اګست 24, 2019

امریکا کې د دوو الوتکو ټکر ۵ کسان وژلي، څو تنه ټپیان او بې درکه دي

امریکا کې د دوو الوتکو ټکر ۵ کسان وژلي، څو تنه ټپیان او بې درکه دي

د امریکا د الاسکا ایالت جنوب ختیځو سواحلو ته نژدې دوه الوتکې په هوا کې ټکر شوي چې په ترڅ کې يې ۵ کسان وژل شوي دي.

د امريکا ساحل ساتونکو ویلي، دواړه الوتکې له کټچيکان ښار څخه ۴۰ کيلومتره لرې په اوبو کې ولوېدلې، یوې الوتکې ۱۱ کسان او بلې هغې ۵ کسان لېږدول.

په دې پېښه کې ۹ کسان ژوبل شوي او دوه تنه بې درکه دي، سیمه یيزې سرچینې وايي، د څو تنو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

تراوسه ددې پيښي لامل چې د الاسکا په سویل کې دکاناډا پولو ته نژدې رامنځ ته شوې، څرګند شوی نه دی.

احمد ظريف

Related posts