فبروري 24, 2020

جوزجان: آقچه کې ۲ پوستې فتحه، ۲ ټانکونه تخریب، قومندان او ۱۶ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

جوزجان: آقچه کې ۲ پوستې فتحه، ۲ ټانکونه تخریب، قومندان او ۱۶ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

له جوزجان څخه د ترلاسه شوي خبر له مخې تېره شپه ۱۱ بجې د اسلامي امارت مجاهدینو د یادو ولایت، آقچې ولسوالۍ اړوند،  جبار شهید سیمه کې د دښمن په مراکزو ځپونکي بریدونه پیل کړل، چې لا تر اوسه دوام لري.

دغو بریدونو په ترڅ کې د مزدور دښمن ۱ کلا او ۲ پوستې فتحه شوې، ۲ ټانکونه تخریب شوي او د قومندان کریم په ګډون ۱۶ تنه مزدور عسکر مړه او ژوبل شول.

همداراز ۱ پیکا، ۱ راکیټ، ۴ کلاشنکوفونه، ۱۰۰ د راکیټ مرمۍ او نور ګڼ جنګي توکې او مهمات هم د مجاهدینو لاسته ورغلل.

2019/5/2

Related posts