اګست 22, 2019

د استشهاد د کاروان سالار

د استشهاد د کاروان سالار

حافظ سعید

حافظ حمدالله حامد په ۱۳۷۰ هش کال دکندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې دمولوي نور جهان صاحب په علمي او جهادي کورنۍ کې زیږیدلی. مولوي نور جهان صاحب دشوري ضد جهاد په مهال کندهار کې دحرکت انقلاب اسلامي قوماندان و، دکندهار په مختلفو محاذونو کې یې دکمونستانو خلاف جهادکې برخه اخیستې ده.

حافظ حامد دقران کریم حفظ د بلوچستان ایالت په اصحاف صفه مدرسه کې وکړ، وروسته یې په  منهاج القران مدرسه کې دیني زده کړي پیل کړې،د زده کړي په جریان کې داستشهاد مینه پرې غالبه شوه، مدرسه یې پرېښوده، اصحاب الجنة معسکر ته ولاړ،جهادي تدریب یې پای ته ورساوه اواستشهادي عملیاتو ته انتظار شو.

داصحاب الجنة معسکر مسؤلینو چې دحافظ حامد استعداد او لیاقت ولید،وخت په وخت به یې نوموړی له عملیاتو څخه  وروسته کاوه او په معسکر کې یې په خدمت موظف کاوه،خو حافظ حامد به دژوند هره شېبه دشهادت له ارمان سره تېروله، لس کاله یې دشهادت ارمان وپاله او پای خپل ستر ارمان دشهادت عالي مقام ته ورسید.

په اصحاب الجنة معسکر کې

د اصحاب الجنة معسکر مسولینو حافظ حامد په همدې معسکر کې داستاد په صفت مقرر کړ،نوموړی دهمدې معسکر دایمي استاد و،خو وخت په وخت به دخالد بن ولیدرضی الله عنه معسکر ته هم د تدریس او امتحان لپاره ور بلل کیده او په کال کې به یې دوې- درې میاشتې  دهلمند په سره قطعه کې خدمت کاوه.

حافظ حامد لس کاله په اصحاب الجنة معسکر کې داستاد او خادم په حیث خدمت وکړ، زرګونو استشهادي مجاهدینو ته یې روزنه ورکړه، دنوموړي په  لاس روزل شوي سلګونه مجاهدین داستشهاد میدان ته ولاړل،پر دښمن یې تندریز بریدونه وکړل او دشهادت ارمان ته وصل شول، همداراز دحافظ حامدتقبله الله له خواد روزل شوو مجاهدینو له جملې ځني یې اوس هم په مختلفو معسکرونو کې داستادانو په حیث خدمت کوي.

له  شهادت سره مینه

حافظ حامد دشهادت په مینه کې غرق و،همیشه یې دشهادت تمنااو کوښښ کاوه، له ملګرو، استادانو او والدینو یې غوښتنه کوله چې  دشهادت دعاء  ورته وکړي. د حافظ حامد وروڼه وایې:« حامد چې به کور ته راغی، مور ته به یې ویل: مورکې! دشهادت دعاء نه راته کوې! مورکې به مو ویل یاربه زما دزوی ارمان( شهادت) پوره کړې!، دحامد مشر ورور وایې: مور مو چې دحافظ حامد له شهادت څخه خبره شوه،ویې ویل:« اوس مې زړه یخ شو چې زما د زوی ارمان پوره شو!!».

حامد او له نبوي سنتو سره محبت

حامد دبشریت  دلارښود رحمة اللعالمین صلی الله علیه وسلم سره ډيره زیاته مینه درلوده او دآن حضرت صلی الله علیه وسلم د طریقې ټینګه پیروي یې کوله،نبي علیه الصلاة و السلام او صحابه کرام به یې ډير ډير په خوب کې لیدل، استشهادي ملګرو به هم  په مختلفو کیفیتونو سره حامد له نبي علیه السلام سره خوب کې لیده.

قال ابوهریرة ض سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول:(( من رآني في المنام فکأنما رآني في الیقظه، فان الشیطان لا یتمثل بي)) حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایې،  له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واوریدل چې ویل یې:« کوم څوک چې ما په خوب کې وویني، لکه په ویښه یې چې لیدلی یم، بې شکه شیطان زما تمثیل نشي کولای»

اصحاب الجنة معسکر کې  دحامد ملګري وایې: حامد دژوند په اخري شپو کې خوب ویني چې رسول الله صلی الله علیه وسلم روان وي،نوموړی ورپسې وي،ان حضرت صلی الله علیه وسلم چې له کوم ځای څخه مبارک قدم پورته کړي، حامد په هماغه ځای پل کښېږدي،په همدې روان حالت کې له یوې غونډۍ سره صحابه کرام رضوان الله تعالی علیهم  ولاړ وي او  حامد هم ورسره ملګری شي.همدا خوب دحافظ حامد په شهادت سره تعبیر شو.

اصحاب الجنة معسکر کې د یوه استشهادي مجاهد وینا ده: خوب  مې لیده، حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم راته وویل: « حافظ حامد ته ووایه چې ټول ارمانونه به دې پوره شي».

کله چې حامد او ملګري یې د شوراب غزا ته روانیدل، دهمدې غزا ملګري (متوکل باالله) نبي علیه السلام په خوب  کې لیدلی و ،متوکل باالله ویل: نبي علیه الصلاة والسلام راته وویل:« اوس نو ورځه اجازه ده».

حافظ حامد دډیرو ښو صفاتو څښتن و، پر تقوی، اخلاص، صبر او استقامت یې ملګري اعتراف کوي او دمثال په ډول یې ذکر کوي،دحامد داستشهادي ملګرو په ویناکله چې به استاد حامد د روزنې میدان ته را داخل شو نو ملګرو به یو ځانګړې کیف احساساوه.

حافظ حامد د ښکلې اواز او پیاوړې حنجرې څښتن و، دقران کریم تلاوت یې په ډير ښه انداز او ښایسته اواز سره کاوه،نبوي نعتونه او جهادي ترانې به یې ویلې او ملګرو استشهادیانو به دنوموړي نعتونه ډير خوښول.

د نمونې په ډول دحافظ حامد له لوري دویل شوو نعتونو څو بیتونه

لیونی نه یم پارولی یم زور دمینې

سرخرڅوم اداء کوم ورباندې پور دمینې

×××××××

دیدن ته دې حبیبه ناقرار دمینې تږي

بې حد په زړه زخمي کړل انتظار دمینې تږي

دعشق په مدرسه کې یې ازمون دمینې ورکړ

کامیاب راغلل تحفه کې یې ژوندون دمینې ورکړ

مضمون دقربانۍ ته شول تیار دمینې تږي

د شوراب عملیات او دحامد شهادت

د ۲۰۱۹ دفبروري دمیاشتې په ۲۸مه نیټه دجمعې په شپه داسلامي امارت اتلو استشهادي مجاهدینو هلمند کې د شوراب پر لویه پوځي اډه عملیات ترسره کړل. شوراب دیرغلګرو لویه او مشهوره اډه ده،په دې اډه کې داخلي عسکر هم میشت دي. له دې اډې څخه دمجاهدینو او عام ولس پر ضد عملیات رهبري کیږي او دافغان ولس  دیرغلګرو دښمنانو او اجرتي قاتلانو یو لوی پټنځای دی.

دشوراب په مبارکو  عملیاتو کې (۹) تنه استشهادي مجاهدین برخه وال وو (مولوي متوکل بالله د هلمند، حافظ حامد، منتقم، نوید او عبدالرحمن د کندهار، بدرالدین او عمرمنصور د غزني، بدري او هلال  د زابل) فدایې مجاهدین په سپکو او درنو وسلو سمبارل وو،او د یو خاص تاکتیک څخه په ګټه اخیستنه دې مهمې اډې ته ننوتل او پردښمن یې بریدونه پیل کړل.دې عملیاتو ۴۶ ساعته دوام وکړ، یرغلګر او مزدور دښمن ته یې د سر او تجهیزاتو خورا درانه زیانونه ورسول.

دالاماره ویبپاڼې د راپور په اساس : دشوراب په عملیاتو کې  (۱۳۷) تنه امریکايي اشغالګر عسکر ووژل شول او ۱۹ تنه ټپیان شول. همدارنګه د ګارنیزیون  قومندان سراج او د کمانډو عسکرو قومندان منصور په ګډون (۲۶۰) تنه داخلي عسکر  مړه او (۷۳) تنه یې زخمیان شول.په همدې عملیاتو کې ددښمن ګڼې الوتکې، (۳۳) هاموې او (۱۹)  ضربتي  ټانګونه، (۲۷) عرادې رینجر موټر، (۲۱) عرادې انټرنشنل موټر، (۷) عرادې نظامي امبولانس (۱۱) عرادې د ټيلوډک ټانکر او ډيرې د تیلو ذخیرې، دوسلو ډیپوګان،ورکشافونه،دالوتکو رادار او ۴۰سلنه پوځي تاسیسات له منځه یو وړل شول.

حافظ حامد تقبله الله دشوراب عملیاتو  په دوهمه ورځ( د۲۰۱۹ دمارچ په لومړۍ نیټه ) باسټن کمپ کې دننه دیرغلګرو سره په مخامخ سخته جګړه کې  دشهادت عالي مقام ته ورسید.دالله تعالی ځانګړې پیرزوینه او دمشرانو شفقت و چې حامد لس کاله داستشهادیانو او نورو مجاهدینو روزنه وکړه او بیا د شهاب ثاقب په څېر داخوان الشیاطین په یو لوی مرکز( باسټن کمپ) ور ولوید او دسلګونو شیطانانو له شررارته یې امت ته نجات ورکړ.

تقبله الله

Related posts