سپتمبر 20, 2019

وياړلي شهيد قاري محمدداؤد (( خالد )) تقبله الله ژوند ته لنډه كتنه

وياړلي شهيد قاري محمدداؤد (( خالد )) تقبله الله ژوند ته لنډه كتنه

استاد محسن پکتين:

څه وړه هستي خونه وه ؛كه ووايو چې د اخلاص، توكل، عزم، متانت، عاجزي، تقوی او رښتونولۍ غوندي لوړو اخلاقو مجسم غر و چې تر خاورو لاندي شو، نو د هغه په وصف كې به مو زياتوب نه وي كړی.

هو! موږ د همداسي مېړنيو اتلانو او د هغوی اتلوليو د نن ورځي هغه برم ته نږدې كړي يو او را بښي يې چې په خوب مو نه و ليدلی.

هغه برم چې دوی د خپلو سرونو په نذرانه زموږ لپاره له خدايه غوښتی او د خپل خواږه ژوند د يواځېني ستر ارمان په حيث يې په رسا غږ او لوړه چېغه ياداوه چې ((موږ د سر په قربانولو د مظلومو أفغانانو د وقار ژوند غواړو)).

هغه برم چې مسلمان ملت يې له لاسه وركولو وروسته د همدې شاهكارو په مټ په بېرته ترلاسه كولو كې ترډېره بريالی شوی و چې زموږ يو عظيم انسان/مشر د رسول الله مبارك صل الله عليه وسلم له دياره د جهاد له ولولې او سپېڅلې داعيې سره راغلي مسافر مېلمه په سر بدل كړ.

هغه برم چې د دې نومياليو مېړنيو سر لښكر له پورتنۍ تبادلې وروسته د هغه د درېيم ځل ترلاسه كولو لپاره هومره لوړي قربانۍ نوري پرې ور زياتې كړې او خپل ژوند ته يې په همدې لاره كې د پای ټكی كېښود.

هغه برم چې دغو سپېڅلو شهيدانو په ترټولو سختو ظروفو او شرائطو كې يواځي د خپلو سرونو او ژوند ځارولو كې لېده او د هېواد او مسلمان ملت لپاره يې د هغه دغه بيه په نره پرېكړې ده.

او هغه برم چې د هغه د احياء او اعادې په لاره كې له دوه نېمو لسېزو راسي يو سپېڅلي بسته لښكر او د هغه دوو عظيمو سر لښكرو سرونه ښېندلي او د وېنو په رنگ يې خپل يون درې برابره نور غځولی دی، چې د لوړو سياسي څېرو، استشهاديانو، عامو مجاهدينو، سيارو قطعو، ليزري قوې، چريكو مجاهدينو، نفوذي مجاهدينو، فرهنگي او قلموالو مبارزينو او… په بڼه يو مجلل صف او مجهز لښكر دی، او په رښتيا چې دا د هغوی دوينو يو ډېر ښه رنگ دی.

دوی ته د خپلو اسلافو دا ډول سرښندنې د مېړاني او اېثار الهام وركوي چې هېواد او مسلمان ملت يې په څه ارزي؟ هغه ته بايد څه وكړي ـ څنگه وكړي او څه ور كړي؟ په كومه بيه ترې ننگه وكړي او ملي برم يې لوړ كړي؟ او دوی په دې عقيده كوي چې د يو ملت د برم څلی د تن له غوښو او ككرو جوړ وي نه له خښتو او مرمرو، له همدې ځايه درته د يو نوميالي مجاهد لنډ ژوند ليك پيلوم، لنډ په دې مانا چې د هغه د ژوند او كړچار ناپېيلې كېسې به يوې خواته كړم او يواځي د هغه له ليږ پېژندني سره به يې د هغو د سرچېنو په يادولو بسنه وكړم.

زوكړه او زدكړې : قاري محمدداؤد ((خالد)) تقبله الله د حاجي لونگين زوی او د آمرالدين لمسی له نن څخه كابو (۳۶) كاله وړاندي وروسته له هغه چې كورنۍيې له روسي ښكېلاك څخه د پاكستان خيبر پختونخواه ايالت ته هجرت وكړ د كوهاټ په سيمه كې زيږيدلی چې بياله هغه ځايه د پيښور جلوزو كېمپ ته وكوچېدل، نوموړي د لوگر ازرې ولسوالۍ د باغك كلي د شهاب الدين له جهادي او شهيد پروره كونۍ سره تړاو درلود.

قاري ((خالد)) تقبله الله په وړوكتوب خپل پلار د عظيم الشان قرآن د حفظ لپاره د مردان تحفيظ القرآن مدرسي ته داخل كړ، له حفظ پوره كولو وروسته يې ديني زدكړي پيل كړې، ترپنځمي درجې پوري يې لومړي كتابونه د خپل تره زوی مولوي نعمت الله  ((سعيد)) او ځيني نورو استادانو څخه ولوستل، د پنځمي او شپږمي درجې كتابونه يې د پيښور په پندو كې له محترم مولوي لطف الله((صديقي))، مولوي محمد ((حقاني)) صيب څخه او پاتي كتابونه يې په بيلابيلو مدرسو كې لوستلي او وړه دوره يې له محترم شيخ صاحب رحيم الله ((حقاني)) څخه د يوممتاز طالب په توگه سرته رسولې وه چې جهادي ولولې يې د زدكړو دغه بريالی او گړندی يون ټكنی او بيا وروسته د تل لپاره نېمگړی كړ.

مسلكې فعايت اودندې : شهيد قاري محمدداؤد ((خالد)) تقبله الله خپلو خوږو احساساتو، لوړ همت او سپيڅلو ارمانونو د ۲۰۰۶ زيږديز كال په شاوخوا كې د اسلامي امارت د سپيڅلي لښكر ملگری كړ، له لومړي سره يې د قوماندان قاري عبدالرحمن (چې د پكتيكا، پكتيا او خوست بيلابيلو سيمو او ولسواليو؛ لكه زيړوك، نكې، ارگون، صبریو، څټوكنډو، سپيرې او…ته تشكيلات درلودل) ترمشري لاندې د يادو سيمو په تشكېلونو كې پراخه برخه درلوده، څه موده وروسته له شهيد مولوي محمد داود ((جلالي)) صيب تقبله الله سره يو ځای او په لوگر او ننگرهار كې يې جهادي فعاليت پيل كړ، چې بيا د نوموړي اخلاص، لوړهمت، جگړه ايزي تجربي او ښي وړتيا ته په كتو د لوگر ولايت  عمومي مسئول، خپل مشر شهید ((جلالي)) صيب تقبله الله او د ولايت په سطحه ځيني نورو مسئولينو له لوري او د هغوی په ټېنگار د سيمي د خورو ورو مجاهدينو د يوې ډلگۍ مشري، په ولايتي كميسيون كې د خوښي ولسوالۍ له لوري غړيتوب او له نورو ولاياتو لوگر ته د مجاهدينو د راتلو او له هغه څخه د عبور د رهبري دنده هم ور له غاړې شوه چې تر وروستۍ سا يې په پوره ميړانه، لوړ متانت او د يو غوره مشر په حيث خپلي ټولي دندي سمبال كړې .

((خالد)) تقبله الله د اشغالگرو او د هغوی د مزدورانو ترڅنگ د داعش پديدې په وړاندي هم د ننگرهار د خوږيانو، چپرهار، د يبالا او نازيانو په سنگرونو كې د يو غښتلي قوماندان په توگه لوبېدلی او خپل رول يې ادا كړی دی.

قاري ((خالد)) تقبله الله د خپلي ډلگۍ مشري مخكې او هم وروسته په بيلابيلو ولايتونو كې خورا په زړه پوري فعاليتونه ترسره كړي وه او د هغو په مټ يې ځانته د خپلو ملگرو له منځ څخه د باور يو داسي پوسټ ترلاسه كړی وه چې ساری يې ډېر كم ليدل كېږي .

((خالد)) تقبله الله د جهاد او مبارزې په لاره كې ډېري سړې تودې هم گاللي چې يو ځل۲۰۱۴زيږديز كال په ننگرهار كې د (۶) تنه شهيدانو ترڅنگ هغه هم سخت ژوبل شو، خو ډېر زر خدای (ج) ورته صحت وركړ او يو ځل بيا يې خپل جهادي فعاليت مخه او تر وړاندې په لازيات جرئت او اخلاص يې دوام ور كړ، له دې پرته په ۱۴۲۹سپوږميز كال د پاكستان خيبر پختونخواه په هنگو سيمه كې د پاكستان له تحريك سره د لاس درلودلو په تور د دريو نورو ملگرو په ملگرتيا ونېول شو چې څه موده وروسته بېرته را خلاص او په جهادي دنده يې لاس پوري كړ، و داسي نور…

شخصیت : قاري محمدداؤد تقبله الله د كور تر هوساينو او ارام ژوند د جهاد د سنگر او د جگړي د ډگرستونزي، ناخوالي، ستړې ستومانۍ او د دښمن مخ ته شپې په وېښه لوبول تر بل هرچا زيات خوښول، نوموړی يو داسي خوږمن، مخلص، د ښي وړتيا، ستري حوصلې، لوړو اخلاقو څښتن او د جهاد او اسلامي امارت اهدافو ته متعهد، وفادار او ژمن مشر و چې نه يواځي د خپلو ملگرو ترمنځ بلكې په خپلو او پردو ټولو كې يې محبوبيت او په دښمن يې لاهم ځانگړی اغيز درلود، په لومړي لېده كاته به دې دا سي انگيرله چې د څو كالو خوږ ملگری دی.

قاري ((خالد)) تقبله الله د خپلو ملگرو جگړه ايزي او اخلاقي روزنې ته هم ځانگړې پاملرنه درلوده، د جمي د لمانځه، د تراويحو د ختم، دغه راز له ديني ارشاداتو سره سم له سهار لمانځه وروسته د سورت یس، له ماښام لمانځه وروسته سورت واقعې ـ د ماسخوتن له لمانځه وروسته سورت ملك ډله ايز ډول لوستلو او له ماسپښين لمانځه وروسته د مشارع الأشواق ــ دعوت جهاد او…مجاهدينو ته اورولو پابندو.

قاري محمدداؤد تقبله الله له هرډول غدر، خيانت، بدلمنۍ او سختي رويې ځان گوښه كړی و، هيڅوك نشي ثابتولای چې هغه د كوم شرعي منكر ځای ته او يا د هغه په وخت هلته شتون درلود، ابوخالد حماد وايي: ماله هغه سره د طالبۍ په لس كلنه اوږده ملگرتيا كې كله هم ور څخه تونده او سپكه خبره نه ده اورېدلې او همدا لامل و چې چا هم هغه يوځل ليدلی خامخايې د هغه ښېگڼه بيان كړې، كله ناكله خو به له دښمن څخه هم په مخابره كې اوريدل كېدل چې كه ټول طالبان د ((خالد)) غوندي وي نو موږ ورته تسليم يو، همدارنگه د ((خالد)) يواځينۍ ډلگۍ ده چې د (۶۰) نفرو په شاوخوا كې نوی فارغ مولوي صاحبان او د مدرسو طالبان وركې برخه لري.

شهادت يې : ابوخالد حماد يې د شهادت كيسه داسي كوي چې شهيد محمدداؤد ((خالد)) تقبله الله د نورو طالبانو په څير د تعليمي كال له پای ته رسيدو سره سم خپل په دوو گروپونو وېشل شوي (۵۰)كسیز تشكيل چې لومړی (۳۰) تنه گروپ وړاندې تېرشوی و په دوهم (۲۰) كسيز گروپ كې د پكتيا ځاځي اريوب ارغنه سيمي د زيړگل د غرونو په لوړو څوكو كې د مزدور دښمن له كمين سره مخ شو.

دا چې دوی له يوې ديني مدرسې د سنگر په لور خوځيدلي او دا مهال له يوميل كلاشينكوف او يوې چانټي پرته چې له ((خالد)) تقبله الله سره و نور تجهيزات يې نه درلودل، نوموړي په همدغه يوه ميل كلاشينكوف په پوره ميړانه له دښمن سره (۲) ساعته مقاومت جاري وساتلای شو چې مكار دښمن ترې  بيابيا د تسليمۍ غوښتنه هم وكړه.

خود ((خالد)) تقبله الله په څير د ټينگ عزم مجاهد ته هيڅ د منلو وړنه وه، هغه و چې دښمن ته له درنې مرگ ژوبلي اړولو ترڅنگ يې د سر په بيه د خپلو(۱۳) ملگرو ژوند او ازادي وژغورل او (۳۳) كلن ((خالد)) تقبله الله د خپلو (۶) ملگرو په گډون د۱۴۳۷ سپوږمیز كال د رجب په (۱۹) مه د شهادت لوړمقام ته ورسيد تقبلهم الله، چې د رجب په (۲۱) مه د شپي مهال (۱) نيمه بجه د خپل پلرني كلي (باغك) د شهيدانو په هدېره كې خاورو ته وسپارل شو (انالله وانااليه راجعون).

د نوموړي د جنازي په مراسمو كې د هغه گڼو خپلوانو، عقيدت مندو، عوامو او مجاهدينو ملگرو چې شميره يې (۱۹) صفونوته رسيده گډون درلود.

شهيد ((خالد)) تقبله الله شاته د مور او پلار ترڅنگ (۳) كشران وروڼه (چې يويې د اشرف الله په نامه له شهید ((جلالي)) صيب تقبله الله سره ځخمي او بيا د هغه د جنازي د مراسمو پای ته رسيدو په مهال په شهادت ورسيد تقبله الله)، (۴) اولادونه، يوه تور سرې او په خپله جهادي روحيه روزلې د مجاهدينو يوه پرتمېنه ډلگۍ پرېښوده.

هو ! شهيد((خالد)) تقبله الله كه څه هم سپيڅلي ډېرارمانونه به يې نيمگړي له ځان سره وړي وي او د هغه دوينو درنگينيو په بڼه به وروسته پوره شي خو چې د ده سپيڅلي تگلاري او خوږو خاطرو ته ځير شو نو د اسلامي امارت سپيڅلي صف ته تر وروستۍ ساه وفاداري او تعهد او بياشهادت په گډون ډېر نور ارمانونه يې پوره هم شول، اروا دې ښاده او ياد دې تل پاتې وي.

Related posts