جولای 23, 2019

د کاپيسا نجراب کې د ظالمو اربکیانو لخوا ملکي خلکو ته اوښتي تلفات او ایښودل شوې جریمې/راپور

د کاپيسا نجراب کې د ظالمو اربکیانو لخوا ملکي خلکو ته اوښتي تلفات او ایښودل شوې جریمې/راپور

د  جدی په شپږمه د  ۱۳۹۷ هـ ش کال چې د ۱۴۴۰ هق د ربیع الثانی ۱۹ سره سمون خوري، دکابل ادارې ملیشو (اربکیانو) د کاپیسا ولایت دنجراب ولسوالۍ په افغانیه دره، پچغان دره او غین دره کې عملیات پېل کړل.

د ژمي موسم او  په سخته یخنۍ کې د دښمن دثقیله وسلو په بې دریغه کارولو سره ډير کورونه، مسجدونه، مدرسې او عام المنفعه ځایونه ویجاړ او زیانمن شول.

هغه کورونه چې دجنګ په دوران کې خلکو پرایښي و ،اربکیانو په هغو کې مورچې جوړې کړې، او  دځان د ګرمولو په خاطر یې دخلکو په کورونو کې شته سامان آلات، حتی غالۍ او توشکې سوځولي او ځني یې له ځان سره وړي دي.

په یادو شوو سیمو کې تر دوو میاشتو پوري دکابل رژیم دایله جارو وسله والو عملیات روا ن و،دښمن  پدې ګناه چې دغه ساحه کې پخوامجاهدین وو، له خلکو سره ډېر بد چلند او له زوره کار اخیست، په هر کوریې  جریمه کیښودله، د هرې ساحې قومندان کوشش کاوه چې له بل قومندان نه خپل وسائل، مهمات او نغدې پیسې ډېر ې کړي، نو يې له هر  کور څخه نقدي جریمې واخیستلې.

دغه وحشتناک عملیات  دطاهر صافي چې داشرف غني مشاور وزیر دی،له حکومت څخه منظور کړل او  آمر عبدالهادي، د تګاب ظالم او وحـشي قومندان عبدالحکیم اخندزاده، قومندان عبدالله خان، قومندان ګل اکبر، قومندان عبدالجبار ، قومندان خان آغا، قومندان بار الله او حاجي خوشال له خوا پیل او پای ته ورسیدل.

په یادوو شوو ساحو کې ددښمن دمظالمو، وحشت او دجریمو لنډ لیست په لاندې ډول دی:

د جرائمو پوره لیسټ  په PDF بڼه له دغه ځای څخه ښکته کړئ

Related posts