اګست 22, 2019

بهادر طالبه

بهادر طالبه

حافظ محمد قاسم زهیب

راشه چي ښکل دي کړمه څڼې څڼېور طالبه

ساتې چي دین وطن ناموس د خپل ټبر طالبه

 

ډیر په احتیاط اخله قدم او هم قلم ملګریه!

ستا په امید دي مظلومان د لر او بر طالبه

 

دا توري شپې په موږ رڼا کړه د خپل مخ په شغلو

په مسلمه امت را وخیژه سپین لمر طالبه

 

راځئ چي خاوري یې د قبر په موزیم کي کیږدو

زموږ د امیرالمؤمنین ملنګ عمر طالبه

 

د دې لښکر هر یو رهبر به ځي په دغه لاره

لکه منصور چي لولپه کړو خپل بشر طالبه

 

غربي شیطان پلیت پلانونه دسیسې جوړوي

ځیرک به اوسې زموږ پاک نفسه بهادر طالبه

 

که حریت کي زندګي غواړې زهیبه وروره

باید په لاس کي دي وي توره او خنجر طالبه

Related posts