دسمبر 10, 2019

د شهيد طالب العلم ظهیرالله عبيده تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

د شهيد طالب العلم ظهیرالله عبيده تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

لیکوال:- امین څرک
د اسلام سپېڅلي او مقدس دين د خپل زرين تاریخ ډيرې پاڼې د خپلې دفاع په لاره کې د ډيرو سرښندونکو اتلانو ، غازيانو ، مهاجرو ، مسافرو ، درديدلو او ځوريدلو ريښتونو مؤمنانو د حماسو په زرينو کرښو ډکې کړېدي .
خالد د دې دين د نفاذ په هدف د اصفهان لوړې ژورې ووهلې ، طارق ابن زیاد د افريقا سختې ګرمۍ وزغملې، ابوعبیده ابن جراح د اسلام د دښمنانو سرونه په نیزو کې پورته کړل ، خبیب د الله او د الله د رسول صلی الله عليه وسلم په مينه کې سر دار ته وړاندې کړ ، خباب په وینو سور انګار سوړ کړ، بلال بيا د الله د يووالي په ګناه په سرو شګو پريستل شو ، موسی بن نصیر ، محمد بن قاسم او صلاح الدين ايوبي د الله د دين د بقاء لپاره د اندلس ، هند او دمشق اغزنې لارې طی کړې او تر منزله ورسيدل، اسامه بيا د خپل رب په مينه کې له رنګینیو ډک ژوند، عمر بیا د الله د دوستانو د ساتنې په هدف لویه پادشاهي ، منصور بيا د الله په سپيڅلې لاره جهاد کې خپل ځان په اورونو لولپه، هیبة الله د زړه ټوټه د مؤمنانو د انتقام او د سپېڅلي کلمې د لوړتېا په موخه قرباني کړ، پيروانو يې د خواږه ژوند ارمانونه د اعلاءکلمة الله پخاطر داسي ځار او نذرانه کړل چې تاریخ یې ساری نلري.
په افغانستان د څلورو لسیزو انقلابي دور له پیله تر اوسه مجاهدو افغانانو له خپل مبین دين څخه د دفاع په سنګر کې د خپلو تیرو اسلافو په لاره تګ کړی او د جهاد سپيڅلې لاره يې نيولې ، هغه چې د وخت صليبي ظالمې امپراطورۍ يې نسکورې کړې ، هغه چې د کمونيزم او الحاد پوچې او ناکاره نظريې يې باطلې کړې ، هغوی چې د ظالمانو او د الله د دښمنانو په وړاندې يې د حق توغ اوچت کړ ، توره يې اوچته کړه او په ميړانه وجنګيدل ، او هغه چې ځانونه يې د نوم ورکو، مهاجرو ، مسافرو او اسیرو مجاهدو قافلو لارویان وګرځول چې د غيرت ، ميړانې ، سرښندنې ، وفاء او شهامت دا لړۍ تر ننه دوام لري .
د اسلامي افغانستان د ځمکې هره ټوټه د الله په لاره کې د قربانيو او فداکاريو بې شميره داستانونه لري ، هر يو ولايت يې د غيرتونو او ننګونو په کيسو ډک دی چې يو يې هم د دنګو او سمسورو درو کور پکتيا ولايت دی !
پکتيا :
شنې او سمسورې درې يې د اسلام په ريښتونو مدافعینو ښکلې دي ، روڼ تاريخ يې د غيرتونو او ننګونو په کيسو پوښلی، هغه ځمکه چې له غيږې يې بې شميره غيرتي، زړور، اسلام او خپلې پاکې خاورې ته وفادار مؤمنان راپورته شوي ، هره سمه او غر يې د نړيوالو زبرځواکونو او د هغوی د داخلي ګوډاګيانو په وړاندې د حق د لښکرو د حماسو شاهده ده .
پکتيا هغه سيمه چې د صليبي اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګيانو لپاره يو دوزخ ده ، هغه سيمه چې د شاهي کوټ په شان درې يې اوس هم د صليب د لارويانو په غوښو او هډوکو ډکې دي .
د پکتيا غيرتي خاوره د صليب د اتمې جګړې په وړاندې د مبارزو او مجاهدو ځوانانو يو قوي سنګر دی ، په دې پياوړي سنګر کې زرګونو زمرياليو اتلانو د الله جل جلاله په لاره کې خپلې وينې تويې کړې او د شهادت وياړمن مقامونه يې تر لاسه کړل، چې يو يې هم د شهادت له وياړمنې قافلې سره ملګری شوی ځواني مرګ شهید طالب العلم ظهیرالله عبيده تقبله الله دی.
په ونه دنګ د وړې توري ږيري خاوند طالب العلم ظهیرالله عبيده تقبله الله د امان الله اکا زوی، چې ۱۴۱۳ هـ ق کال کې د پکتیا ولایت احمد ابا ولسوالۍ رود سیمه کوز پېروزخیلو کلي کې په یوه دینداره، اسلامپاله او تل پاتي مجاهده کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګي وغړولې
الف، با او ابتدائيه زده کړي یې د کلي د جومات له ملا امام، عصري زده کړي یې تر دولسم ټولګي پوري د رود احمدزیو عالي لیسه او د دیني زده کړو په لړ کي یې تر مختصر درجې پوري د هیواد په داخل او له هیواد څخه بهر د هجرت په دیار کي د بیلابیلو جیدو علماء کرامو څخه تر لاسه کړې، پر ګران هيواد د صلیبي اشغال په لومړیو کلونو کې وړوکی وؤ خو د حق د لاري له سرسپارلو مجاهدینو سره یې بې کچي مینه وه، د ځوانۍ تاند او تنکي پړاؤ ته له داخلېدو سره سم د هغو طالب زلمیو له کاروان سره مل شو چې د وخت د فرعوني لښکر پر وړاندي یې په تش لاس سېالۍ پیل کړي وه او د دې زبرځواک د غرور ماتولو په نېت یې د لوی رب په نصرت د حی علی الجهاد نعره پورته کړي او توري یې له تېکو ايستلي وې.
لومړنۍ جهادي مبارزه یې هغه مهال د سیمي د یو نوم وتي جهادي قومندان شهید ملا عبدالمنان تقبله الله تر قومندې لاندي پیل کړه، د مکتب شاګرد ؤ چې د مجاهدو ملګرو سره یو ځای به د شپې له تېارې څخه په استفاده په پټه جهادي عملیاتو ته تلو، د څه وخت په تېرېدو د مظلومو مسلمانانو اه او فریاد، زګرویو، دردونو او خپلي جهادي جذبې د استشهاد تر سپېڅلي قافلې ورساؤ، هلته یې د زرګونو نورو سرسپارلو زلمیانو سره په څنګ کې نوم ثبت او د انتظار شېبې یې څارلې، دا مهال په ګران هیواد کې د اشغال لمن پراخه شوي وه، صليبي او ګوډاګي رژیم د مظلومو مسلمانانو او د اسلامي شعائرو د ختمولو په پاره قسماقسم پلانونه پر مخ وړل، جګړې زور اخستی وؤ، هر طرف د دښمن شپني چاپې، ډرون حملې او مقابل طرف یې د طالب زلميو لخوا د ګډ دښمن په مراکزو تهاجمې عملیات، بریاوؤ او فتوحاتو ګرمي اوازې خپرېدې، شهید ظهیرالله جان تقبله الله هم یو له هغو سرسپالو شازلمیو څخه وؤ چې د سنګر کاڼي یې بالښت، خاوري یې بستر او تور ټوپک یې د وخت د مغرور کافر د سر ماتولو پخاطر تر څنګ اچولی وؤ، شهید ظهیرالله جان د ملګرو منځ کي د زیات اخلاص، تقوا، مېړاني او غیرت له کبله خورا زیاته مینه او محبوبیت درلود، خو دا چې نور یې پاکه مینه آخيري حد ته رسېدلي وه نو رب د خپلي لقاء پخاطر د ملګرو له منځه واخیست، د مجلسونو ښکلا کم رنګه، نرمه موسکا خاموشه او د تل لپاره د کتاب او سنګر له ملګرو بیل شو.
د ۱۴۳۶ هـ ق کال شعبان مېاشت کې، احمد ابا مربوط غړک سیمه کي چې د اسمان شنه او ښایسته غیږ د صلیبیانو جيټ طیارو، بې پیلوټه څارګرو او هلیکفترو بد رنګه کړي وه، د د ښمن شپني چاپې سره په مخامخ جګړه کې د ګرمي غزا وروسته د څو تنه نورو مجاهدو ملګرو سره یو ځای د شهادت لوړ مقام ته ورسېده.
انا لله و انا الیه راجعون
روح دې ښاد او یاد دې تل تر تله وي.
اللهم تقبل شهادة شهدآئنا، وتقبل دمائهم وارفع درجاتهم، واجعل الجنة مثواهم.
اللهم احشرهم مع النبیېن والصدیقین والشهدآء والصالحین وحسن أولئڪ رفیقاً.
اللهم اشف جرحانا و جرحاء اخواننا المجاهدین الذین یقاتلون فی سبیلڪ لاعلآء ڪلمتڪ.

Related posts