اګست 24, 2019

ملا محمد عمر مجاهد؛ هغه نوښتګر مشر چې اسلامي سياست يې له فکره عمل ته راوويست!«وروستۍ برخه»

ملا محمد عمر مجاهد؛ هغه نوښتګر مشر چې اسلامي سياست يې له فکره عمل ته راوويست!«وروستۍ برخه»

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

امیر المؤمنین ولي د ځان لپاره د مجاهد لقب غوره کړ؟!

وروسته تر دې چې د ۱۵۰۰ علماوو په غونډه کې ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي امارت د امیر په حیث غوره شو نوموړي له خپل نوم سره د مجاهد لقب اضافه کړ.
د نوموړي لخوا له خپل نوم سره د مجاهد لقب اضافه کول په دې غرض تر سره شول چې ولس ته وښيي چې اسلامي امارت د جهادي آرمانونو د متمم په حیث هغه مرجع دی چې هدف یې یواځې اعلاء کلمة الله او په هیواد کې د اسلامي احکامو تنفیذ دی نه د کوم بل تنظیمي تشکیل ایجادول.
د امیرالمؤمنین د دغه ابتکارعملي بیلګې د اسلامي امارت په هغو فرمانونو کې لیدل کیږي کوم چې د امارت تر تأسیس وروسته د حکومتي نظام د اصلاح په مختلفو مجالاتو کې نشر او اوس بالفعل هم د عدلیه وزارت اړوند رسمي جریدې په ارشیف کې محفوظ دی.
مونږ غواړو دلته د یادو فرمانونو له جملې څخه د مشت نمونه خروار په ډول د خپلې ادعاء د اثبات لپاره فقط دوه اصلاحي فرمانونه له رسمي جریدې څخه کټ مټ رانقل کړو.
لومړی فرمان شرعي علماووته د هیواد د ټولو نافذه قوانینو د کتلو او اصلاح کولو په اړه په لاندې متن صادر شوی دی:
(( د سترې محکمې د علماو له خوا د هیواد د قوانینو د مراجعه کولو په اړه د افغانستان د اسلامي امارت فرمان
ګڼه (۱۸) نیټه ۲۵/۲/۱۴۱۹ هجری قمری
د عدلیې محترم وزارت ته !
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
په هیواد کې د شرعي نظم دټینګښت په خاطرتاسي د هیواد ټول نافذه قوانین او مقررات د سترې محکمې په مشرۍ د علماوو د یوه هیأت تر نظر تیر کړئ، غیر شرعي او غیر مذهبي مادې ځنې حذف کړئ او د امارت د مقام له منظوري څخه وروسته یې په رسمي جریده کې خپاره کړئ.
والسلام .
د اسلام خادم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد))
که څه هم چې په تقنني لحاظ د افغانستان په نافذه قوانینو کې داسې څه نه وو چې هغه دې صریحا له اسلامي ارشاداتو سره په ټکر کې وي ، خو بیاهم ایجاب کیده چې د تقننې جانب د اصلاح لپاره دغسي یو تنفیذي فرمان صادر شوی وای.
هماغه و چې امیر المؤمنین تر هرڅه وړاندې د تقنني برخې د اصلاح لپاره پورتنی فرمان صادر او له صدور سره سم د سترې محکمې له لوري هغه ته د یوه باصلاحیته علمي هئیت په ټاکلو سره د افغانستان د ټولو نافذه قوانینو د تصحیح او مراجعې کار تر سره او ټول نافذه قوانین د هماغه علمي هیئت لخوا مراجعه او تصحیح شول.
تر دې وروسته یو بل د تقدیر اوستاینې وړ اقدام دا وه چې امیر المؤمنین د ښځو د حققو د تحفظ او د ښځو د انساني او اسلامي کرامت د پر ځای کولو لپاره یو داسې فوق العاده فرمان صادر کړ چې د افغانستان په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
په افغانستان کې خصوصا د پښتنو په منځ کې یو ډیر ناوړه رسم او رواج موجود و چې هغه شرعا او اخلاقا د انساني کرامت خلاف او د ښځو په وړاندې سخت ظلم و.
له ډیره بده مرغه چې دا رواج داسې یوه حد ته رسیدلی و چې له خپل ټول وحشت او انزجار سره یې د افغانانو په منځ کې د یوه منل شوی مأنوس عرف ځای نیولی و.
دا ناروا عرف دا وه چې کله به د قاتل کورنۍ غوښتل د مقتول له کورنۍ سره روغه وکړي نو به یې د قاتل له کورنۍ څخه یوه او یاهم متعددې ښځې د دیت ، یاپور او یاهم د بدي د له منځه وړلو په نوم د مقتول کورنۍ ته ورکړي، چې بیا به هغوی د ژند تر پایه پوري د مقتول په کورنۍ کې له ډیرو سختو مشکلاتو سره مخ وي او حتی ډیر وخت به د هغوی لخوا همدي معصومې ښځې او یا ښځمنو ته د قاتلانو په سترګه کتل کیدل.
خو د امیر المؤمنین په فرمان کې دغه ناروا عمل یو ممنوعه کار وبلل شو او په رسمي کچه یې د هغه په اړه د منعې فرمان صادر کړ.
د دې ترڅنګ بل ناروا عُرف دا و چې هغه ځیني میرمنې چې میړونه به یې فات شول او دوی به تري کونډې پاتې شوې هغوی به بیا د خاوند د خپلوانو لخوا مجبوره کیدې چې په حتمي ډول د هغوی په کورنۍ کې له کوم بل چا سره نکاح وکړي.
چې دا کار هم شرعا ناروا او د مسلمانې حُرې ښځې د حریت او آزادي خلاف عمل و چې امیر المؤمنین یې د ممنوعیت په اړه فرمان صادر کړ.
دغه تاریخي فرمان په واقعي توګه افغانۍ مسلمانې خور ته په افغاني ټولنه کې د هغې انساني کرامت او اسلامي حقوق ورخپل او هغې ته یې د ټولنې د یوې خپلواکه غړې په توګه خپل اسلامي او انساني حقوق ثابت کړل.
د دغه تاریخي فرمان متن په لاندې ډول صادر شوی دی:
په ټولنه کې د ښځو د حقوقو په هکله د افغانستان د اسلامي امارت فرمان!
ګڼه ۱۰۴
نیټه ۱۸/ ۵/ ۱۴۱۹ هجري قمري
څرنګه چې په اسلامي شریعت کې ښځه ځانته خپل حقوق لري چې د هغو په تر لاسه کولو سره حیثیت او مقام لوړ اوحیاء او پرده یې خوندې کیږي.
مګر له بده مرغه چې په افغاني ټولنه کې د ناوړه او غیر شرعي رواجونو له امله ښځه له خپلو شرعي حقونو څخه بي برخې او راز از ظلمونو ورسره کیږي .
د دغه ډول بيعدالتي د مخنیوي په منظورلاندې مراتب منظوروم:
لومړۍ ماده .
دهیواد مسلمان اتباع نه شي کولای د قتل په صورت کې ښځه د دیت ، جوړې (صلحې) یاپه بل نوم سره د مقتول کورنۍ ته په بدل کې ورکړي.
د هیواد مسلمان اتباع نه شي کولای کونډه ښځه د میړه د کورنۍ د بل غړي سره په نکاح کولو مجبوره کړي.
(۲) د شریعت د حکمونو مطابق کونډه ښځه کولای شي په خپله خوښه نکاح وکړي.
دریمه ماده :
د امارت ټول مسؤلین او قاضیان دنده لري د دغه فرماند حکمونو څخه سرغړونکو ته سخته جزا ورکړي.
دغه فرمان د توشیح له نیټې څخه نافذ او په رسمي جریده کې دې خپور شي.
والسلام
د اسلام خادم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد
یو نوښتګر شخصیت!
د امیر المؤمنین د جهادي ژوند یوه ځانګړې مشخصه په کارونو کې نوښت او ابتکار و.
د طالبانو د اسلامي تحریک او بیا ورپسي د اسلامي امارت تأسیس د نوموړي د نوښت محصول دی.
امیر المؤمنین ملامحمد عمر مجاهد دغه دواړه تاریخې کارنامې د تصادف له مخې نه ؛ بلکې د یوه اصلاحي تصمیم، کلک هوډ او
د هغوی په بریالیتوب باندې د ټینګ باور لرلو له مخه تر سره کړل.
د امیر المؤمنین د جهادي ژوند او د هغه د اصلاحي کارنامو د لیکلو ځیني لیکوال وروڼه د خپل حسن نظر له مخې ملامحمد عمر مجاهد یو عادي ، پارسا او ملنګ طبیعته شخصیت معرفي کوي خو څوک چې په دقیق ډؤل د نوموړي فکري او سیاسي عبقریت مطالعه کړي ، نوموړی هسي یو ساده فقیر اوملنګ طبیعته شخص نه ؛ بلکې په فکري او جهادي لحاظ د وخت یو عبقري مجدد و چې ویې کړای شول په سیاسي لحاظ داسې فعالیت او کارنامې تر سره کړې چې د هغو په وسیله یې اسلامي سیاست له فکري ساحې څخه عملي مجال ته را بهر کړ.
الله تعالی دي نوموړي ته د دغه ستر انجاز د تر سره کولو اجرونه ورکړي او لارویانو ته دې د ده پر لاره د تللو استقامت ور نصیب کړي.
پای

Related posts