اګست 22, 2019

میدان وردګ: سیداباد کې ۲ پوستې فتحه، ۱۲ مزدور عسکر وژل شوي، یو شمې وسلې ونیول شوې

میدان وردګ: سیداباد کې ۲ پوستې فتحه، ۱۲ مزدور عسکر وژل شوي، یو شمې وسلې ونیول شوې

تیره شپه ۲بجې مجاهدینو د میدان وردګ ولایت، سیداباد ولسوالۍ اړوند، شیخ اباد دوراهي سیمه کې د مزدورې اردو پرپوستو تعرضی بریدونه وکړل، د راپور له مخې دغې ۱ ساعته نښتې په ترڅ کې  د درې د سراو لوړ په نومونو دوه پوستې په بشپړ ډول فتحه، ۱۲تنه مزدور عسکر وژل شوي نور اکثر په ژوبل حالت کې تښتېدلي.

همداراز په یوه بله پوسته هم بریدونه وشول، چې په ترڅ کې یې مزدور دښمن تر مرګ ژوبله اوښتې او بالاخره له سیمې تښتېدلی دی.

د دې ترڅنګ سیمې ته په تلونکو کومکي ګوډاګیانو هم ځپونکي بریدونه شوي، چې په ترڅ کې یې یوټانګ د ماین په چاودنه کې اوبل وسلوال برید کې بشپړ تخریب شوي او پکې سپاره مزدور عسکر وژل شوي دي.

په دې برسېره له مزدور دښمن څخه ۵میله شل ډزي، ۳ ثقیلان، یودرازکوف، یو راکیټ اوګڼ شمیر مهمات نیول شوي دي.

2019/5/14

Related posts