اګست 22, 2019

پلچرخي زندان کي د يوه ناروغ بندي د وفات له امله د بنديانو چارو کمېسيون اعلاميه

پلچرخي زندان کي د يوه ناروغ بندي د وفات له امله د بنديانو چارو کمېسيون اعلاميه

په ډېري خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د پلچرخي په کرغېړن زندان کي يو تن سپين ږيری مظلوم بندي ملا محمد نبي د ملا فضل احمد زوی د ورپېښي ناروغۍ له کبله وفات شوی دی . انا لله و انا اليه راجعون
نوموړي بندي د فراه ولايت د خاکسفېد ولسوالۍ اوسېدونکی وو چي له تېرو ۷ کلونو راهيسي يې د ظالم دښمن په زندان کي له کړاوه ډک ژوند تېراوه ، دی له اوږدې مودې راهيسي ناروغ وو خو د زندان چارواکو د زرګونو نورو مظلومو بنديانو په څېر دده تداوۍ ته هيڅ توجه نه کوله ، دغه ناروغ سپين ږيری بندي بالآخره دوې ورځي مخکي د خپلي ناروغۍ له امله په حق ورسېد او خپله روح يې خپل مالک ته وسپارل.
نوموړی بندي په داسي حال کي خپل ژوند له لاسه ورکوي چي دکابل مزدوري ادارې او يرغلګرو په زندانونو کې زرګونه مظلوم بنديان په بېلابېلو ناروغيو اخته دي خو دکابل اداره او غربي ملاتړي يې چي د بشري حقونو د دفاع مدعيان ځانونه ګڼي؛ د مظلومو ناروغو بنديانو تداوۍ او صحي وضعيت ته هيڅ ډول کړنلاره او توجه نلري.
همدا ډول د بندیانو خپلوانو ته هم اجازه نه ورکوي چي د خپل ناروغ لپاره له زندان څخه د باندي د علاج اسباب برابر کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون يو ځل بيا پر ټولو نړیوالو حقوقي سازمانونو، روغتيايي خيريه بنسټونو، بشري ټولنو او ادارو ږغ کوي چي د دا ډول بشرضد کړنو په مخنیوي کي خپله وجيبه اداکړي، د انساني او اسلامي خواخوږۍ له مخي خپله هم لاس په کار شي او په دغه برخه کي پر اړوندو چارواکو زور واچوي ترڅو د ناروغو بنديانو روغتیا او درملنې ته جدي پاملرنه وکړي.
والسلام
د اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون
۴/۹/۱۴۴۰هـ ق
۱۹/۲/۱۳۹۸هـ ش ـــ 2019/5/9م

Related posts