سپتمبر 23, 2019

په تیره میاشت کې د دښمن وحشتونه

په تیره میاشت کې د دښمن وحشتونه

د ورځي خبره:

دافغانستان لپاره د ټرمپ د جنګي ستراتیژۍ له پیل سره دافغان ولس دوژولو، کورنړولو، شکنجه کولو او تهدیدولو نوې لړۍ شروع شوه. هره میاشت تربلې زیاته خونړۍ وي،دولس دکړاو، دربدرۍ، او کور ورانۍګراف لوړ وي.

دټرمپ دجنون سره دارګمشر مفکر دوینو تنده هم زیاته شوه،یو خوا د یرغلګرو او داخلي اجرتي قاتلانو له لوري هره ورځ دافغان پرکاله د ویر او ماتم ټغر اوار وي او بل طرفته بیا دمفکر د ټوپکیانو په وحشت کې هره ورځ او شپه دښځو او ماشومانو جنازې پورته کیږي او د یو پلان له مخي مدرسې، مسجدونه، ښوونځي، کلینیکونه او بازارونه ویجاړیږي.

 دټرمپ او مفکر د ټوپکیانو په ګډو او ځانګړو عملیاتو کې د تېرې( اپریل) میاشتې څو هغه بېلګې در سره شریکوو، چې ولسي هیوادوال یې په نښه کړي، کورونه او دوکانونه یې ویجاړ کړي او ملکي شتمنۍ یې لوټ کړي دي.

داپریل دمیاشتې په لومړۍ نیټه  دکندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ  د سرخ بید په سیمه کې  د اشغالګرو په ډرون حمله کې ۹ تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي. د پکتیکا ولایت داورګون ولسوالۍ په  پیرکوتي سیمه کې ګډو ځواکونو ۶ تنه ملکي هیوادوال  مخامخ ویشتلي او  شهیدان کړي .  اشغالګرو د فاریاب ولایت  دقیصار ولسوالۍ په  شاخ سیمه کې ۹ تنه ولسي وګړي شهیدان کړي.همداراز  داخلي عسکرو دیادشوي کلي په بازار کې ګڼ دوکانونه لوټ کړي.

داپریل په ۲مه د دایکندي  او ازرګان ولایت ترمنځ پر لویه لار باندې یرغلګرو د ملکي خلکو د سپرلۍ  پرموټر  ډرون حمله کړې او پکې سپاره ۸ تنه ملکي هیوادوال  یې شهیدان کړي.

داپریل په ۳مه یرغلګرو او داخلي ټوپکیانو د پکتیکا ولایت  دنکې ولسوالۍ په عاشقي کلي کې  دچاپې په مهال وهلې ۱۲ تنه ملکي هیوادوال   له خپلو کورونو ایستلي او ټول یې په خورا وحشت سره  شهیدان کړي.

د اپریل په ۷مه  د لوګر ولايت مرکز پل علم په پادخواب شانه سیمه کې اشغالګرو د قومي مشرانو په يوه غونډه  ډرون حمله کړې، په دې حمله کې ۷ تنه قومي مشران شهیدان او زخمیان شوي دي.

داپریل په ۱۸مه  د ميدان وردګ ولايت  د نرخ ولسوالۍ په صد مردي دره کې  دګډو ځواکونو په بمبارکې دښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه ملکي هیواوال شهیدان شوي دي.

داپریل په ۲۱مه  د پکتيکا ولايت د سروضې ولسوالۍ په مارزکو کلي کې دیرغلګرو او داخلي عسکرو په چاپه کې ۷ تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.

داپریل په ۲۶مه  د پروان ولايت مرکز ته څېرمه خلازیو سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال ۷تنه ملکي هیوادوال  شهیدان کړي.

داپریل په ۲۷مه  د پکتیکا ولایت دبرمل ولسوالۍ لمن بازار سره نژدې سیمه کې اشغالګرو او حکومتي ځواکونو دولسي وګړو پرکورونو چاپې وهلې،د ملکي وګړو ۸ کورونه یې په بمونو الوزولي،۱۰ تنه ملکي هیوادوال یې شهیدان کړي دي .

د اپریل په ۲۷مه  د فراه ولایت دبکوا ولسوالۍ د عبدالودود بازار  په سیمه  کې یرغلګرو او داخلي عسکرو چاپه وهلې، ځني دوکانونه یې لوټ کړي او  ګڼ نور  دوکانونه او د ولسي وګړو موټر یې سوځولي او  ولس ته یې ملیونونه افغانۍ تاوان رسولی دی.

داپریل په ۲۹مه  د ننګرهار ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ په زاوي سیمه کې یرغلګرو او حکومتي عسکرو دچاپې په مهال ۷ تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او۲ میرمنې یې ټپي کړي دي.

داپریل په ۳۰مه  د غزني ولایت د زنخان ولسوالۍ په راحت خیلو بازارباندې ګډو ځواکونو چاپه وهلې، د۲۳۰ دکانونودروازې یې ماتي کړې، قیمتي مالونه او نغدې پیسې یې لوټ کړې او د سیمې خلکو ته یې د ملیونونو افغانیو معادل زیان اړولی دی.

اسلامي امارت دافغان ولس دعزت، سر، مال او حقونو ساتنه کړې او ژمن دی چې دخپلو خلکو له  حقونو به دفاع کوي.له یرغلګر دښمن او داخلي اجیر څخه به دخپلو خلکو غچ اخلي او تر هغو به خپلې برحقې مبارزې ته دوام ورکوي چې یرغل په یومخیزه توګه ختم شي او دولس ارمان اسلامي نظام قایم شي.

ان شاء الله تعالی

Related posts