اګست 24, 2019

معیارونه ولې بدلېږي ، دوئ ولې مسیحي تروریستان نه ګڼل کېږي ؟؟

معیارونه ولې بدلېږي ، دوئ ولې مسیحي تروریستان نه ګڼل کېږي ؟؟

شهیدزوی:

دوحشي اسرائیلي فوځیانو له لورې په مسجداقصی کې پر لمونځ کونکو دنویو حملو او په نتیجه کې یې دلمونځ کونکو دټپي کېدو او دمتعصبو صهیونستانو له لورې دمسجد دبې ادبۍ دنویو پېښو په اړه مې څرک ته لیکنه پیل کړې وه چې مازیګر مهال راته یو ملګري وویل په نوي زیلانډ کې په دوه جوماتونو وسله وال برید شوی دا مجمل خبر و  ؛بیا مې دنیټ له لارې لږ تفصیل ترلاسه کړ او لږ ساعت پس یو ملګري ددې بوګنونکي برید هغه ویډیو هم راولېږله چې پوره لیدل یې زما په څېر دنري زړه لرونکو له توان نه بهر وه .

رښتیا داده چې دسفاک قاتل اسلام او مسلمان دښمني له حده ډېره زیاته ده ؛ هغه  نه یواځې دا چې بې وسلې، بې ضرره او بې ګناه هغه مسلمانان یې په خپلې عبادتخانې کې ووژل چې دده سره یې هیڅ شخصي نزاع،جدال او دښمني نه وه بلکې دوژلو ترڅنګ یې په خپل لاس درامنځته شوي دې وحشت ویډیو یې هم دهغه کمرې له لارې کوله چې په خپلې خولۍ کې یې نصب کړی وه او دا ویډیو یې دانټرنیټ له لارې مخامخ ټولې نړۍ ته خپروله.

اول پریو مسجد دبرید خبر خپور شو بیا وروسته معلومه شوه چې برید پر دوه مسجدونو شوی او بریدګر هم یو نه بلکې زیات دي.

په برید کې دشهیدان شویو شمېر ۵۶ ته رسېدلی؛دټپیانو شمېر له ۵۰ نه اوړیدلی او ګڼ شمېر مسلمانان بې درکه دي چې ګومان کېږي دبریدګر نور صلیبي ملګرو به له ځان سره ژوندي بوتلې وي ځکه چې ملګرو او خپلوانو یې ورپسې ټول روغتونونه ولټول خو ویې نه موندل؛دولت یې هم تردې دمه په موندلو ندی توانېدلی.

دبنګله دیش دکرکټ ټیم چې همدې هېواد کې دکرکټ سیالۍ ته ورغلي و دې جومات ته دلمانځه د ادا کولو لپاره راروان و خو د هغوئ درارسېدو نه څو لمحې وړاندې دا پېښه رامنځته شوه او له نېکه مرغه چې ورته څه ضرر ونه رسېدلو.

دلویدیځ په رسنیو کې دا خبره عامه کړای شویده چې بریدګر یو داسې استرالیایې اوسېدونکی دی چې لویدیځ ته دنورو خلکو دراتلو سخت مخالف و او پدې عمل یې دخپل دې مخالفت اظهار وکړ چې داخبره داصل حقیقت دپټولو یوه ناکامه هڅه ده؛دا هم صحیح نده چې ګینې یو داسې سپین پوستی و چې دقومي تعصب پربنسټ یې پردې مسلمانانو برید کړی او وژلي یې دي .

په لویدیځو رسنیو کې داخبره هم کېږي چې شاید دا رواني مریض وي چې داهم په اصل عواملو دپردې راغوړولو  هڅه ده .

اصل خبره دا ده چې دا بې له کوم شکه مذهبي تروریزم دی چې داسلام او مسلمانانو سره دسخت نفرت پربنسټ دښه سنجول شوي اوږد او پوخ پلان له مخې ترسره شوی؛ پخپله برید ګر اعتراف کړیدی چې ددوه کلونو راهیسې پدې پلان بوخت وم .

 جومات ته راتلل او بیا دلمونځ پرمهال په مسلمانانو ډزې کول هم  ددې خبرې لوي دلیل چې برید دمذهبي دښمنۍ له امله رامنځته شوی دی خو بریدګر چې په خپل ټوپک کوم تاریخونه اوکلونه  لیکلي دي هغه ټول هغه کلونه دي چې پکې صلیبیانو د مسلمانانو عامه وژنه کړیده او ورته یې ستر تاوانونه رسولي دي.

په ټوپک د ۱۶۸۳ نېټه لیکل شویده ؛ پدې نېټې دعثماني خلافت فوځونو دروم امپراتورۍ مرکز ویانا محاصره کړه چې دوه میاشتې دې محاصرې دوام وکړ؛ ویانا ته څېرمه دکالنبرګ غرونو کې درومي امپراتورۍ عسکرو دجان ۳ م په مشرۍ کې ځانونه منظم کړل دعثماني خلافت پر عسکرو یې سخت بریدونه وکړل چې له امله یې مسلمانو ځواکونو ماتې وخوړه او ټول هنګري دمسلمانانو له لاسه ووت.

په ټوپک ۱۶۸۸ م کال هم لیکل شوی دی؛پدې کال کې عثماني خلافت دسلطان محمد ۴م دوره کې وغوښتل چې دسربیا بلګراد فتحه کړي؛دبلګراد په فتحه کولو دعثماني خلافت په قوت کې ډېر زیاتوالی راتلو خو پدې جګړه کې مسلمانان غالب نه شول بلګراد فتحه نه شو او جګړه درومیانو په ګټه تمامه شوه.

په ټوپک ۱۱۸۹ م کال هم لیکل شوی پدې کال صلاح الدین ایوبي رحمه الله دعکا ښار دفتحه کولو لپاره لښکر ولېږلو او دا ښار یې محاصره کړ چې دا محاصره ډېره اوږده شوه او تر ۱۱۹۱ م  پورې دوام وکړ خو دا ښار فتحه نه شو او صلیبیانو هغه ۲ زره مسلمانان په شهادت ورسول چې امان یې ورکړی و.

دټوپک په یو اړخ ۱۵۸۱ م کال هم ثبت دی؛پدې کال کې دعثماني خلافت بحري ځواکونو د صلیبیانو ترمنځ په لیبانت کې جګړه رامنځته شوه چې پکې صلیبیانو دمسلمانانو ټول تجهیزات ونیول او جګړه دصلیبیانو په غلبې تمامه شوه .

په ټوپک ۱۷۷۰ م هم لیکل شوی؛پدې کال دروسانو او عثماني خلافت دځواکونو ترمنځ په کاجول کې سمندري جګړه رامنځته شوه چې پکې روسان غالب او مسلمانان مغلوب شول.

ددې ترڅنګ په ټوپکونو دصلیبي جنګونو ځانګړې نښې ؛ پدې جنګونو کې دشریکو شویو خپلو اتلانو نومونه او په ځانګړي ډول دهغو جنګونو نومونه هم لیکل شوي وو چې پکې صلیبیانو غلبه ترلاسه کړې وه.

صلیبي بریدګر چې له ځان سره ګڼ ټوپکونه راوړي وو جومات ته په ننوتو یې دیو ډېر تجربه کار او داسې تن په څېر ډزې پیل کړې چې یې ښه عسکري زدکړې ترسره کړې وي او دداسې عملیاتو ښه ښوونه ورته شوي وي .

بیخي داسې نه ښکاري لکه په انسانانو چې ډزې کوي ته به وایې چې بې ساه څېزونه یې په نښه کړیدي چې نه پرې درحم کولو اړتیا وي او نه یې هم څوک پوښتنه کوي.

بیا ښه په اطمینان راځي دخپل موټر ډیګۍ خلاصوي په اطمینان ترې بل ټوپک را اخلي بېرته جومات ته ورځي او بې رحمانه ډزې پیل کوي،بیا جومات کې دننه ښه په اطمینان ګرځي او چې ورته ټول خلک مړه معلومېږي نو وځي او په لار کې چې ورته کوم مسلمان په مخه ورځي ولې یې؛یوه مېرمن په مخه ورځي چې یې په مرمۍ وولي هغه په ځمکه پریوځي او د مرستې کولو لپاره آوازونه کوي خو دا وحشي قاتل بیا ورنیږدې کېږي او په سر سر یې ولي او په شهادت یې رسوي؛بیا یې چې کله خپل موټر راروان کړي نو دهمدې شهیدې مېرمنې پرجسد یې په بې رحمانه ډول دپاسه تېر کړ.

پرالنور مسجد دبرید نه لږ وخت پس دلن وډ مسجد باندې هم وسله وال برید وشو؛عیني شاهدانو وویل یو تن جومات ته راننوت چې دموټر سایکل توره خولۍ یې په سر وه چغې یې وهلې خو څوک نه پوهېدل چې څه وایې؛جومات ته په راننوتو یې ډزې پیل کړې چې دلته هم ګڼ تنان مړه او ټپیان شول.

دالنور جومات بریدګر برینټن ټانټ نومېږي او په خپلو څرګندونو کې ځان صلیبي سپاهي بولي .

 خولنډه دا چې پردې دواړو جوماتونو بریدونو کې پدې خبرې قاطع دلایل شتون لري چې دا برید دیو استرالیایې مسیحي له لورې داسلام او مسلمانانو سره د سخت نفرت او دښمنۍ پربنسټ شویدی خو لا هم له ډېرو کمو پرته نور غربي مشران دا عمل تروریزم نه بولي او نه هم بریدګر تروریست ګڼي.

هغه امریکا چې دمسلمان په لاس یوه کوچنۍ دتاوتریخوالي رامنځته شوې پېښه هم تروریستي پېښه ګڼي دلته یې معیار بدل دی او ولسمشر ټرمپ دا دتشدد پېښه ګڼي خو دتروریستي عمل ګڼلو نه یې انکار کوي.

دلویدیځ رسنئ چې داسلام او مسلمانانو دبدنامولو لپاره شپه او ورځ پرځان یوه کړیده او اسلام یې دخلکو په ذهنونو کې دتروریزم دوهم نوم ګرځولی اوس یې پدې پېښې کې هم ښه په لوړه پیمانه اسلام او مسلمان پرضد خپل نفرت او دښمني ښکاره کړه ددې پېښې دعادي ښودلو هڅې کوي؛اکثریت یې له دې ځان ساتي چې دا پېښه تروریستي پېښه وګڼي؛دبریدګر یواځې نوم او ځای ذکر کوي او هیڅ داسې نه وایې چې برید ګرمسیحي دی او خپل ځان صلیبي بولي.

بس همدا دلویدیځ دحاکمانو او رسنیو دنفاق نه ډکه څېره ده چې دداسې پېښو پرمهال راڅرګندېږي.

برید ګر ټول مسیحیان وو او دخپلې اسلام دښمنۍ اعترافونه یې هم کړیدی نو انصاف خو دادی چې هغه اقدامات چې دداسې پېښوپر مهال په اسلامي نړۍ اودنړۍ ګوډ ګوډ کې دمسلمانانو پرضد کېږي نو دلته هم باید وشي ؛ پېښه دې یې مذهبي تروریزم وګڼل شي ؛ دوئ دې مسیحي ترورستان وګڼل شي ؛استرالیا باید دتروریستانوسره په مرسته کولو تورنه شي ؛ ورباندې باید بندیزونه ولګول شي ؛ نورو هېوادونو ته داسترالیایانو په ورتګ بندیزولګول شي ؛ بریدګرو چې دکومو تنانوسره تلیفوني تماسونه  ټینګ کړي هغوئ ټول باید ونیول شي اوپه کوموځایونوکې چې دوئ درسونه ویلي هغه باید دتروریزم مرکزونه وګڼل شي اوبند کړای شي .

زموږ یقین دی چې دایوکار به هم ونکړي بلکې که دې وحشي قاتلانوته ستره سزا ورکول کېږي هغه به داوي چې زندان ته ولاړ شي ؛هورې ورته ښه اسانتیاوې برابرې شي او دڅه مودې زندان تېرولونه وروسته بېرته ښه په عزت له زندان نه را آزاد شي .

دیادولو وړ ده چې په نوي زیلانډ کې پرمسجدونو تازه برید په لویدیځ کې پرجوماتونو او دیني مراکزو دحملو دپیل شوې لړۍ یوه ترټولو ستره او خونړۍ پېښه ده اوترې وړاندې هم په ګڼو هېوادونو کې په جوماتونو او دیني ښوونیځو  مرکزونو وسله وال بریدونه شویدي خو دولتونو یې دمخنیوي لپاره هغسې هڅې ندي کړې څرنګه چې پکار دي.

دجرمني رسنیو له لورې په خپرو شویو اعدادو او ارقامو کې راغلي دي چې په ۲۰۱۰م کال کې په ۲۷ جوماتونو بریدونه شوي وو چې ۲۰۱۷م کې بیا دا شمېره درې برابر شوې وه؛په ۷۳ جوماتونو بریدونه شوي وو او  ۹۵۰ مسلمانان هم تربریدونو لاندې راغلي وو.

پربرتانې کې د ۲۰۱۳م کال نه تر ۲۰۱۷ م کال پورې ۱۶۷ جوماتونه تر برید لاندې راغلي وو.

دامریکا په کیلي فورنیا؛واشنګټن او هائیو،ټیکساس،فلوریډا،ورجنیا،مشي ګن او نیوجرسي ایالتونو کې پرګڼو جوماتونو بریدونه شویدي.

همدا راز په کاناډا؛فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم پرمسجدونو بریدونه شویدي او ټول بریدونه دمسیحیانو او یهودیانو له لورې ترسره شویدي خو دا یو برید هم تروریستي عمل نه ګڼل کېږي؛نه یې دیهودیت او مسیحیت سره دربط خبره کېږي او نه هم دا دسخت دریځه یهودیت او مسیحیت زېږنده ګڼل کېږي.

او پرځای ددې چې دولتونه دداسې پېښو دمخنیوي هڅې وکړې او عاملین مجازات کړي برعکس دداسې پېښو اصلي عاملین مسلمان ګڼل کېږي او په ډېرو ځایونو کې خو دداسې بریدونو نه پس ځني ځایې جوماتونه تړل کېږي او کله نا کله بیخي له منځه وړل کېږي چې دا دهغه لویدیځ منافقت،تعصب او اسلام دښمنۍ ډېر لوي دلیل دی کوم چې ځان بشرپال،دیموکرات او دانساني مساوات علمبردار ګڼي.

زه چې ددې برید نوعیت ته وګورم راته داسې ښکاري چې دا د ډېر ژور او ستر پلان له مخې شوی.

په لویدیځ کې اوس دمسلمانانو زیاتوالي او داسلام تېز خپراوي دیهودانو دتشویش سبب شوی او لویدیځ ته دمسلمانانو دراتلو او داسلام دخپرېدو دمخنیوي لپاره له خپل لورې هره هغه حربه په کار اچوي چې دنتیجې ورکولو تمه ترې کېدای شي ؛ شاید اوس په نوي زیلانډ یا استرالیا او یا هم کوم بل هېواد کې په چرچ یا ښوونځي همدې ته ورته حمله وشي او دلویدیځ رسنئ (چې دیهودو په لاس کې دي) به یې دمسیحیانو نه دمسلمانانو انتقام وګڼي چې دا بیا دټولو مسیحیانو دراپورته کېدو او په لویدیځ کې دمسلمانانو دقتل عام سبب کېدای شي(خدای مکړه).

چې پدې کار کې به دیهودانو سره دامریکا دجاسوسو ادارو مرسته خامخا شامله وي.

نو لویدیځ کې مېشت مسلمانان باید ډېر دبیدارۍ او زیرکتیا نه کار واخلي او ټولو هغو اقداماتو نه ځان وساتي چې له امله یې پرضد په لویدیځ کې دنفرت فضا رامنځته کېدای شي .

همدا راز اروپایې دولتونه هم باید دډېر عقل نه کار واخلي او پرې نږدي چې یو ځل بیا دیهودو او امریکا دشومو پلانونو په لومو کې راګېر او خاوره یې دنورو دشومواهدافولپاره وکارول شي.

Related posts