سپتمبر 23, 2019

د (الفتح) جهادي عملیاتو د پيل په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د (الفتح) جهادي عملیاتو د پيل په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

الحمدلله و کفی و الصلوة والسلام علی عباده الذین اصطفی، امابعد: فقد قال الله تبارک و تعالی:

إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا ﴿١﴾ سورة الفتح) و ایضا قال الله تعالی:  انفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّـهِ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿٤١﴾ (التوبه) صدق الله العظیم

 مؤمنو هیوادوالو او مجاهدینو وروڼو!

 له تیرو  اتلسو کلونو راپه دې خوا زموږ په هیواد افغانستان کې د بهرنیو اشغالګرو او د هغوی د ملاتړو پر ضد مسلح جهاد جریان لري.

دغه جهادي مبارزه د اسلام او افغانستان د تاریخ هغه ویاړمن باب دی چې زموږ د راتلونکو نسلونو سعادت، دیانت، خپلواکي او سرلوړي تضمینوي او زموږ د معنوي بقاء راز په کې نغښتی دی.

 که زموږ ملت د انګریزانو، شورویانو او اوس د امریکايي اشغالګرو پر ضد د جهاد توره نه وای پورته کړې نونن به موږ هم د نورو استعمارځپلو اولسونو په شان هم له دنیوي عزت او خپلي ارادې څخه محروم وای او هم به مو راتلونکي نسلونه ګمراهان او له خپلو معتقداتو پردي شوي وو؛ خو( لله الحمد) دا زموږ په اولس د الله تعالی ځانګړی مرحمت دی چې موږ ته یې په دې ابتلاء کې د کامیابۍ توفیق راکړ، زموږ ملت ته یې د اشغالګرو په خلاف د پاڅون او مقاومت توان ورکړ او موږ یې له تلپاتې معنوي زوال او سقوط څخه وژغورلو.

مجاهدو هیوادوالو!

 زموږ جهادي وظیفه لا هم سرته نه ده رسیدلې، د هیواد زیاتره سیمې که څه هم له دښمن څخه ازادې شوي دي خو زموږ په اسلامي هیواد کې لا هم بهرني اشغالګر ځواکونه پوځي او سیاسي حضور لري. هغوی نه یواځې د هیواد سیاسي واک په کنترول کې لري؛ بلکې له لویو پوځي اډو څخه شپه ورځ په هیوادوالو بمبارۍ کوي، د داخلي روزل شویو غلامانو په مرسته چاپې وهي، خلکو ته د سر او مال زیانونه اړوي او په بیلابیلو طریقو زموږ اولس ځوروي.

ورسره يې د کابل ادارې په وسیله د افغان وژنې، اشغال غزولو او د اسلامي نظام د مخنیوي لپاره د روان ۱۳۹۸  لمریزکال د حمل  په لومړۍ نيټه د خالد په نامه عملیات  اعلان کړل، دا کار پخپله د دې ګواهي ورکوي چې دښمن لا هم غواړي چي دزور له لاري خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي، ځکه خو د بشپړ اسلامي نظام په مخ کې د شګو بندونه جوړوي.

دا چې له خپل دین، خپلي خاورې، خپل سر، مال او ناموس څخه دفاع او ساتنه لازمه ده او له پردي  ښکیلاک څخه د اسلامي هیواد بشپړه آزادي جهادي فریضه ده، اسلامي امارت د همدې جهادي فریضې د تکمیل په موخه د نوي هجري شمسي کال په رابریدو سره د ( الفتح) په نوم جهادي عملیات اعلانوي او په دې اړه لاندې څو ټکي د یادونې او توجه وړ بولي.

ــ په ټول هیواد کې د (الفتح) عملیاتو  د هماهنګه  پيل کیدو امر وشو، دا چې د هر عبادت په پیل کې نیت مهم دی مجاهدین وروڼه دې په پوره اخلاص او اصلاح النیة سره دغه جهادي عملیات پیل کړي.

 خپل هدف دې یوازې او یوازې د الله تعالی د رضاء حاصلولو په مقصد د اشغال له منځه وړل، له اشغال او فساد څخه د اسلامي هیواد تصفیه، د اسلامي نظام اقامه کول او د خپلو مؤمنو هیوادوالو دفاع او خدمت وګرځوي.

ــ مجاهدین مکلف دي چې د (الفتح) عملیاتو په لړ کې د اطاعت اصل په پام کې ولري. خپل جهادي کردار باید د جهادي لوائحو او خپلو آمرانو د لارښوونو په رڼا کې ترسره کړي. د اسلامي امارت د نظامي کمیسیون او نورو ذی ربطه اداراتو لخوا چې هر امر او توصیه کیږي باید په کلکه یې رعایت کړي، هغه که د روزانه جهادي کارونو په اړه وي او یا هم د ملکي تلفاتو دمخنیوي، احتیاط، نظم، خپلمنځي همکارۍ، اخلاقي چلند او نورو امورو په اړه.

ــ دا چې مجاهدین لله الحمد د هر کله په نسبت په لوړ جهادي عزم سمبال، له حربي تجربو، نویو تاکتیکونو، ولسي ملاتړ، د دښمن په صف کې له نفوذ او پرمختللیو وسلو څخه برخمن دي، نو د الله تعالی نصرت ته په هیله مندۍ سره ډیر امید شته چې سږ کال به پراخې سیمې، ښارونه او مراکز د دښمن له شتون څخه تصفیه شي.

 مجاهدین وروڼه باید په جهادي چارو کې له غدر، غلول، خیانت او نورو ناروا کارونو څخه ځان وژغوري. د هیوادوالو د سر او مال حفاظت، دغه راز د عامه شتمنیو او عام المنفعه تاسیساتو ساتنه باید خپله وظیفه وبولي.

ــ د (الفتح) عملیاتو یوه مهمه برخه د دښمن له صف څخه د هغو هیوادوالو را ایستل دي چې د اردو، پولیسو او اربکیانو په نوم پوځي تشکیلاتو کې داخل شوي او اشغالګر یې د خپلو ګټو لپاره جنګوي.

 اسلامي امارت په باطل صف کې د دوی د مرګ په ځای، دې ته ترجیح ورکوي چې دوی له بر حق صف ( اسلامي امارت) سره یو ځای شي او خپل سر او مال وژغوري. په همدې اساس موږ د دښمن په صف کې ولاړو عسکرو باندې یو ځل بیا غږ کوو چې له بې دلیله دښمنۍ او بې ګټې جګړې لاس واخلي، له مجاهدینو سره یو ځای شي او د خپل سر او مال د ساتنې تضمین تر لاسه کړي.

ــ  په پای کې له مجاهدینو وروڼو څخه یو ځل بیا غوښتنه کوو چې په ډیر جدیت،  اخلاص، توکل، لوړ عزم او پیاوړي روحیې او د الله اکبر په  ملکوتي نعرو سره (الفتح) عملیات پیل او دفتوحاتو په روح تازه کونکو څپو سره  سولي او اسلامي نظام ته تږیو او دردمنو مؤمنانو زړونه ټکورکړي.

 په دې باور ولرئ چې موږ پر حق یو او(فتحه) همیشه د حقپالو په برخه وي. د الله تعالی وعدو ته په پام سره هغه ورځ را نږدې ده چې زموږ د شهیدانو، زخمیانو، بندیانو، مهاجرینو او کړیدلي اولس جهادي ارمانونه ترسره او د نهایي (فتحې) په حصول سره اسلامي نظام قائم او هیواد مو له امریکايي اشغال او شریرو عناصرو څخه خلاص شي. الله تعالی فرمایي: وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ ﴿٥﴾. القصص . ژباړه: او موږ دا اراده وکړه چې پر هغو خلکو چې په ځمکه کې ضعیفه ګرځول شوي ول احسان (مهرباني) وکړو، رهبران يې وګرځوو او هماغوی (پرځمکه) وارثان وګرځوو.

د افغانستان اسلامي امارت

۷/۸/۱۴۴۰هـ ق

۲۳/۱/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/4/12م

Related posts