اګست 24, 2019

د ټرمپ موټريز کاروان له ترافیکي پيښي سره مخ شوی

د ټرمپ موټريز کاروان له ترافیکي پيښي سره مخ شوی

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کاروان د سې شنبې په ورځ په لويزیانا ایالت کې له یوې ترافیکي پيښي سره مخ شوی چې په ترڅ کې يې دوه تنه پولیس ژوبل شوي دي.

سیمه ييزې رسنۍ وايي، په ليک چارلس سیمه کې د پيښي په ځای کې د ټرمپ کاروان ورو شو، له دې کاروان سره ملګرو خبریالانو ویلي، دوه تنه پولیس يې وليدل چې په ځمکه پراته او ټپيان وو.

عیني شاهدانو په ټولنيزو رسنیو کې ویلي چې د پيښي په ځای کې يې ژوبل شوي افسران ليدلي چې لومړنۍ درملنه يې کېدله.

دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې کله ټرمپ په یوې غونډې کې د ګډون لپاره هاکبيري ته روان و.

احمد ظريف

Related posts