اګست 22, 2019

د کابل برید به وروستی نه وي…!!

د کابل برید به وروستی نه وي…!!

د ورځي خبره:

تېره ورځ د کابل د شهرنو په یوه ډېره کلابنده سیمه کې، د اسلامي امارت د فدایی قطعې ځوانانو وکړای شول چې د نفوذي همکارانو په مرسته د یو کامیاب تکتیک په مټ د (کاونټرپارټ) په نوم یو امریکایی مرکز ته ځانونه ورسوي، او هلته له دښمن څخه د هغو زرګونو بي ګناه او بې دفاع هیوادوالو غچ واخلي چې د امریکایي یرغلګرو او د دوی د مزدورانو له لاسه شپه او ورځ په خپلو کورونو او جونګړو کې په وحشیانه ډول په شهادت رسیږي او یا تعذیبیږي.

په دغه برید کې په لسګونو بهرني اتباعو او د هغوی داخلي ګوډاګیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، که څه هم دښمن له رسنیو څخه هرڅه پټ کړل، خبریالانو ته یې اجازه ورنکړه چې هغي ساحې ته ورنژدې شي.

خو افغانان اوس د دغه ډول ماجراوو په ټول سر او بر ډېر ښه پوهیږي، څه چې مجاهدینو په خپله رسمي خبرپاڼه کې ذکر کړي؛ هغه واقعیت دی چې دښمن ته په نني برید کې بوږنوونکی زیان اوښتی دی. په داسي حال کې چې هیڅ کوم ملکي وګړي ته پکي زیان نه دی رسیدلی، ځکه دا ډول سیمي لا له وړاندي چارواکو د عامو خلکو پرمخ بندي کړي وي.

تاسو به وګورئ چې د پخوا په څیر به بهرنیان د خپلو مړو هویتونه یو په بل پسي وروسته څرګندوي.
په هرصورت، د دغه کامیاب تکتیکي برید پیغام دا دی چې دښمن باید نور په ځان پوه شي چې د زور، وحشت، بمبارد او ولس وژني له لاري نشئ کولای چې بریا ترلاسه کړي،

اوس چې د دښمن عملیات طبعاً ټول ولس ته څرګند دي چې تنها ړانده بمونه اورول دي؛ نور که هدف ولس وي او که مجاهد، دوی یې توپیر نه کوي ځکه یرغلګر او مزدوران اوس په دې ښه پوهـ دي چې د افغانستان په جغرافیه کې یو ولسي فرد هم دوست نلري.

دا چې ولس په ټولیز ډول له مجاهدینو سره په وسلوال جهاد کې عملاً شریک دی کنه ؛ دا بیله خبره ده؛ خو د یرغلګرو او اجیرانو یې په هر صورت مخالف دی، نو ځکه دښمن هم پرته له دې چې توپیر یې وکړي؛ له لوړي فضا نه یې له یوه مخه په ړندو بمونو ولي، او یا یې په نیمه شپه کورونو ته ور لویږي، د خټو ګټو کورونه په بمونو ورته الوزوي، مال او متاع ځیني لوټ کوي، د ښځو، ماشومانو، ځوانانو او سپین ږیرو، نه په مرګ صرفه کوي او نه یې په تعذیب.

حقیقت دا دی چې د دغه ډول وحشتونو او ظالمانه کړنو سر ته رسوونکي که بهرني یرغلګر دي او که د هغوی کورني مزدوران؛ ترشا یې د کاونټرپارټ په څیر مراکزو کلیدي کردار موجود وي.

له همدې ځایه ده چې د کاونټرپارټ په څیر د یرغلګرو خطرناک مراکز او د بغلان د قومندانۍ په څیر د ګوډاګیانو ځالي یو په بل پسي په نښه کیږي، ترڅو له ګډ دښمن څخه د ولسي قتل عام بدله او قصاص واخیستل شي، او دا به وروستی برید نه وي؛ په نژدې راتلونکي کې به یې تر دې هم په لوړه کچه بیه پري کړي. ان شاءالله.

د امریکایی جنرالانو هوښیاري به دا وي چې نور نو د افغان ولس له ځورولو لاس واخلي، د ځمکنیو حقایقو په رڼا کې پریکړه وکړي چې په ظلم او وحشت کې هیڅ هم نشئ ترلاسه کولای پرته له دې چې خپله امریکایي څیره د راتلونکو نسلونو او راتلونکي بشري تاریخ په وړاندي نوره هم بدرنګه او وحشي وځلوئ، پکار ده چې نور نو زموږ له هیواده د خپلو پوځونو د وتلو پریکړه وکړئ، دا بې ګټي اشغال او دا بشري جنایات نور پای ته ورسوي. چې دا کار نه یوازي د افغان ولس، بلکي خپله د امریکا هم په خیر دی.

Related posts