اګست 22, 2019

داسلامي نړۍ ځلانده ستوری شيخ الاسلام  امام بغوي – رحمه الله 

داسلامي نړۍ ځلانده ستوری شيخ الاسلام  امام بغوي – رحمه الله 

ليکوال : الياس «فاتح»

هغه دعلوموسمندر وو، اسلامي ملت ته يې ډېر څه په ميراث پرېښودل

دافغانستان سپېڅلې خاوره که په تاريخي استنادله يوه پلوه  دسترو غازيانو ټاټوبی او د ياغي تاړاکونو هدېره ګرځېدلې، له بله پلوه د داسي علمي هستو  زانګو هم ده،چې نړۍ کې يې دعلمي رڼاوو زرزري مراندې سره غړلي او غځولې دي.

  له دغو درنوعلمي سټو څخه يو هم ؛ شيخ الإسلام، الإمام، الحافظ، الفقيه، المجتهد،المحدث، العلامة، القدوة، محيي السنة، المفسر، ركن الدين، أبومحمد الحسين بن مسعود الفرّاء البغوي دی، چې په (۴۳۳ هـ  اويا ۴۳۶هـ) کال  د هرات  ولايت په (بغشور) يا (بغ)  سيمه کې نړۍ ته راغلی.   ( أبو محمد) يې کنيت- (محيِّي السنة )، ( رُكْنِ الدِّين) او(ظهیرالدين)  لقبونه وو. الفَرَّاءُ  يې  « نسبتي نوم » دی،چې ( الْفِرَاءِ ) دڅرمن/پوستکو  کاروبار او سوداګرۍ  ته يې نسبت  شوی،او دا يې دپلار- نيکونو پېشه وه. د «البغوي» نوم نسبت  يې د«بغ» او يا «بغشور» دهرات  هغې سيمې ته شوی چې د سرخس او مرو  ترمنځ موقعيت لري.

 زده کړه يې:

دعلامه بغوي -رحمة الله عليه- کورنۍ له جيدو ديني علماوو سره تړاو درلود، دنوموړي دپلار او نيکه  ترټولو لويه تمنا دا وه چې دکورنۍ دغه ډېوه يې دديني علم يو مثالي باعمله عالم جوړيدو ترڅنګ ددې سبب وګرځي چې د علم دنورځلاوې د نړۍ  هر لور ته خپرې کړي.

 همدغه  تمنا او دعاوې يې د لارې او سفرڅويری (توښه) شو،کلی يې پرېښود  او د« مرو روذ» ښار ته  دخپل وخت انتهايي لوړ علمي شخصيت، حسين بن محمدالمروزي القاضي دشاګردانو په حلقه کې شامل شو، او په ډېره مختصره موده کې يې دخپل محنت، ذهانت، او خلوص پر بنا دخپل مربي  اومشفق استاد په نظر کې د ګرانښت او درنښت اعلی مقام حاصل کړ. دلته يې  دعلومو له خزانې څخه شپه ورځ   دخپل زيار پرمټ  چې څومره شونې وه،اخېستنه  وکړه.

مشائخ  يې:

له دې وروسته يې  دعلم او حکمت په  لټون  او پرمخيون پسې ډېرو هيوادونو ته سفرونه وکړل او دوخت له جليل القدر علمي شخصيتونو يې  په لويه پيمانه علوم  ترلاسه کړل، چې دځينو مشايخو نومونه يې په لاندې ډول دي:

  • ۱- أبو على الحسين بن محمد بن أحمد المرزوي.
  • ۲- أبو عمر عبد الواحد بن أحمد المليحى الهروي.
  • ۳- أبو الحسن على بن يوسف الجويني.
  • ۴- أبو بكر يعقوب بن أحمد الصرفي النيسابوري.
  • ۵- أبو على حسان بن سعيد المنيعي.
  • ۶- أبو بكر محمد بن عبد الصمد الترابي المرزوي.
  • ۷- أبو القاسم عبد الكريم بن عبد الملك النيسابوري
  • ۸- أبو صالح أحمد بن عبد الملك النيسابوري.
  • ۹- أبو تراب عبدالبافى بن يوسف المراغي
  • ۱۰ – عمر بن عبد العزيز الفشاني.
  • ۱۱- أبو الحسن محمد بن محمد الشريزي.
  • ۱۲- أبو سعد أحمد بن محمد الخطيب الحميدي.
  • ۱۳- أبو محمد عبد الله بن عبد الصمد الجوزاني.
  • ۱۴- أبو جعفر محمد بن عبد الله الطوسي.
  • ۱۵- أبو طاهر محمد بن على الزراد.
  • ۱۶- أبوبكر أحمد بن أبي نصر الكوفاني.
  • ۱۷- أبو منصور محمد بن عبد الملك السرخسي.
  • ۱۸- أبو عبد الله محمد بن الفضل بن جعفر الخرقي.
  • ۱۹- أبوالحسن على بن الحسين بن الحسن القرينيني.
  • ۲۰ – أبوالحسن عبد الرحمن بن محمد الداودي.

شاګردان يې:

امام بغوي رحمة الله، دعلومو ترحصول وروسته خپل وطن –مرو روذ- ته ستون شو او هلته يې دتدريس چارې پېل کړې،چې ډلې ډلې ديني طالبان پرې رامات او  لوی  شمېر يې له دريابي علم خپلې تندې خړوبې کړې،دبېلګې په توګه:

۱-    مجد الدين أبو منصور محمد (هغه  شخصيت ، چې شرح السنه يې له مؤلف «امام بغوي» څخه روايت کړی،او له ده څخه خورا زياتو ديني عالمانو لاس ته  وړې.)

۲- أبو الفتوح محمد بن محمد الطائي الهمداني( لوی عربي محدث، چې عظيم الشان تألیف «الأربعين…»  يې دعالي افکارو ترجماني کوي).

۳-  عبد الرحمن بن عبد الله  الليثي (لوی امام او فقيه)

۴-  أبو مقاتل الديلمي( پر عماد الدين  ملقب  او نوموتی شاګرد يې)

۵- عمربن الحسن الرازي (د امام فخرالدين  الرازي  پلار)

۶- أبو المكارم فضل الله بن محمد النوفاني(دا يې وروستۍ شاګرد و، چې روايت يې ورڅخه کړی، او تر شپږسويم هجري کال پورې ژوندی  او زيات علماء  يې ټولنې ته وړاندې کړي دي).

 استشهادات يې:

حافظ ذهبي: الشيخ، الامام،العلامة، القدوة،الحافظ،شيخ الاسلام،محیی السنة، مفسر،د ډېرو تصانيفو څښتن… سيد، امام، عالم،علامه او زاهد و. په تفسير کې دهغه قدم  ډېر مضبوط و او په فقه کې  يې  لاس  ډېر اوږد و.

ابن خلکان: هغه په علومو کې درياب و، دکلام الله په تفسير کې يې تصنيف،او د  قول النبي(حديث) مشکلاتو يې وضاحت کړی.

ابن کثير: هغه دخپلې زمانې علامه  و، متدين،ورع،زاهد،عابد او  صالح شخصيت  و.

 سيوطي: دده په تصنيفاتو کې برکت اچول شوی، نيت او اراده يې رښتينې وه، بې شکه  دربانيینو علماوو څخه و او  په ډېر لږ څه يې قناعت درلود.

داودي: هغه  يو متقي، زاهد او عظيم شخصيت و، دی  په تفسير کې امام،په حديث کې امام او په فقه کې امام  و.

ابن العماد الحنبلي: امام بغوي لوی محدث،مفسر، صاحب التصانيف او د خراسان دخاورې سترعالم و.

ابن قاضي شبه: بهترين مفسر،محدث او دلوړې پوړۍ فقيه  و. دهغه علمي زيارونه، نن ورځ هم دعلم لارويانو ته  دلارې مشال دی، هغه چې راتلونکي اسلامي ملت ته په ميراث څه پرېښودل؛ نه هېرېدونکی علمي احسان يې دی.

صفات او ځانګړنې يې: 

دخلکو په زړونو کې يې داحترام دا نښه وه،چې دخپل نوم پرځای يې پر «محی السنه»يا«شیخ الاسلام»… ياداوه. نوموړی دتوصیف تر هغه مقام رسيدلی و،  چې دصحابه –رضی الله عنهم- او تابعینو-رحمة الله علیهم- اتباع يې دهر عمل پر خصوصيت  اوښتي وه. نوموړی د له ائمة اهل السنة والجماعة نامتو امام  او له  رجال الحق والهدی  پياوړی  رجل و. دقران کريم تفسير،نبوي احاديث، او دصحابه کرامو اعمال يې دخپل فکر او خيال راهنما جوړشوي وو.

 په فقه کې دامام شافعي مقلد و، دنورو ائمه وو دلائل يې په ښه ديانت دارۍ تجزيه کول، دژوند ترپايه يې له  عقدونو(رخو)، تعصباتو او اختلافاتو ځان ساتلی و. ددنياوي ضرورتونو حصول او عدم حصول يې دځان لپاره هېڅ  مسئله نه ده ګڼلې،له دنياوي  چمک او ځلاوو څخه کله هم نه دی متاثر شوی. دنېک نيت ،سخاوت، او خاکسارمزاج خاوند و،   اثار  (کتابونه)  يې  په  اسلامي امت کې له سترمقبوليت برخيز شوي دي.

کتابونه يې:

امام بغوي رحمه الله، په بېلابېلو موضوعاتو درانه  تصنيفات او تالیفات کښلي،چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

۱-    معالم التنزيل / تفسير البغوي

۲-    الأنوار في شمائل النبي المختار.

۳-    ترجمة الأحكام في الفروع .

۴-    مصابيح السنة.

۵-    الجمع بين الصحيحين.

۶-    شرح الجامع للترمذي.

۷-    شرح السنة.

۸-    فتاوى البغوي.

۹-    فتاوى المروالروزي.

۱۰-  أربعون حديثاً.

۱۱-  الكفاية في القراءة.

۱۲-  المدخل إلى مصابيح السنة.

۱۳-  التهذيب في الفقه .

۱۴-  الكفاية في الفروع.

۱۵-  معجم الشيوخ.

 مړينه  يې:

امام بغوي – رحمة الله علیه- علمي ډګرونو ته تر سترو خدمتونو وروسته د ۵۱۶هـ    يا په  ۵۱۰ هـ  کال دشوال په مياشت کې دبادغېس ولايت په  بالامرغاب (مرو الروذ) سيمه کې له دې فاني نړۍ څخه دتل لپاره وکوچېد. او ديادې منطقې په تالقان نومې هدېره کې دخپل استاد قاضي حسين ـ رحمه الله – ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.

سرچينې:

  • الأعلام – زركلي
  • معجم البلدان – ياقوت الحموي
  • سير أعلام النبلاء – ذهبي
  • وفيات الأعيان- ابن خلکان
  • طبقات المفسرين – داودي
  • البداية والنهاية – ابن كثير
  • طبقات الحفاظ- سيوطي
  • محدث ؛ علمي او اصلاحي اردو مجله/ دسمبر ۱۹۸۸ ، شماره ۱۷۰
  • مجلة البيان ـ عربي مجله، پنځمه ګڼه/ شعبان ۱۴۰۷ ـ اپريل ۱۹۸۷م
  • مجلة الصمود الإسلامية؛ داسلامي امارت عربي مجله /۵/ ۲۰۱۷م

Related posts