اکتوبر 14, 2019

 دالفتح عملیاتو تازه فتحې

 دالفتح عملیاتو تازه فتحې

د ورځي خبره:

 دالفتح فاتحو عملیاتو په لړ کې تېره ورځ داسلامي امارت اتلو مجاهدینو دهیواد په مختلفو سیمو او سمتونو کې ګڼې فتحې ترلاسه کړي. یرغلګر او داخلي دښمن یې ځپلی، پوستې، بیسونه او پراخې سیمې ځني نیولې او په پراخه پیمانه وسلې او مهمات یې له دښمن څخه غنیمت کړي دي.

د بېلګې په توګه: تیره شپه  داسلامي امارت  مجاهدینو د غزني ولایت دګیرو ولسوالۍ  مرکز، امنیه قومنداني او ټولې دفاعي پوستې فتحې کړې،دښمن ته یې د سر او تجهیزاتو درانه تاوانونه ورسول او په لوی شمېر کې وسلې، وسایط او مهمات دمجاهدینو لاس ته ورغلل.

په  هرات ښار   کې د مزدوري ادارې د ملي امنیت اداره کې دمجاهدینو د یوې  تکتیکي چاودنې له امله  دیادې شوې ادارې ۱۴ تنه  جاسوسي کارمندان  قتل او ۱۸ تنه نور ژوبل شول او دغې ادارې ته لوی زیان ورسید.

دفراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې  فراه ته پرغزیدلي سړک د ګډ دښمن پر موټریزکاروان کارنده بریدونه ترسره شول، په دې اتلوالو بریدونو کې ددښمن ۱۷ عرادي  موټر اوټانګونه   تخریب شول  او ۲۴ تنه عسکرو ته  مرګ ژوبله واوښتله.

د بغلان ولایت دبرکې ولسوالۍ  اسلام دره، توتک، خیراباد، قریهء دراز، چغت، باغ دره، نیک محمد علیا، نیک محمد سفلی،شاه خواجه او د نو اباد په نوم ۱۰ کلي او د زیکویک په نوم مهم او سراتیژیک سنګر د دښمن له ناپاک وجود څخه تصفیه کړل شول، په دې لاسته راوړنو سره داسلامي امارت مجاهدین د نهرین – جلګه سړک سره وصل شول.

د نورستان ولایت دواب ولسوالۍ مرکزته څیرمه د مجاهدینو په چریکي بریدکې دقوماندان په ګډون ۷ تنه اربکیان مړه او ټپیان شول.

او په یوه بله فتحه کې  د بدخشان ولایت  دخاش ولسوالۍ په  کرز سیمه کې قومندان قربان علي د ۱۲ تنو عسکر و په ګډون له کابل رژیم څخه رابیل او داسلامي امارت دامن او شریعت غیږې ته راغلی، نوموړی ژمنه وکړه چې داسلامي امارت سره به هراړخیزې همکارۍ ته دوام ورکوي، داسلامي امارت مجاهدینو د نوموړي قوماندان ددې نیک اقدام هرکلی وکړ او دسر او مال دحفاظت تضمین یې ورکړ.

الفتح عملیاتو اشغالګر او مزدور رژیم یې سخت وارخطاء او سرسامه کړي دي،ددې عملیاتو له پیل سره دهیواد په بیلابیلو سیمو کې ګډ دښمن ته دسر او مال خورا درانه زیانونه او ښتي دي. دښمن له مجاهدینو سره دمخامخ کیدو زړه نشي کولای، په پرله پسې ډول دخپلې ماتې غچ له بې دفاع ملکي وګړو څخه اخلي، مسجدونه، مدرسې، ښوونځي او کلینیکونه بمباروي او له همدې لارې خپل وحشت خپروي.

دالفتح عملیاتو له موفق پیل څخه ښکاري چې همدا عملیات به ډير موثر او دقیق وي، دیرغلګرو مهم او لوی پټنځایونه به تر هدف لاندې نیسي او  دکابل رژیم د ټوپکیانو قرارګاوې او مهم مرکزونه  به فتحه کوي. ان شاء الله تعالی

Related posts