فبروري 19, 2020

د لویې جرګې په عنوان د جوړیدونکې غونډې په اړه د اسلامي امارت اطلاعیه

د لویې جرګې په عنوان د جوړیدونکې غونډې په اړه د اسلامي امارت اطلاعیه

ټول هیوادوال پوهیږي چې د ثور په نهمه کابل کې د لویې جرګې په نامه نمایشي هڅه د امریکايي غلامانو لخوا په مکرر ډول د ملت غولونې پروسه ده چې په نتیجه کې به يې د بې صلاحیته او پردۍ پاله ادارې د دوام او مشروع ګڼلو هڅه وشي.
اسلامي امارت چې د روان اشغال ضد جهاد قومنده په لاس کې لري او د خپل اولس او ارزښتونو څخه د دفاع صف رهبري کوي، له خپل میړني اولس، بیلابیلو افغاني اړخونو او سیاسي جریانونو څخه غواړي چې د دښمن لخوا د جرګې په نوم دسیسه کې ګډون ونه کړي او د کابل کاواکه اداره نوره هم د انزوا خواته ورټیل وهي.
دا چې له یوې خوا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ مذاکراتو کې پرمختګ شوی اوله بلې خوا د هیوادوالو تر منځ د بین الافغاني تفاهم په برخه کې مثبت قدمونه اخستل شوي د کابل ادارې د یوې برخي لخوا د لویې جرګې په نامه پروسه د دې لپاره په کار لویدلې چې د اشغال د خاتمې، واقعي سولې او امن مخه پرې ډب کړي، د څو ناخبره کسانو له احساساتو څخه سوء استفاده وکړي، د سرو او شنو کرښو په مطرح کولو سره د سولې واقعي جریانونه سبوتاژ کړي، له بي واکه ادارې سره د مذاکراتو او اوربند غږ اوچت کړي، د کابل ادارې اوبادارانو له لوري په ملکي هیواد والو له روان ظلم او وحشت څخه عامه اذهان بل لور ته واړوي او د ملت سترګو ته د خاورو شیندلو هڅه وکړي.
متاسفانه چي په تیرو اتلسو کلو کې دا څووم ځل دی چې د جرګو له عنوان څخه د استعماري او اشغالګرانه موخو د تحقق لپاره کار اخیستل کیږي او دغه تاریخي عنعنه په مکرر ډول د پردو لپاره استعماليږي او بد نامیږي.
اسلامي امارت په واقعي جرګو او له هیواد والو سره په تفاهم باور لري؛ خو دا حقیقت هم روښانه کوي چې یاده جرګه د پردیو په غوښتنه د هغو تمثیلي هڅه بولي او د هیوادوالو لخوا مقاطعه ورسره کول هیوادنی او اسلامي مسئولیت ګڼي او څوک چي ګډون پکې کوي هغه د واقعي سولې دښمنان بولي.
د یادې جرګې په ګډونوالو به هغه پریکړې په پټو سترګو تائیدېږي چې تر مخه لا ورته لیکل شوې او فیصله شوې دي، چې هغه همدا اوس لا د ټول افغان مسلمان ملت لخوا مردودي دي.

 

د افغانستان اسلامي امارت
۲۳/۸/۱۴۴۰هـ ق
۸/۲/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/4/28م

Related posts