اګست 24, 2019

دهند انتخابات که دمسلمانانو پرضد منظم خوځښت؟

دهند انتخابات که دمسلمانانو پرضد منظم خوځښت؟

حسن زوی:
هسې خو دهند انتخابات تل ددې هېواد دمېشتو مسلمانانو لپاره یوه لویه ابتلاء وي خو د اوسنو راتلونکو انتخاباتو لپاره روان کمپاین ته که وکتل شي نو داسې برېښي لکه چې دانتخاباتو کمپاین نه بلکې دلته دمېشتو مسلمانانوپرضد پیل شوی یو منظم خوځښت وي.
دحاکم ګوند بي.جي.پي مشران چې دمسلمانانو پرضد په خپلو غونډو او هندي رسنیو کې دمسلمانانو پرضد کومې زهرجنې او پارونکې خبرې کوي داسې ښکاري چې حاکم ګوند دهندوانو درایو اخستلو په موخه دمسلمانانو پرضد دهرڅه رامنځته کېدلو ته چمتو دي.
دا چې دهندوانو بزدلي ډېره مشهوره ده؛دمجاهدینو نه بې حده زیات وېرېږي خو ترڅنګ یې ښه زیات شر خوښي؛دخپل ځان نه پرته یې دهر مذهب او خصوصاً د اسلام سره دښمني ډېره زیاته ده او دپاکستان پرضد یې کرکه او نفرت هم له حده زیات دی نو دحاکم ګوند بي.جي.پي او نورو متعصبو ګوندونو مشران دمتعصبو هندوانو دهمدې حالت نه په استفادې په خپلو جلسو،دانتخاباتي کمپاین په موخه رامځته شویو لاریونونو او دخلکو سره په خصوصي لېدنو کتنو کې په هند کې مېشت مسلمانان دتروریستانو او دپاکستان دلاسپوڅو په بدو نومونو یادوي؛ترڅنګ یې داهم وایې چې له دې انتخاباتو نه پس به دهند دټولو مسلمانانو سرونه ورکل کړو او ټول به دخپل دین پرېښودلو او دهندوانو دین قبلولو ته اړ کړو.
په لازیاتو احساساتو کې دهندوانو دراوستلو لپاره ددې ګوندونو مشران دبابري مسجد پر شهیدولو دخوښۍ اظهار او افتخار هم کوي او دبابري مسجد پرځای درام مندر جوړولو وعدې هم ورکوي.
د بي.جي.پي یوې مهمې مشرې ،،سادهوي پرکیه بهادر،، درسنیو سره په مرکو کې ښه په روښانه ټکو ویلي چې بابري مسجد ما ړنګ کړیدی پدې فخر کوم او اراده لرو چې پرځای یې رام مندر جوړ کړو.
هغې داهم ویلي دي چې دهند دتقسیم ۷۰ کلونه وشول خومتأسفانه تراوسه مو هېواد سیکولر دی او نظام مو دمذهب تابع نه شو؛تاسې مودي صیب ته رایې ورکړۍ! موږ به دمودي په راتلونکي دولت کې هند د هندوانو هېواد کړو؛ نظام به دخپلو مذهبي اصولو سره برابر کړو موږ ګورو چې څوک زموږ مخه نیسي؟
دبي.جي.پي بل مشر ،،رنجیت بهادر شري واستو،،هم دانتخاباتي کمپاین یو لاریون ته په خپلې وینا کې مسلمانان دهېواد او نظام غداران بللي او ترڅنګ یې دا هم ویلي چې که هندوان دمسلمانانو نسل تباه کول غواړي نو دمودي بي.جي.پي ته دې رایې ورکړي.
هغه په عام محضر کې دمسلمانانو سخت سپکاوی وکړ او ویې ویل چې په راتلونکو انتخاباتو کې له بري وروسته به بي.جي.پي له چین نه دسر کلولو سل زره ماشینونه راوارد کړي ترڅو پرې دمسلمانانو سرونه کل او هندو مذهب قبلولو ته یې اړ کړو او څوک چې بیا مخالفت کوي نو دبوټانو لاندې اچول او په پښو پرې ګرځېدل یې علاج دی.
په ،،لاتور،، سیمې کې یوې عامې جلسې ته په خطاب کې لومړي وزیر نریندر مودي وویل چې زما په فکر په هند کې به په ړومبي ځل ټول ځوانان دخپلو رایو اچولو په موخه په انتخاباتو کې ګډون کوي نو له ټولو ځوانانو مې هیله ده چې دا ځل موږ دپلوامه دشهیدانو په نوم په خپلو رایو ونازوي.
که وکتل شي دمودي دا خبرې په تمامو معنو دانتخاباتو دکمپاین لپاره د وضع شویو اصولو نه مخالفت و خو دانتخاباتو خپلواک کمیسون دده ددې څرګندونو په مقابل کې چوپه خوله دی او هیڅ نه وایې.
همدا راز داترپردیش متعصب والي،،بوکي آدنیه نات،، یوې غونډې ته په خپلې وینا کې وویل هند مېشتي ټول مسلمانان دبابر اولاد دی؛ترڅنګ یې دحضرت علي رضی الله تعالی عنه دشان عالي بې ادبي هم وکړه چې پرضد یې دانتخاباتو کمیسون کې دمسلمانانو ګوندونو او کاندیدانو تحریري شکایتونه درج کړل خو دانتخاباتو کمیسون دده پرضد هم کوم قانوني اقدام ونکړ.
څو ورځې دمخه دامریکا دمذهبي ازادیو دڅار ادارې ،،کمیشن آن آنټرنیشنل ایلیجنس فریډم،،نومې ادارې په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې په هند کې نه یواځې مسلمانان بلکې دنسل په لحاظ کمزوري هندوان هم په امن کې ندي؛دمودي دواک په مودي کې مذهبي تعصب زیات شویدي او سره له دې چې دمسلمانانو په نفوسو کې زیاتوالی راغلی دی خو اړوندې دولتي ادارې ددوئ شمېر کم ښکاره کوي ترڅو ددولتي زیاتو اسانتیاو نه برخمن نه شي.
په راپور کې راغلي دي چې همدا لامل دی چې دمودي دادارې په ایالتي ۱۴ سوه وزیرانو کې یواځې ۴ مسلمانان دي؛دمذهبي تعصباتو دزیاتوالي له امله هند دهغو هېوادونو په لړ لیک کې داخل شویدی چې باید څارنه یې وشي.
راپور کې وړاندې راغلې دي چې دهند کثیرالمذهبي او کثیرالثقافتي حیثیت ته ډېر سترګواښ متوجې دی ځکه چې دلته دتشدد نه په ډکې طریقې پرقومي بنسټونو دنظام او دولت جوړولو لپاره هڅې روانې دي.
په راپور کې د ۱۰ ایالتونو اترپردیش،آندراپردیش،اړیسه،بهار،چتیس ګړه،مدهیه پردیش،راجستان،مهارشټر،ګجرات او کرناټک په اړ ویل شویدي چې پدې ایالتونو کې مذهبي ازادي دسخت ګواښ سره مخامخ ده.
دهند دنورو ایالتونو په باره کې ویل شویدي چې دلته مذهبي لږکي کمزورې کړای شویدي.
دنوموړې ادارې له لورې په خپور شوي دې پنځه مخیز راپور کې راغلي دي چې دهند لومړي وزیر خو د مذهبي اقلیتونو پرضد د تشدد درامنځته شویو پېښو غندنه کړی خو دمخنیوي لپاره یې دیادولو وړ هیڅ ګام ندی پورته کړی او نه یې هم دتشدد په پېښو کې داغېزمنو شویو کسانو سره کومه ځانګړې مرسته کړیده بلکې دمودي خپل ګوند ګڼ خلک دسخت دریځو تنظیمونو سره تړاولري او دمودي ګڼ ملګري دمذهبي اقلیتونو پرضد دتعصب نه ډک توري کاروي.
همدا راز دبشر دحقوقو نړیوالې ادارې هم په هند کې دبشرحقوقو ته د نه پاملرنې په اړه خپل تشویش ښکاره کړیدی.
دې ادارې ویلي دي چې په روان کال کې یواځې په جنورۍ میاشت کې ۳۲ زره کسان ددولت له لورې زندانونو ته وړل شویدي حال دا چې دوئ باندې نه کوم جرم ثابت شوی او نه هم قاضیانو ته وړاندې شویدي.
دې ادارې ویلي دي چې دهند دولت دتروریزم ضد قوانین بې ځایه کارولي دي او پدې نوم په ټول هند کې ډېر بې ګناه خلک زندانونو ته وړل شویدي.
دنوم چومسکي په شمول دنړۍ ۱۳۳ پوهانو دمودي په ادارې سخت انتقادونه کړیدي او ویلی یې دي چې دې هېواد کې دبشر حقوق ترپښو لاندې شویدي.
همداراز په امریکا کې دنړۍ دمذهبي ازادیو دڅار اداره یو.ایس.سي.آی.آر.ایف له لورې په خپور شوي کلني راپور کې راغلي دي چې په هند کې دمذهبي ازادۍ حالت ډېر خراب دی او ورځ تربلې پکې خرابي راځي.
دې ادارې ویلې دي چې امریکا باید دهند دولت باندې فشار راولي ترڅو دمذهبي ازادۍ په هکله دخپلې ژمنتیا په اړه نړۍ ته ډاډ ورکړي.
راپور کې راغلي دي چې دهند دولت پرمذهبي اقلیتونو دشویو حملو په اړه دباور وړ څېړنو اوددې پېښود مخنیوي په اړه پاتې راغلی دی.
دهند دنامتو تاریخ پوه پروفیسورهربنس کمیا خبرې هم ددې راپور برخه ګرځول شوې چې پکې هغه ویلي دي: په هند کې په منځنیو وختونو کې جنګونه ډېر رامنځته شویدي خو مذهبي شخړې پکې نه ترسترګو کېږي ؛که تاریخ ته نظر وکړو نو ړومبۍ مذهبي شخړه داورنګزیب دمړینې نه پس د ۱۸ مې پېړۍ په دوهمې لسیزې کې په ګجرات کې رامنځته شوې وه؛ په هند کې به په دولتي سطحه که هر څومره شخړې وې خو په ټولنیزه سطحه به امن وو خو اوس موږ دې حد ته رارسېدلي یو چې په هند کې هرکال له ۵ سوه نه زیات مذهبي فسادات رامنځته کېږي حال دا چې په ټولې ۱۸ مې پېړۍ کې ایله ۵ داسې شخړې رامنځته شوې وې چې د مذهبي فساداتو لاندې راتلای شي خو نن دغوا دغوښې دخوړلوپه بې بنسټه تورګڼ شمېرمسلمانان وژل کېږي او کورونه یې سوځول کېږي.
دامریکایې مطبوعاتو ترڅنګ بي بي سي هم دا راپور نشر او ځانګړی مقام یې ورکړ ځکه چې دا راپوردکومې ادارې له لورې خپور شوی دا اداره دکومې نادولتي موسسې پورې تړاو نه لري بلکې دا دامریکا دولتي قانوني اداره ده چې په ۱۹۹۸ م کال کې رامنځته شویده او په نړیواله سطحه دمذهبي ازادیو په اړه دولت ته مشورې او سپارښتنې کوي.
دنړۍ په ګڼو برخوکې چې پرمسلمانانوظلمونه او وحشتونه روان دي پښتانه ګڼ محترم لیکوالان یې په اړه لیکنې کوي اودخپل توان سره سم ترې پښتانه ورونه خبروي چې دا دنړۍ دمسلمانانو سره دخپلې خواخوږۍ ښکاره کولو اودوحشت پرضد دحق نارې پورته کولودمسئولیت اداکېدویوه ښه لارده.
خوهندچې دخپلوشومو اهدافودترلاسه کولولپاره ځان دافغانانو دوست ښکاره کوي اودهمدې هدف لپاره دلته ځنې پروژې هم عملي کوي نو زموږ زیاتره خلک یې ددوستۍ پدې غولوونکو ناروغولېږي او په هند کې دننه اویا هم په قبضه شوي کشمیر کې یې دمسلمانانوپرضد وحشتونه څوک نه یادوي.
زه دا نه وایم چې دهند پرضد دې تبلیغاتي میدان ګرم کړای شي بلکې هدف مې دادی چې هند کې مېشت مسلمانان هم زموږ ورونه دي نوکه پرې ددولت اویا هم دهندوانو له لورې منظم ظلمونه کېږي اوموږترې دمستندومراجعوله لارې خبرېږواوپه اړه یې څه نه وایو دابه دهند دمسلمانانوسره جفا وي .

Related posts