اګست 22, 2019

دشهیدالحاج مولوي عبدالمنان رحيمي ژوند اوکارناموته لنډه کتنه

دشهیدالحاج مولوي عبدالمنان رحيمي ژوند اوکارناموته لنډه کتنه

دشهیدالحاج مولوي عبدالمنان رحيمي ژوند اوکارناموته لنډه کتنه

لیکنه: نوراني عزام 

د افغانستان اسلامي امارت د هغو مخلصو علماء کرامو، طالبانو او صالحانو د هڅو او قربانیو محصول دی، چې د اسلامي نظام د قیام لپاره یې خپل سر او مال وقف کړی او  په دې لاره کې له هیڅ راز قربانۍ او ایثار څخه ځان نه سپموي. دغه د الله تعالی مخلص بندګان یوازې له الله تعالی سره معامله لري. نه د شهرت، منصب ،نوم او نشان شوق ورسره وي او نه هم مادي ارمانونه لري. بلکې خپل خدمت په ډیر اخلاص یوازې د الله تعالی د رضاء لپاره سرته رسوي، تر دې چې د وفات یا شهادت نېټه یې راورسیږي او د جهادي خدمت له سنګره د الله تعالی لقاء ته ورشي.

 د داسې مخلصو او فداکارو مشرانو له جملې یو شهید مولوي عبدالمنان رحیمي صاحب و چې کلونه کلونه یې د جهاد او اسلامي نظام د قیام په لاره کې نه ستړي کېدونکې هڅې وکړې، ډير تکلیفونه یي ولیدل تر دې چې بالاخره په همدې مسیر کې داسې وخت په شهادت فائز شو چې په نیمه شپه دتهجد د لمانځه لپاره په تیاري بوخت وو چې د دښمن د ډرون برید هدف وګرځید. په دې لیکنه کې د دې مخلص او فداکار شهید په ژوند او کارنامو لنډه خبره کوو هیله ده چې د  توجه وړ مو وګرځي.

زوکړه يې:

ارواښادشهیدالحاج مولوي عبدالمنان (رحیمي) دګلریز اکا زوی، په ۱۳۳۴هجري لمریز کال دثور۲۷ نیټه دچهارشنبې په ورځ دافغانستان دهرات ولایت دګلران ولسوالۍ دشور رود په کلي کې په یوه متدینه کورنۍ کې وزیږېد.

شهید الحاج مولوي عبدالمنان چې د طالبانو داسلامي تحريک له لومړيو اشخاصوڅخه ګڼل کيږي د روس د سرولښکرو همداراز دانارشیزم په وړاندي يې کلکه مبارزه وکړه او تل يې دحق دلاري د یو نه ستړي کېدونکي قائدمجاهدپه توګه خپله جهادي وظيفه اجرا کړه.

زدکړي يې:

دا چې شهید الحاج مولوي عبدالمنان (رحيمي) صاحب باندي الله تعالی (جل جلاله) ښه استعداد اولیاقت لورولی و،نو والدصاحب يې د ده استعداد ته په کتو د ديني زدکړو لپاره غوره کړ او د زدکړو لپاره يې په دوه کاله اوپنځه میاشتو عمر کي د هرات ګلران ولسوالی مشهورعالم مولوي محی الدین صاحب ته د دينې تعلیم لپاره وسپاره، چي ابتدائي ټولي زدکړي يې له مولوي محی الدين صاحب سره سرته ورسولي. نهه (۹) کلن وو چي د نورو زدکړو لپاره هلمند ته لاړ اوهلته يې د هلمند ولايت مرکز لښکر ګاه ته څېرمه د بشران په سیمه کي د کاکړانو په مسجد کي متوسطي ټولي زدکړي سرته ورسولي او د پاتي زدکړو او دستاربندی لپاره یې د ګاونډي هیواد پاکستان د بلوچستان ایالت د کويټي ښار ته سفروکړ او هلته یې پاتي زدکړي او د نبوي حدیثو  لویه دوره یې  د کویټي ښارپه چالوباوړی سیمه کي د حاجي میاخان په مسجدکي په شهید شیخ مولوي رحمت الله صاحب باندي سر ته ورسولې او دفضیلت ویاړمنه پګړۍ یې وتړله .

مسؤلیتونه يې:

کله چي په ګران هیواد افغانستان باندي روسانویرغل راوړ او په وړاندي يې افغان مجاهد ولس په مسلح جهاد پيل وکړ، شهید حاجي مولوي صاحب د قندهارپه ژړۍ او پنجوايي ولسواليوکي د قومندان حاجي ملا محمد صادق او د اسلامي امارت د نائب شهید ملاعبیدالله اخند سره یوځای شو او دلته يې په جهادي چارو پیل وکړ. کله چي جهادي مقاومت نور پیاوړی شو او واړه ګروپونه په سترو محاذونو بدل شول شهید حاجي مولوي صاحب د  خالص بابا سره ملګری شو او د هغه تر مشري لاندي یې په هرات ولایت کي د طلاب انصاري په نامه د مجاهدينو يوه ستره جبهه پرانیستله چې په یاده جبهه کي شهيد حاجي مولوي صاحب د عمو مي قومندان په توګه وټاکل شو.

 د شوروي اشغال له پای ته  رسېدو وروسته  چې کله  د اسلامي امارت د مجاهدينو له لوري د شر او فسادپه وړاندي جهاد پیل شو، شهید حاجي مولوي صاحب د امیرالمؤمنين ملامحمد عمرمجاهد د څو تنه هغه ملګرو څخه ووچي د ده سره یوځای يې په کندهارکي د شر او فسادپه وړاندي په لومړني قیام کي برخه اخیستي وه، او له قندهارڅخه تر هراته د تحریک د طالبانوسره ملګری وو، کله چي طالبان هرات ته ورسیدل او هرات ولایت فتحه شو، د هرات د پنځمي سرحدي لیوا مرستيال وټاکل شو او بیا چي طالبان بادغيس ته ورسیدل شهید حاجي مولوي صاحب د هرات دشینډنډ ولسوال وټاکل شو، نوموړي شپږ میاشتي په شینډنډ کې د ولسوال په توګه خپله دنده پرمخ وړله .

په شینډنډ کي له شپږ میاشتي مسؤلیت وروسته د بادغیس والي وټاکل شو په بادغيس کي د دوه کاله او پنځه مياشتي مسؤليت وروسته د سرپل د والي په توګه وټاکل شو، یو کال د سرپل د والي په توګه پاتي شو، له سرپل څخه وروسته د سمنګان والي وټاکل شو، له سمنګان ورو سته د دوهم ځل لپاره د سرپل والي وټاکل شو، پنځه مياشتي يې بیا دلته سرپل کي تيري کړي له دي وروسته د امریکایي یرغل له امله اسلامي امارت له ښاري سیمو شاتګ وکړ.

کله چي امریکایې اشغالګرو او همکارانو یې پر افغانستان یرغل راوړ او په مقابل کې یې د اسلامي امارت جهادي فعالیتونه پيل شول،  شهید حاجي مولوي صاحب د اسلامي امارت په لیکوکي د يو  مخلص او ایثارګر مجاهد په توګه خپله جهادي مبارزه یو ځل بیا پيل کړه، د امریکایې اشغال په وړاندي داسلامي امارت په تشکیلاتوکي شهیدحاجي مولوي صاحب لومړی مسؤلیت دهرات ولایت دوالي په توګه ټاکل کیدل وو، دوه کاله او پنځه میاشتي حاجي مولوي صاحب دهرات دوالي په توګه دنده سرته ورسول.

په هرات کي له دوه کاله ولايت وروسته د اسلامي امارت په شل کسیزه مرکزي کمیسیون کي د کمیسیون د غړي په توګه وټاکل شو، له دوه کاله دې مسؤلیت ورسته پنځه کاله د شمال لویدیځ زون د نظامي کمېسيون د حلقي عمومي مسؤل وو، د دي مسؤلیت ورسته د شهيد امیرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور(رحمه الله) په وخت کي په هیوادکي د هزاره قوم د مشکلاتو د حل لپاره د یوه ځانګړي کميسیون مسؤل وټاکل شو.

یوکال د دي کمیسیون مسؤل پاتي شو د دي کميسیون له مسؤلیت ورسته دري کاله د جنوب لویديځ د پنځه لس ولايتونود ملکي تلفاتو اوسمع شکایاتو دکميسیون مسؤل پاتي شوچي بلاخره د همدي کميسیون دخدمت په جریان کي شهیدشو.

ځينې خاطرې یې

دشهید حاجي مولوي صاحب ملګري وایې چي نوموړۍ له پيله مخلص متدين متعهد او په جهادي چاروکي برلاسۍ و، په اسلحوکي د هاوان او راکټ مسلکي وو او په جګړو کي به یې له راکټ لانچرڅخه کار اخيسته، جګړه که به څومره هم سخته وه شهید حاجي مولوي صاحب به د هیڅ وېري او ډار احساس نه کاوه هغوی وایي کله چي به شهید حاجي مولوي صاحب راسره ملګری و، موږ به ډیر مطمئن وو داسي مو انګیرله چي ګواګي هيڅ خطرنشته. دده نيژدي ملګری ملا اسماعیل وایي چي زما ټول عمر نه یادیږي چي شهید حاجي مولوي صاحب دي په سفر اوکورکي د تهجد لمونځ نه وي کړی، ملا اسماعیل زیاتوي شهیدحاجي مولوي صاحب به ټول وخت مجاهدينو ته د ولس سره د نیکي کولو سپارښتنه کوله او تل به یې هڅه کوله چي د مجاهدينو اتفاق او اتحاد وساتي.

د شهیدحاجي مولوي صاحب ملګری ملا نورالدین آخند وایي ماهیڅ کله شهید حاجي مولوي صاحب ندی لیدلی چی په سنګر کی د وارخطایي او ډار علائم پرې لیدل شوي وي، الله تعالی عجیب توکل او اطمینان ورکړی و ، هغه به هروخت په تعرض کی مجاهیدینو سره یوځای وو اومجاهدین به د ده د وجود له امله ډیر ډاډه وه او د تعرض په حالت کی داسی نورمال ښکارېده لکه له ملګرو سره چې د خوښۍ په یوه مجلس کې قرر لري .

په۱۳۶۹هـ ش کال کې دګلران د چاه شرین په کلي کې د روسي اجیرانو ۹۴۰ کنډک چې د پنځمې سرحدی لېوا مربوط وو د شهیدحاجي مولوي صاحب د نظامي تاکتیک او مهارت په ذریعه د یوتعداد مجاهدینو لخوا تر سختې جګرې وروسته فتحه شو او پکې میشتې ټولي اجیري ملیشې يې تسلیم شوې اوپه زیاته اندازه سلاح او مهمات ورڅخه غنیمت او ولجه شول .

د زندان خاطره:

په افغانستان د امریکایانو د یرغل او سلطې په لومړنیو کلونو کې شهید مولوي عبدالمنان صاحب او د ده ځینې ملګري په هرات کې د امریکا ګوډاګیانو ونیول او څه مهال بندیان و چې ځینې ملګري خو یې بیا ګوانتانامو زندان ته هم واستول شول،  خو دا چې مولوي عبدالمنان صاحب په هرات کې ښه وخت تېر کړی و او د اولس په زړونو کې یې ځای درلود نو د هرات عام اولس د هرات د هغه وخت په واکمن تورن اسمعیل خان باندې فشار واچاوه چې په نتیجه کې یې مولوي صاحب له زندان څخه ازاد شو.

د مولوي صاحب یو ملګری محب الله اخندزاده صاحب چې په همدې وخت کې یې له شهید مولوي عبدالمنان صاحب سره په محبس کې وخت تیری کړی، له نوموړي څخه د امریکایانو د تحقیق خاطره بیانوي نوموړی داسې کیسه کوي.

امریکایانو څلور ځله له مولوي صاحب څخه په خپله تحقیقات وکړل او مختلفې پوښتنې یې ترې وکړې چې دلته یې یو مثال وړاندې کوم

امریکایي محقق: د طالبانو نظام او د ملا محمد عمر کردار او تګلاره غندې او کنه؟

مولوي عبدالمنان: د طالبانو نظام ځکه نه شم غندلی چې هغه د اسلام په اساساتو ولاړ نظام و، طالبانو له ډيرو کلونو وروسته یو وار بیا د اسلام احکام راژوندي کړل، حدود یې جاري کړل او شریعت یې نافذ کړ، زه د طالبانو نظام غندم نه بلکې تائیدوم یې.

ــ  تاسو ولې د خپلې واکمنۍ په وخت ښځو ته حقوق نه ورکول؟

ــ  دا چې موږ مسلمانان یو، په اسلامي شریعت عقیده او باور لرو، نو ښځو ته هم هغه څه په خیر بولو چې اسلام یې لارښوونه کوي، موږ ښځو ته اسلامي حقوق ورکړي دي او اسلامي حقوق د ښځو د دنیا او آخرت د سعادت سبب بولو.

ــ اوس چې افغانستان ټول موږ نیولی دی او طالبان مکمل ختم شوي دي، ستا فکر څه دی چې ملا محمد عمر مجاهد به په څه بوخت وي؟

ــ زما په نظر امیرالمؤمنین ملا صاحب به کرار نه وي ناست بلکې ستاسو په مقابل کې به د جنګ تیاری کوي.

ــ ته څه فکر کوې چې اوس له بندي کیدلووروسته به له تا سره څرنګه چلند وشي؟

ــ  کله چې زه واکمن و او دلته په هرات کې د تنظیمه ریاست مرستیال وم او یا په نورو ولایاتو کې والي وم، نو ما د الله تعالی له بندګانو او رعیت سره ښه ګذاره کړې ده. په دوی مې ظلم نه دی کړی او د دوی په حق کې له الله تعالی څخه ویریدم. اوس مې باور دی چې الله تعالی به د هماغه عمل په برکت په ما باندې رحم کوي، ما ته به ان شاءالله هیڅوک تکلیف ونه رسوي ځکه ما چا ته تکلیف نه دی رسولی.

شهادت یې:

دشهید مولوي عبدالمنان رحیمي صاحب نیژدي ملګری او زوم چي د ده سره په وروستي جهادي سفر کي ملګری هم وو وایي مولوي صاحب د سمع شکایاتو او ملکي تلفاتو د کمیسیون د کارونو په سلسله کې په جهادي سفر وتلی و او د غزني، میدان وردګ او نورو شاوخوا ولایاتو څخه یې لیدنه کوله. د سفر په جریان کې یوه ورځ  مازدیګر مهال د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ د خلیج بازارته څیرمه د آخند خیلو په کلي کي یې مجاهدینو او عامو خلګو ته د مازدیګر د لمانځه وروسته لنډ اصلاحي بیان او نصیحت وکړ، چې له دې  ځایه یې حرکت وکړ د ماښام لمانځه ته لږ وخت پاتي ووچي په موټر یې د  امریکایي بې پيلوټه الوتکې لخوا د  توغندي برید وشو، په دې برید کې د نوموړي چپه سترګه او نور بدن زخمي شو خو زخمونه یې خطرناک نه وو ، له همدې  ځایه مولوي صاحب یو بل کلي ته لاړ هلته د شپې تیرولو اراده وکړه، خو داسې معلومیده لکه د دښمن چې تر څار لاندې و، شهید مولوي صاحب عادت درلود چې  په هیڅ حالت کې یې د تهجد لمونځ نه پریښود، حتی په همدې شپه له ټول خطر سره سره چې بدن یې هم زخمي و د شپې په څلور بجې را پورته شوی و چې په باغ کې اودس وکړي او د تهجد لمونځ اداء کړي، په همدې وخت کې نوموړی تهجدته په تیاري لګیا و او اودس یې کاوه د دښمن بې پیلوټه الوتکې یو ځل بیا ورباندې برید وکړ او دغه د الله تعالی د لارې مخلص مجاهد یې په شهادت ورساوه.

انا لله وانا الیه راجعون

Related posts