اګست 24, 2019

پکتیا: احمدا ابا کې پوسته فتحه، ۴ عسکر قتل، وسلې ونیول شوې

پکتیا: احمدا ابا کې پوسته فتحه، ۴ عسکر قتل، وسلې ونیول شوې

د الفتح جهادي عملیاتو په لړ کې تیره شپه ۲ بجې  مجاهدینو د پکتیا ولایت احمد آبا ولسوالۍ اړوند مچلغو سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته تعرضي برید وکړ، چې په ترڅ کې یې پوسته په مکمل ډول فتحه، د صدیق الله په نوم د لوجستک د افسر په ګډون د مزدوري اردو ۴ عسکر قتل شول، چې مړي یې په پوسته کې پاته دي.

همداراز د دښمن ۱ میل پیکا ماشیندار، ۳ میله کلاشنکوفونه، ۱ نارنجک انداز او یو شمېر مهمات هم  د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

د راپور له مخې مجاهدینو د دښمن په هغو ټانکونو هم بریدونه او چاودنې وکړې چې سیمې ته د مجاهدینو تر برید لاندې ګوډاګیانو سره د مرستې په موخه راغلي ول، چې په ترڅ کې یې ۱ ټانک ویجاړ او پکې سپاره ټول مزدور عسکر مړه او ژوبل شول.

دغې نښتې پر مهال مجاهدینو ته لله الحمد هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
2019/5/15

Related posts