اګست 24, 2019

د امریکا په نیوهيون ښار کې یو جومات سوځول شوی

د امریکا په نیوهيون ښار کې یو جومات سوځول شوی

د امریکا د کنيکټيکټ ایالت په نیوهيون ښار کې نامعلومو افراطیانو یوه جومات ته اور ور اچولی چې په ترڅ کې يې جومات سخت زيانمن شوی دی.

دغه پېښه د دوشنبې په ورځ رامنځ ته شوې.

دغه جومات د ترکیې د دیني چارو د رياست اړوند دی، په نيويارک کې د ترکيې په قونسلګرۍ کې د مذهبي چارو سلاکار ویلي، نامعلومو کسانو د جومات منځ ته د تېلو سوځونکي بوتلونه ور اچولي چې په دې سره د جومات په منځ کې اور لګېدلی، وروسته اور پراخ شوی او دریم پوړ ته رسېدلی دی.

د اور له امله جومات سوځېدلی، خو پېښه کې څوک ټپیان شوي او وژل شوي نه دي.

تراوسه ددې پيښي په اړه څوک نیول شوي نه دي، خو چارواکي وايي، د بریدګرو د نيولو هڅې يې پيل کړي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو دغه برید غندلی او ویلې دي چې په روژه کې د جومات سوځول په امريکا کې د اسلام دښمنۍ او اسلام فوبیا یو ښکاره مثال دی.

دې پيښي د نیوهيون ښار مسلمانان سخت غوسه کړي او دا پېښه يې د نه زغم وړ بللې ده.

احمد ظريف

Related posts