اګست 22, 2019

له امریکا سره د اسلامي امارت د مذاکراتو شپږم دور پای ته ورسید

له امریکا سره د اسلامي امارت د مذاکراتو شپږم دور پای ته ورسید

نن مازدیګر مهال د قطر هیواد مرکز دوحه کې د اسلامي امارت د استازو او د امریکایانو د مذاکراتي ټیم ترمنځ د مذاکراتو شپږم پړاو پای ته ورسید.
په دې پړاو کې په تیرو مذاکراتو کې په ترتیب شوې مسوده بحث وشو، په ځينو برخو کې پرمختګ وشو او ځينې برخې يې لا پاتې دي.
په راتلونکي مذاکراتي غونډو کې به په پاتې مواردو هم بحث وشي.
د مذاکراتو شپږم پړاو په مجموع کې مثبت وو، دواړو خواوو د یو بل نظریات په ښه حوصله سره واوریدل.
اوس به دواړه طرفونه تر بل پړاو پورې د اړوندو موضوعاتو او پرمختګونو په اړه غور او مشورې کوي او راتلونکي پړاوته به آمادګي نیسي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۴/۹/۱۴۴۰هـ ق
۱۹/۲/۱۳۹۸هـ ش ـــ 2019/5/9م

Related posts