اګست 22, 2019

جهاد په روژه کې…!!

جهاد په روژه کې…!!

د ورځي خبره:

اسلامي تاریخ شاهد دی چې مسلمانانو ډېری فتوحات په هغو جهادي معرکو کې ترلاسه کړي چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې د کفارو او د هغوی د همکارانو په وړاندي ترسره کړي دي.

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم، به ډېر حِرص او کوښښ دا و چې د فضیلت په دې مبارکه میاشت کې مسلمانان په غزوو او سریو کې برخه واخلي. ځکه چې روژه په فرضي عباداتو کې یو ستر عبادت دی، نو په کار ده چې نور ستر عبادتونه لکه جهاد هم په همدې بابرکته میاشت کې ترسره شي. چې اجرونه او ثوابونه یې د نور وخت په پرتله ٪۷۰ سلنه زیات وي.
له همدې ځایه وه چې د اسلام اکثر لویی غزاګاني هم په همدې میاشت کې ترسره شوي دي. او ډېری ستر فتوحات هم مسلمانانو په همدې مبارکه میاشت کې خپل کړي دي.

د بیلګې په توګه:

— د بدر غزا چې د روزې پر 17 مه / د هجرت په دویم کال کې وشوه .
— د مکې فتح د روزې مبارکې په 10 مه / د نبوي هجرت په اتم کال وه .
— د قادسیې معركه او فتح د روژې په میاشت کې د هجرت په پنځلسم کال د سعدبن أبي وقاص په قیادت کې ترسره شوه.
— د أندلس فتح د روژې په میاشت کې ، په 92 هـجري سنه کې د طارق بن زیاد په سرمشرۍ کې انجام شوه .
— د هسپانیې د زلاقې ښار عظیمه فتح هم د روژې په مبارکه میاشت کې وه چې په 479هـجري سنه کې وشوه .

همدارنګه نور ډېری اسلامي معارک د روژې په میاشت کې ترسره شوي چې مسلمانانو پکې لوی لوی فتوحات ترلاسه کړي دي.
همدا وجه ده چې د اسلامي امارت مجاهدین هرکال د روژې په مبارکه میاشت کې پر امریکایي یرغلګرو او د هغوی پر ګوډاګیانو باندي د نور وخت په پرتله د زیاتو بریدونو اهتمام کوي. ځکه چې دا یو نبوي سنت او د اسلامي تاریخي برم دی.
متاسفانه چې ځیني علماء سوء د خپلو شخصي ګټو لپاره د دښمن په دستور له مجاهدینو د جهادی عملیاتو د دریدلو غوښتني کوي، او همدا د روژې احترام ګڼي، په داسی حال کې چې د روژې احترم د جهاد پریښودل نه، بلکي جهاد ته نوره توجه کول یې احترام دی. ځکه چې پیغمبر علیه السلام همدا کار کړی دی.

څرنګه چې جهاد فرض عمل او تر ټولو غوره عبادت دی، لهذا د روژې په میاشت کې يې ترسره کول د نورو وختونو په پرتله ډير ثواب لري، د اسلامي امارت مجاهدین به خپل سپیڅلي جهاد ته د یو ستر عبادت د انجامولو په نیت د پخوا په څیر دوام ورکړي ترڅو خپل مظلوم ولس د دښمن له وحشته وژغوري، مجاهدین دې ته په پوره ډول ژمن دي چې د عام ولس له ژوند سره به هرو مرو احتیاط کوي، په روژه او غیر روژه دواړو کې به زیان ورته ونه رسوي.

پای …………..!

Related posts