونو راهیسې د پټولو او تحریف هڅه کوي. دوی په داسې حال کې چې د بریا هیڅ څرک یې نه معلومیده په رسنیو کې یې ځانونه بریالي ګڼل او په وړاندې پراخ ولسي جهادي مقاومت یې یو محدود بغاوت باله.
خو لکه څنګه چې وویل شول حقائق د تل لپاره پټ نه پاته کیږي. دا دی اتلس کاله وروسته د افغانستان د جګړې په اړه ډیر حقائق خپله د امریکایي رسنیو لخوا افشاء شوي دي.
د امریکا یوې مشهورې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د یوه امریکایي څارونکي سازمان( سیګار) هغه ۲۰۰۰ صفحه یي اسناد خپاره کړي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي مداخلې له اصلي وضعیت څخه پرده پورته کوي او هغه حقائق روښانه کوي چې په تیرو اتلسو کلونو کې پټ ساتل شوي وو.
د دې اسنادو یوه عمده برخه د څلوره سوه هغو کسانو مصاحبې دي چې د افغانستان په جګړه کې یې یوه نوع مسؤلیت درلود. دغه مصاحبې چې په بیلابیلو وختونو کې شوي دي، اکثرو جنګي مسؤلینو د جګړې د ناکامۍ خبرې کړي دي او اعتراف یې کړی چې په افغانستان کې د بوش، اوباما او ټرمپ پوځي ستراتيژۍ په شکست محکومې دي. دوی منلې چې امریکا په افغانستان کې د جنګیدو لپاره هیڅ منطقي دلیل او روښانه لرلید نه لري، حتی امریکایي جنرالان په دې نه پوهیږي چې افغانستان څنګه یو هیواد دی او دوی دلته د څه لپاره جنګیږي؟؟
دغه اسناد چې د جګړې له اصلي وضعیت څخه پرده پورته کوي په تیرو اتلسو کلونو کې له امریکایي ولس او نړۍ څخه پټ ساتل شوي وو. رسنیو د همدې پټ پاته حقائقو په ځای خلکو ته دروغ ویل، په افغانستان کې یې د امریکایي ستراتیژیو د بریا تبلیغات کول او دا مفکوره یې عاموله چې په افغانستان کې له پوځي لارې بریا ممکنه ده.
اما بالمقابل د افغانستان اسلامي امارت له پیله همدا خبره کوله چې په افغانستان د امریکا یرغل او د جګړې دوام هیڅ منطقي او قانوني توجیه نه لري.په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شتون بې لزومه دی او امریکایي جنګ غوښتونکي جنرالان نه شي کولای د پوځي ستراتيژیو په طرح کولو سره دغه جګړه وګټي.
اوس چې حقائق روښانه شول، نو جنګ غوښتونکي جنرالان او ټول هغه اړخونه چې د اشغال په تداوم سره د جګړې اور بل ساتي باید دا حقائق په جدي او ژور نظر تحلیل کړي او بیا یې ومني. د سالم عقل غوښتنه دا ده چې باید حقائق تسلیم کړای شي او په رڼا کې یې وړاندې ګام واخیستل شي. بناء اوس هغه وخت را رسیدلی چې اشغال پای ومومي تر څو د امریکا د تاریخ هغه تر ټولواوږده جګړه پای ته ورسیږي چې په ناکامۍ یې کلونو وړاندې لا اجماع موجوده وه.

Related posts